د کعبې امام شیخ صالح بن حمید

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د سعودي عربستان د کعبې شریفې امام شیخ صالح بن حمید په پاکستان کې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې د مسلو د حل کولو غوښتنه وکړه.

شیخ صالح بن حمید د پاکستاني طالبانو تحریک ته په یوه ځانګړي پیغام کې ویلي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د کعبې امام طالبانو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د مسلمانانو په هیواد کې د وینې بهېدا روا نه ده.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې د پاکستان له حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي مولانا سمیع الحق سعودي عربستان ته په تازه سفر کې د کعبې له امام سره کتلي او شیخ صالح بن حمید ته یې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

ویل شوي چې د کعبې امام د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې په پرمختګ او د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند پر اعلانېدا خوښي څرګنده کړه.

د کعبې امام تر دې پخوا ځانمرګي بریدونه د مسلمانانو لپاره حرام بللي و خو طالبانو د ده فتوا ونه منله.

8 thoughts on “د کعبې امام د طالبانو تحریک ته خانګړی پیغام لېږلی”
  1. دا امام لکه د نورو امامانو په شان امام دی چه نه پیفمبر دی او نه اصخابی، حپل نظر یی وړاندی کړی چه څوک یی منی او که نه. یوه خبره ډیره جالبه ده چه دا ۱۳ کاله وشو چه په افغانستان کی ناقراری ده او هره ورز وینی بهیږی نو دغه امام خو کله هم خپل اواز پورته نه کړ، او اوس د پاکستانیو لپاره روا او ناروا فتوی ورکوی. دا به هم اجنټ وي.

  2. دا سعودي امام ولې دسولې غږ په افغاني طالبانو نه کوي څو د پاکوستان لاسوهنه په افغانستان کې قطع شي
    چې به لر طالبانو د سولې غږ کوي څو د پاکوستان لاسوهنه په آزادو قبایلو کې نوره هم غښتلې شي ؟؟؟؟؟؟
    یو بام او دوهوا؟؟؟؟؟

  3. امام خو دکعبی دی خو دامریکا په اشاره ګډیږی

    ایا افغانان چی شهیدان کیږی مسلمانان نه دی اغوذبالله کله وایم دداسی عربو مسلمانانو پرځای چیری شیطان اضافه شوی وای نو ښه به وه…

    په خاص توګه دا دسعودی عرب مسلمانان ځانته په کوم دلیل مسلمان وایی چی دده عرب وژل کیږی په مصر سریه او داسی نورو هیوادونو کی دوی خپل خویندی ګډوی…. دڼرځامن شی په خپل پلار (امریکا) غږ وکړی چی په سوریه کی مو ولی دا بده ورځ راوستی پاکستان افغانستان نه تیر شه ….

    دوی ته چی ګورو له اسلام مو زړه تور شی زه دا نه وایم چی ولی یی پآکستانی طالبانو ته داسی ویلی زه داسی وایم چی په افغانستان کی ۴۰ کاله مسلمانان ووژل شوی په سوریه مصر فلسطین کی مسلمانان شهیدان شول ولی خپل دریځ نه معلوم کوی

  4. دا امام نه دى محضي دووس دى، چي د خداى (ج) په کور کي د شيطانت له لياري د مسلمانانو ترمنځ نفاق اچوي او بد بيني پکښي پيدا کوي، دى د افغانستان او عراق په اړه ولي څه نه وايي چي د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک ته خواستونه کوي، هغوى چي د نبوي شريعت د نفاذ لپاره سپېڅلې مبارزه کوي او غواړي چي د لارډ ميکالي قانون په نبوي شريعت بدل کړي دى ورته د مبارزې نه کولو وصيت کوي، لعنت دي پر داسي امام شي او الله (ج) دي يې وشرموي (آمين)

  5. زمونږپه هیوادکی دتیروڅلورولسیزوراپه دی خوادافغانانووینی ددغه پاکستانی اوعربی شیخانودمداخلوله وجهی بهیږی خویوعرب یا پنجابی ملا نارواونه بللی بلکه دهغوی په لاس جوړشویو ګوډاګیانو خو افغان عسکر کمونیستان ګڼل او په دغه عربانو به یی خرڅول او بیا به یی سرونه ورڅخه پری کول ښه بیلګه یی په طورخم کی د هغو ۱۰۰ افغان سربازانوقیصه ده چه په اصطلاح مجاهدینو په عربانو خرڅ او بیا یی تری سرونه پری کړل اوپه بوجیو کی یی جلال آباد ته راولیږل نن هم هغه خلک په قدرت کی دی

  6. حاجیانو صاحبانو ته نور په کار ده چي د حج نه راستنیدو وروسته خپل ټول هغه لمونځونه راوګرځوي چي د کعبې شریفي په امام پسي یې کړي دي.

  7. هو ریشتیا وایی وروره ته صرف د کعبی شریفی امام یی نه مفتی ته د دنیا له حاله سه خبر یی صرف وایی د مسلمانانو په هیواد کی وینی بهیدل روا نه دی گرد اسلامی هیوادونه کفارو اشغال کری جهاد اوس فرض عین شوی راشه جهاد ته حالات به هم وگوری

  8. سلام زه ډیری خبری نه کوم خو صرف دا وایم چه د ده په وطن کی په سکه خور خپل ورور سپریږي نو د ده فتوا به څه معنا ولري

ځواب ورکول نومیال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *