تاند – په کابل ښار کې د پخواني لنډمهالي واکمن حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو مړي نن تر ډېره وخته د شهرآرا د غونډۍ بېخ ته په کوڅه کې ایښي پاتې شول.

دغه ستونزه هغه وخت رامنځته شوه چې د جنرال دوستم پلوي فعالانو اجازه ورنه کړه چې د کلکاني او د هغه د ملګرو مړي د شهرآرا په تپه کې خاورو ته وسپارل شي.

د جنرال عبدالرشید دوستم د پلوي فعالانو یوه استازي بشیراحمد ینج طلوع نیوز تلوېزیون ته وویل چې شهر آرا تپه یو تاریخي ځای دی او اجازه به ورنه کړي چې د کلکاني او د هغه د ملګرو مړي هلته ښخ کړای شي، خو بلې خوا ته د سقوي حرکت یوه غړي نوید رامش طلوع نیوز ته وویل چې هغوی به دا کار په زور سره وکړي.

دا چې د شهر آرا په تپه د جنرال دوستم پلوي ځواکونو ځای نیولی او د سقوي حرکت له پلویانو څخه غوښتنه کوي چې مړي دې د کلوله پُشتې په غونډۍ کې ښخ کړي له دې امله د دواړو غاړو ترمنځ نن نیمه ورځ ستونزې روانې وې او د کلکاني مړی د هابیل د مړي په څېر په کوڅه کې ایسار پاتې شو.

په ټولنیزو رسنیو د جنرال دوستم په یوه خپره شوې ویډیو کې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند یو پلوي شخص چې نوم یې نه دی یاد شوی ښاغلي دوستم ته اطمینان ورکوي چې په لوري یې ولاړ دي او دا چې تر سهاره پورې به له لوګر څخه د ۱۰۰۰ تنو وسله والو یوه ډله ورته را ورسوي چې د حاضرو خلکو له خوا په چکچکو بدرګه کیږي.

بلې خوا ته، د شمال ټلوالې خواخوږي عبدالرب رسول سیاف هم میدان ته رادانګلي او د سقوي حرکت یوه فیس بک پاڼه مسعودیان وایي چې له دوستم څخه یې غوښتنه کړې چې په ځای کېني که نه «مجاهدین» به لاس په کار شي او دولت به بې ثباته شي، خو د جنرال دوستم پلویان وایي چې له خپل هوډ نه به تېر نشي.

3 thoughts on “د کلکاني پلویان د هغه مړی د هابیل د مړي په څېر ګرځوي خو ځای ورته نه مومي”
  1. پنچشیر کی لمسی(د مسعود لاشی)ښه پراخه غصب ځمکه کړی، څنګ ته یی څنګ یی تش دی، یا د سیاف د حرام سرای انګړ هم د غصب مال دی

  2. دامریکایانو اونورو بهرنیو قواوو په موجودیت کی سقاویان هر څه کولای شی، خوکه دغه قواوی رخصت شی نوبیا به څه کیږی

    زه خو وایم ددغه قاتل دلاش اوهډوکو سره خو دده ړندو ملګرو ظلم وکړو، ځکه پخوا به دده په قبر، مړی اولاش پسی ریښتینی افغانان ګرځیدل چه اور ورواچوی او ویی سوځوی، مګر اوس دده دلاش اوقبر ځای اونښه خللکو ته معلومه شوه، نو هغه ورځ به لری نه وی چه ددغه قاتل اوملګرو لاشونه به د ریښتینی افغانانو لخوا وسوځول شی، اودافغانانو دپاکی خاوری څخه به یی ختم کړی

  3. اصلا پکارخو داوه چه یوهیئت د علماوو دمسئلی شرعی حیثیت بیان کړی وی او خبره ښکرورو ته نه وای پاتی شوی،بیا دی شاغلو ته یوه هدیره بس وه یا د ربانی او یا د فهیم . نو کیدای شی دا د غصب او انحصار بل ابتکار وی
    بل څه چه څرګند شول هغه د تنظیمی ملیشو قدرت نمایی وه چه په تیر ۱۴ کلونو کی دبن انحصاری حکومت هر څه (وسلی او پیسی) زیاته برخه یی په تنظیمی ملیشو لګیدلی او حکومت ملی نه بلکه انحصاری او صرف د ملت قاتلان او لیوان یی چاغ کړی چه همدا ملیشه سالاران هر څه فاسدوی او د حکومت او ملت پر وړاندی ترټولو دښمنانو دوی د کور دننه خطر یی زیات او مضر دی چه د ټولو فاسدو معاملو عاملین دوی دی چه اوس په شمال کی ولایت او ولسوالی خرڅول په مخالفینو د دوی بل شرانګیز ابتکار دی،نو ترڅو چه دا د غلا ،شر او اخلال میراث خوره ملیشی مهار نشی هیڅ حکومت هم کار او خدمت د ملت نشی کولای

ځواب ورکول Mujahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *