کلتوري سالنډي زموږ د ذهني ودې په لاره کې يو لوى خنډ دى، چې ذهني وده نه وي، نو موږ هم وده او پرمختګ نه شو کولاى. په دې توګه غيرعقلي روشونه وده کوي او د خلکو فکرونه په يوه محدوده دايره کې بند پاتې شي. د تېر وخت ارزښتونه اوس نه پکار راوستل کېداى شي او نه ورنه مثبتې نتيجې اخيستل کېداى شي. مړه شيان بيرته نه شي را ژوندي کېداى. هر چېرې چې چا د مذهب د افراطي نظام د جوړولو هڅه کړې ده، هغوى له منفي پايلو او بربادۍ پرته هيڅ نه دي تر لاسه کړي. په اوسني تاريخ کې زموږ په وړاندې ايران دا تجربه وکړه او هغه هم اخير بيرته د ليبراليزم خواته را ستون شو. همدارنګه د افغانستان مثال زموږ په وړاندې دى، هلته چې بنسټپالو افراطيانو څه وکړل، هغه ته له وحشت او ځنګليتوب پرته بل هيڅ نوم نه شي ورکول کېداى. دا خبره حقيقت ده، چې زرګونه کاله پخواني قوانين په هغه صورت کې عملي کېداى شي، چې ښارونه او کلي په کنډوالو بدل کړاى شي.
له بشري ژونده چې د ودې، خوند او خوشالۍ عوامل و ايستل شي، نو هغه ژوند د ځناورو تر ژوند بتر شي. ځناور خو بيا هم له طبيعي غوښتنو سره سم ژوند تېروي. مذهبي افراطيان نه يوازې انسانان دې ته اړباسي چې غيرمتمدين و اوسي، بلکې د خپل جوړ کړي مصنوعي او محدود اخلاقي نظام په دودولو سره د انسانانو طبيعي او جبلي خوشالۍ هم بربادوي. اوس به موږ په لنډه توګه د کلتوري سالنډۍ پر هغو انګېزو خبرې وکړو، چې زموږ په ټولنه کې عامې دي:
د خبرو د جرئت نشتوالى:
په داسې يوه ټولنه کې انسان له ماشومتوبه لا د مور پلار، خپلوانو عزيزانو، مولوي او استادانو په “دا مه کوه، هغه مه کوه” چاپېريال کې روزل کېږي. د ريښتيا درواغ، ښه بد، ګناه ثواب او پاک ناپاک داسې سرسخت او جامد معيارونه ورکول کېږي، چې هيڅ پکې د بدلون جواز هم نه وي او نه ورباندې د نور غور و فکر امکان وي، په دې توګه نو دا ډول ټولنه د انسان د اظهار غريزه و ځپي. يو داسې کلتور و زېږي، چې هر شخص چې څه فکر کوي، څه احساسوي او څه غواړي، هغه د نورو په وړاندې په ازاده توګه نه بيانوي او چې څه ويل غواړي هغه په بدل شکل او له چاپېريال سره سمون ته په پام وړاندې کوي يا خو خپل افکار له ځانه سره خوندي ساتي، په داسې کار سره په ټولنه کې د درواغو او منافقت چاپېريال وده کوي. دلته د انسان پر وينا او اظهار باندې د “دنيا به څه وايي” يو کلک سانسور لګېدلى وي. په ازادۍ د خبرو د جرئت په نشتوالي سره د خلکو فکري او تخليقي وړتياوې هم و ځپل شي، ځکه نو د داسې يوې ټولنې خلک پښت په پښت، له کوم ټولنيز پرمختګ پرته د ړندو د کتار غوندې مزل کوي.
د خوشالۍ نه څرګندونه:
د کلتوري شاتوالي يوه بله انګېزه انسان د خوشالۍ له څرګندولو را ګرځول دي. ټول ساينسي او مادي حقيقتونه د دې خبرې پر صداقت دليل ورکوي، چې انسان د طبيعي قوتونو خلق شوى مخلوق دى. خوشالي د ژوند اظهار دى، همدا خوشالۍ دي چې په انسان کې د ژوند د قدر او مينې تمايل پيدا کولاى شي. ښکاره خبره ده چې که په ژوند کې خوشالي نه وي يا د خوشاله اوسېدو اجازه نه وي، نو له ژوند سره لېوالتيا به هم جبري بڼه خپله کړي. خوشالي مرموز او مجرد عمل نه دى، طبيعت د دې د فزيکي اظهار لپاره مقررات وضع کړي دي. انسان له خوشالۍ چکچکې کوي، نڅا او اتڼ کوي، سندرې وايي، ځنګېږي، کوم زړه ته نژدې کس مچوي، ور غاړې وځي او په خوند او مستۍ کې ډوبېدل غواړي. دا ټولې هغه څرګندونې دي، چې په وسيله يې انسان د ژوند ښکلا ته خراج وړاندې کوي، خو د اخلاقياتو او ايمان تش په نامه ژغورونکي د خوشالۍ له څرګندونې سره حساسيت لري، ځکه چې دوى له ژونده سره دښمني لري. د دوى ټوله علاقه تر مرګ وروسته له خيالي ژوند سره ده. کوم حقيقت چې په سترګو ويني، له هغه منکر دي، کوم چې يې له سترګو نهام دى، هغه د حقيقت په توګه مني، خو دا يوه خبره منل شوې ده، چې کوم ملتونه د خوشالۍ څرګندونه نه شي کولاى، د هغوى ژوند ته خوشالۍ راځي هم نه، ژوند هم له هغو خلکو سره هيڅ مينه نه لري، هغوى په مړو او غلامو ملتونو کې شمېرل کېږي. موږ به په ډاګه دا وايو، چې موږ انسانان يو، خوشالي زموږ حق دى، ژوند د ښکلا نوم دى او موږ ته پکار دي چې نور يې هم ښکلى کړو.
طبيعي غوښتنې نه تر لاسه کول:
انسان تر ټولو لومړى حيوان دى، وروسته انسان. هغه له غوښې- څرمنې او وينې جوړ دى، هغه تش يو پرمختللى حيوان دى، چې پوهه، خلقي جوهر او د ښکلا احساس پکې پيدا شوي دي، خو په ټيټه سطحه له بدني او غريزوي پلوه د ده هم هماغه اړتياوې دي، کومې چې د حيوانانو دي او پر دې باندې موږ ته د شرمندګۍ هيڅ اړتيا نه شته او نه دا اړتياوې چټلې، ناپاکې او ګناه دي. د ژوند ټوله وده په همدې پورې تړلې ده، که دا نه واى نورو بشري اړخونو به هم هيڅ وجود نه درلوداى، مګر له ځانه جوړ کړي تهذيب او کلتور د دغو طبيعي اړتياوو د تسکين په لاره کې داسې اغزي کرلي دي، چې انسان يې تر حيوان بتر او ترې محروم کړى دى. په ياد ولرئ اروپا چې د طبيعي اړتياوو له لارې کوم بنديزونه اخيستي دي، د دوى مادي پرمختګ له دې سره مستقيم او ژور ارتباط لري. هغه ملت چې خپلې طبيعي اړتياوې او غوښتنې يې ځپلې وي، په ذهني ناروغۍ اخته وي او ذهني ناروغان په اقتصادي او ساينسي وده کې کمال ته نه شي رسېداى. د بشپړ انسان جوړېدو لپاره په ټولنه کې بنديزونه له منځه وړل او انسان ته د دې خبرې ازادي ورکول ډېر ضرور دي، چې هغه خپلې طبيعي اړتياوې پخپله خوښه او رضا تر سره کړي، هله بيا هغه له ذهني او بدني ناروغيو او تشويشونو بې غمه تخليقي کار کولاى شي. په ټولنه کې نظم او ترتيب ساتل بېله خبره ده او د بدني اړتياوو د طبيعي تسکين مخنيوى بېله خبره ده. له طبيعي غوښتنو سره د ګناه، لوڅوالي او بې حيايۍ تصور، ټولې غيرساينسي خبرې دي او دا پر انسان ډېر لوى ظلم دى.
ښکلا نه خوښول:
وروسته پاتې ټولنې د ښکلا او حسن دښمنې وي. دلته ښايست جرم دى، له ځلا او سينګار نه دوى ته ازار رسېږي، په ښکلا پسې لټون او د ښکلا څرګندونه ټولې ناوړه خبرې دي. دلته د هر ښکلي احساس په مقابل کې سړه وضع کېږي، ښکلا يوه پراخ مفهومه کلمه ده، خو ښکلا دښمن او په کلتوري لحاظ وروسته پاتې ملتونه کثافت او چټلي خوښوونکي وي. دوى نه ظاهر او نه په باطن کې ښکلي وي. د عاجزۍ، پاکلمنۍ، شکسته نفسۍ، اعتدال او حيا په نومونو د خپل ځان بدرنګه کول د دوى روش دى. همدا د حسن تنده ده، چې انسان يو څه اختراع کولو او تخليقولو ته اړباسي او پر يوه حال يې زړه نه ډاډمن کېږي، بلکې د عالي او نور عالي حسن غوښتنه او پلټنه کوي، مګر وروسته پاتې ملتونه له پېړيو په يوه حالت کې د وراسته کلتور په کرښو کې بند پراته وي او هيڅ له دې خبر نه وي، چې زمانه پر کوم پړاو ده. دا خلک د خپلو ستونزو حل په لا ډېرو تيارو کې لټوي، دوى تر زړې زمانې هم د لا چټل ژوند پر لور د تلو ارمانجن وي. د دوى د ژوند فلسفه دوى ته له ژونده سره دښمني ور زده کوي. دوى ته ويل کېږي چې دا ژوند موقتي دى، ازمېيښت دى، د يوې لومړنۍ ګناه سزا ده، اصل ژوند تر مرګ وروسته دى، چې ټول له اماده شوو عياشيو، خوندونو او ارامه ډک دى، ځکه نو هر هغه شى چې له ژونده سره مينه پيدا کوونکى وي او ژوند نور ښکلى کړي، هغه پر دوى بد لګېږي.
ساينسي روش نه خپلول:
دا نړۍ مادي نړۍ ده، چې له طبيعي اصولو، روشونو او قوانينو سره سمه چلېږي او ټول کايناتي انعکاسات او انګېزې د دوى د ګډ عمل او اشتراک په نتيجه کې خلق شوي دي، چې يوازې د عقل او تجربې په وسيله د پوهېدو وړ دي، مګر کلتوري پاتوالى موږ عقل دښمنۍ ته اړباسي، دلته له عقله کار اخيستل جرم دى. د داسې يوې ټولنې طلايي اصول دا وي، چې له عقل او فکر پرته پر اورېدلو خبرو ايمان راوړه او بيا هغه د نړۍ د مطلق حقيقت په توګه پرلپسې تکراروه، څوک دې ته هم مه پرېږده، چې د ردولو جرئت يې وکړي او که څوک يې کوي، نو له مذهبه د بغاوت او د وطن د غدارۍ په تور يې له منځه يوسه، ځکه نو بېسوادي او پاتوالى موږ خپل تقدير ګڼو او له پرمختللو ملتونو نه ډېر لرې تر شا پاتې يو. کومو خلکو چې د ساينسي روشونو په خپلولو سره د ژوند ټولې پرېکړې کړې دي، د ژوند لارې د دوى لپاره د حسادته ډکې دي او موږ شرقي ملتونه چې له عقله بې برخې او په ايمانونو شتمن يو، له احتياج او سپکاوي ډک ژوند تېروو. هيڅ يو شخص هم داسې نه ليدل کېږي، چې خپلې شخصي پرېکړې به د عقلي او ساينسي روشونو له مخې کوي، ځکه يې نو ستونزې تر مخکې دوه چنده کېږي او لا پسې زياتېږي او په ګرده ټولنه، ملت او هېواد کې مو همدا وضعيت دى. ټول له احساساتو او ناپوهۍ ډکې پرېکړې کوي، ولې نو بيا له شخړو خلاصون د دوى په برخه شي؟
نوي نظريات نه خپلول:
کلتوري پاتوالى د خلکو په سرسختۍ او احساساتي کولو کې مرسته کوي. دوى د نوو نظرياتو په خپلولو کې زړه نا زړه وي. ګرده ټولنه زړو، متروکو او ورستو افکار�� ته ډېر د عزت په سترګه ګوري، چې له امله يې دوى د نوو فکرونو خپلولو ته نه تشويقېږي. وخت او حالات خپلې نوې اړتياوې او غوښتنې لري، خو دوى يې هرکلى او ملاتړ نه کوي، ځکه نو د دوى د ټولو پرېکړو پايلې د دوى د خپلې تباهۍ سبب کېږي، خو بيا هم نه له دې حالته زده کړه کوي او نه ورباندې د پوهېدو هڅه کوي. د مخته کتلو او پر مخ تللو پر ځاى، نور هم پر شا ځي، متروک شوي مقدس او نوي بدعت ګڼي، ځکه نو وخت هم دوى شاته و غورځوي او ورباندې تېر شي.
د جشنونو او مېلو نشتوالى:
د کلتوري بنديزونو او سرسختو اخلاقي ممانعتونو له امله د خلکو ټولنيز ژوند له بېخوندۍ، خستګۍ او يورنګۍ ډک شي. دا د بشري تمدن خصوصيت دى، چې په ولسي کچه خلک په کال کې څو ورځې په يوه نه يوه پلمه د خوشاليو مېلې جوړوي، په ګډه سره نڅاوې او اتڼونه کوي، سندرې وايي، لوبې کوي، خپلو بڼو ته تغير ورکوي، د دې لپاره چې د ټول کال تر کار و زيار او ذهني ستړيا وروسته يوه يا څو ورځې داسې تېرې کړي، چې يوازې د خپلې خوشالۍ، مستۍ او ساتېري لپاره وي. دا هغه ورځې وي، چې ملتونه د معمول په ټولنيزو دودونو کې نرمښت راولي، خو زموږ وضعيت د دې برعکس دى. په موږ کې د کوم کارنيوال (Carnival) او جشن هيڅ تصور نه شته، د سختو ټولنيزو ارزښتونو له امله مو د خوشالۍ تش په نامه ورځې او مېلې تر عادي ورځو هم زياتې بېخونده او ماڼېجنې وي. خلک اړايستل کېږي، چې خوشالي بايد په وچ ولاړ انداز او پټ په پټه و لمانځي، د خندا او خوند پر طبيعي او فزيکي اظهار بنديز دى. په اخترونو او جشنونو کې هم په هماغو کلتوري لومو کې ښکېل ساتل کېږي، په کومو کې چې سر و کال بنديان وي. پر خوشاليو باندې د بنديز له امله هغه خلک اعصابي ناروغان شي. په داسې ملتونو کې توندلاريتوب، افراطيت او جهادي تحريکونه وده کوي، چې د سولې دښمنان وي او د هغوى لپاره پر دې دنيا يرغل کول او د غنيمت مال غونډول هيڅ ستونزه نه وي.
د هنرونو محدودېدل:
کلتوري بنديزونه هماغه قوم لګوي، چې د خوند اخيستلو حس يې مړ شوى وي او سترګې يې د حسن او ښکلا پر ځاى د وينو ننداره کوي. موږ مرګ خوښى ملت يو، که داسې نه واى نو زموږ د ښارونو لويې څلورلارې به په توغنديو، توپو او ټانکونو نه سينګارېداى، موږ به د تباهۍ له دغو سمبولونو سره دومره مينه نه کولاى، د اروپايي ښارونو غوندې به زموږ ښارونه هم په ښکلو مجسمو او ودانۍ به مو د مصورۍ او رسامۍ په شاهکارو تابلوګانو پوښلې واى. زموږ په ټولنه کې لطيف هنرونه يا خو د بت پرستۍ په نامه له منځه يووړل شول يا د فحاشۍ او عياشۍ ټاپه ورباندې و لګېده، خو واقعيت دا دى چې له هنرونو پرته انسان انسان نه دى، انسان خپل چاپېريال ته ښکلا ورکوونکى مخلوق دى، چې څومره چاپېريال ښکلى وي، د انسان باطني نظر د هغه د نور ښايسته کولو په خوبونو او تصور بوخت وي. هنرونه د دې خبرې ثبوت دى، چې انسان تش د غوښې او پوست نانځکه نه ده، هغه زښته لوړ تخليقي او مهين مادي خصوصيتونه لري. نڅا-اتڼ، موسيقي، شعر او ادب، مصوري، مجسمه جوړونه او فلمي صنعت ټول مخ پر زوال او د سرسخته کلتوري بنديزونو په منځ کې ښکېل په مرګوني حالت کې دي. په موږ کې جهالت او تياره ذهنيت خلاصې تڼۍ ګرځي، هيڅ بنديز او سانسور ورباندې نه شته، د ټولنې بدرنګه کول او تباه کول هيڅ ستونزه نه ده، موږ هغه ملت يو چې هيڅ له جګړو کرکه نه لرو، د دښمن د له منځه وړلو لپاره جنګونو ته هوسېږو، د دې لامل دا دى چې له ژوند او د ژوند له ښکلاوو سره زموږ مينه ختمه شوې ده.
خیر یوسې، خوند یې وکړ.
یوازینی لیکوال چې په دومره جرأت او فصاحت ېې لیکنه کړیده