تاند – د هغې تحریري ازموینې پایلې راوتلي چې تېره اونۍ د کمپیوټري تذکرو د ادارې لپاره د کارمندانو د تقرر په نیت اخیستل شوې وه.

ویل کيږي چې د تحریري امتحان له اعلان شویو نتیجو څخه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي د ۵۵۹ بریالیو کسانو له جملې څخه یوازې ۴۳ کسان پښتانه یاد شوي چې د ټولو متوقع کارمندانو څه باندې ۷٪ جوړوي.

د امتحان برخوالو له امتحان څخه وروسته وویل چې سوالونه یوازې په پارسي ول چې هغوی ته پرې پوهېدل سخت وو.

د پښتو ژبو برخوالو د دې شکایت په هکله د سپیناوي پر وخت /چهارشنبه/ د می ۱۰/ د کمپیوټري تذکرو د ادارې یوه چارواکي نادر نادري وویل، چې سوالونه یې ځکه په فارسي برابر کړي ول چې پښتنو عارضانو په خپلو سي وي ګانو کې لیکلي وو چې په فارسي پوهېږي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او سیاسي شخصیت ډاکتر عمر زاخېلوال هم په دې موضوع خپله اندېښنه د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له مشر نادر نادري سره شریکه کړې ده. زاخېلوال په یوه يوسټ کې داسي لیکلي (لاندې ۱)

د ټولنیزو رسنیو فعالو ځوانانو دا نتیجې د پښتنو په حق کې تېری ګڼلی دی.

عبدالله سحر لیکلي، «د الکټرونیکي تذکرو په ازموینه کې ۵۵۹ کسان بریالي شوي، چې ۴۳ کسه پښتانه یې کامیاب کړي، پاتې ۵۱۸ کسه ټول تاجک، هزاره او ازبک نیول شوي دي. تاسو او خدای! چې دا زموینه به چاته د منلو وي !!!»

ویل کیږی چې پخوا د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې د یو شمېر کارمندانو له خوا په لوی لاس هڅې شوي چې په تذکرو کې د پښتنو لپاره تاجک ولیکي او په دې توګه یې د شمېر د راکمولو هڅه وکړي.

په پراګ کې مېشت افغان ژباړن او لیکوال خان محمد ستانکزی وایي چې د هغه د تره زوی او اخښي ته یې هم په تذکره کې د پښتون پرځای تاجک لیکلی و.

ویل کیږي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت چې دا توطیه ډېره پراخه شوه، نوموړي د یوه فرمان له لارې امر وکړ چې د ټولو عارضانو لپاره دې په تذکرو کې یوازې افغان ولیکل شي.

که په کمپیوټري تذکرو کې هم د پښتنو په وړاندې چې د افغانستان اکثریت جوړوي دا لوبه د تېر په څېر پرمخ لاړه شي ښایي چې ژر د اکثریت له درجې نه راوغورځول شي.

………………………….

په تحریري ازموینه کې د بریالي شویو کسانو شمېرنې:

۱- پنجشېر ۲۹ نفره تاجک
۲ – پکتیکا ۱ نفر پشتون
۳-پروان ۳۸ نفره
۴-کندهار ۲ نفره يو تاجک يو پښتون
۵-بدخشان ۳۲ نفره تاجک
۶- زابل صفر. هيڅ ندي نيول شوي۰
۷_ډاي کندي ۳۵نفره هزاره ، چه د پکتيکا يوي فري کدر نفوس هم نلري
۸_هلمند۲ نفره يو هزاره يو پشتون
۹ _بلخ ۳۵ نفره تاجک
۱۰ _نورستان صفر يعني هيڅ ورته ندي نيول شي چه د پنجشيري لس شل چنده نفوس لري ۰
۱۱_تخار ۲۸ نفره تاجک
۱۲_اروزګان ۱ نفر تاجک
۱۳_بامیان ۲۹ نفره هزاره
۱۴_فراه ۲ نفره يو تاجک يو پښتو
۱۵_کابل ۸۰ نفره. ۳۷ تاجک ۲۳ هراره او لس ګدود
۱۶خوست ۶ نفره ۵ پښتانه يو تاجک
۱۷ _کاپیسا ۱۸ نفره ۱۵ تاجک دري پښتانه
۱۸-کونړ ۸ نفره پښتانه کابلي
۱۹_غور ۱۶ نفره هزاره تو تاجک
۲۰ ننګرهار ۱۲ نفره
۲۱_غزني ۵۰ نفره تلجک هزاره خو بدبخته پښتون پکې نشته او ولسي جرګي هيڅ ږکيل هم نلري
۲۲ پکتیا ۱۵ نفره ۸ پښتانه او ۷ تاجک او هزازه
۲۳_وردګ ۳۸ نفره بدبخته پښتون پکې نشته
۲۴ -لغمان ۱۲ نفره ۶ تاجک ۶ پښتانه
۲۵ -هرات ۱۴ نفره تاجک او هزاره
۲۶ -غور ۱۴ نفره. هزاره او تاجک
۲۷ -لوګر ۱۷ نفره چه ۱۵ تاجک او ۳ پښتانه
۲۸_کندوز ۱ نفر تاجم
۲۹ _فاریاب ۱۰ نفره تاجک تزبک تو هزاره خو پښتون نشته
۳۰ بغلان ۶ نفره تاجک
۳۱ نیمروز .
۳۲-جوزجان.
۳۳ سمنګان ۱۴۴ نفره ازبک او تاجک


د ډاکتر زاخېلوال اندېښنه:

د اداری اصلاحاتو کمیسون له لوری د بریښنایی تذکری د توزیع په اداره کی د استخدام د پروسی په ازموینه کی د پښتو سوالونو پر نه شتون د ځوانانو نیوکی او حق غوښتنی پر ځای بولم. یو، په رښتیا هم د لوی کندهار، لویی پکتیا او لوی ننګرهار څخه زموږ ‌‌‌‌‌‌ډیری ځوانان په دری ژبه دومره حاکم ندی چی پکی دی په سادګۍ لیکل وکړای شی مګر لدی څخه لا مهمه خبره داده چی پښتو د هیواد ملی او په خوا کی یی ددری په څیر رسمی ژبه ده نو د ملی ادارو د استخدام په هره پروسه کی بیله استثنا او بیله دی چی اړتیا ورته شته او که نه باید شامله اوسی. په همدی درک ما نن سهار د ادادری اصلاحاتو د کمیسون مشر ښاغلی نادر نادری سره تفصیلی خبری وکړی. نوموړی هم پر یادی پروسی د ځوانانو نیوکی پر ځای وګڼلی او په ازموینه کی یی د پښتو نه شتون د خپلی اداری تیروتنه وبلله. په لاندینیو ټکو مو خبری لن‌‌‌‌‌‌ډی کړی: لمړی د پورتنۍ یادی پروسی د کمیو د جبران لپاره به دوه کارونه وشی: یو، ټول ځوانان چی په تحریری ازموینه کی یی ګډون کړی تقریری ازموینی ته هم راوبلل شی تر څو قضاوت په تحریری او تقریری ځوابونو دواړو شی، بل دا چی د بریښنایی تذکری د توزیع په اداره کی د استخدام لپاره دا لمړنۍ او وروستنۍ ازموینه نه بلکه څو ازموینی نوری به هم اخیستل کیږی نو هغه ځوانان چی په لمړنۍ ازموینه کی یی د ژبی ستونزه درلوده به حق ولری چی پخپله ژبه کی ازموینه بیا له سره ورکړی. اخرنۍ او تر ټولو مهمه خبره دا چی لدی وروسته به د اداری اصلاحاتو د استخدام ټولی ازموینی بیله استثنا د هیواد په دواړو رسمی ژبو، پښتو او دری واوسی.

13 thoughts on “د کمپیوټري تذکرو د ادارې لپاره په بریالي شویو کسانو کې یوازې ۴۳ تنه پښتانه دي”
  1. دسفیرزاخیلوال صاب یې کور ودان چي د پښتنو غم ور سره دي. مګر دا د زاخیلوال کار نه دي رئیس جمهور باید لږ فکر وکړي چي څوک یې پر امتحان ګومارلي دي. موږک شکله نادر نادری باید ځواب ووایې چي په کوم صلاحیت یې سوالنامې یوازي په دری لیکلي دي؟ البته دري او پښتو د ګران افغانستان ملي ژبي دي باید د دواړو ژبو څخه باید استفاده وشي دا د ملت حق دي. دوهم: هغه پښتانه مدافعان چي ویل یې په تذکره کښي دی افغان او اسلام ولیکل شي هغوي چیري دي نن يې بیا ورځ ده چي د خپل حق او توکم د محرومیت په وړاندي راپورته شي، که په رشتیا باندي دپښتواو پښتانه دحقوقو دفاع غواړي.

  2. دنادرنادري پلار او نیکه څه چې غورنیکه یې هم دا کار نه شي کولای داپه لوی لاس د پښتنو توهینول اوجګړې ته تحریکول دي چې د اشغال دغځونې په موخه د مخکې پلان شویوتوطیوله مخې کیږي.
    لاسپوڅی فاسد ، نالايقه ، فرقه اي ، ظالم ، درغلیز او د خيالي سرتيرو لرونکي حکومت خو یوازې د جګړې د دوام لپاره تمویلیږي نور خو زموږ دمظلوم اولس اوخواراوزار هیواد لپاره څه خاص په پلان کې نه لري.
    موږ په دا یوه نیمه لسیزه کې هر وخت خپل غږ اوچت کړی خو له بل هرچا لمړی یوشمېر منفعت طلبه اوپه ډالر میینو پښتنو په موږ دطالب ټاپې وهلې دي اوس دې نو ځانونه ورته ټینګ کړي.
    د زاخیلوال په خوله څوک پیازهم نه خوري داهسې دپښتنوغولول دي د داسې ظالمانه ازموینو انجام به بیا پخپله ووینئ چې دا دلستوڼي ماران موپه لوی لاس په تورمخو پنجابیانو خرڅوي او که نه.

  3. زاخيلوال صاحب ازموينه سم کاردی اما ترټولو مهم کار دادی چی دتذکرودويش کارکونکو لپار : لمړی دپښتواودری ژبو پوهاوی بايد ضروری رکن وی اوپه هغو ولاياتوکی چی مورنی ژبه کومه بله وی بايد هلته وظيفه ورکړی شی .دوهم : بايد کورسونه جوړشی او دمنطقوی ژبو په تناسب شاګرادن جذب کړی او دکورسونو په پای کی ازموينه تری واخيستل سی .

  4. زاخيلوال صاحب ازموينه سم کاردی اما ترټولو مهم کار دادی چی دتذکرودويش کارکونکو لپاره اسا سی ټکی دادی : لمړی دپښتواودری ژبو پوهاوی دکارکونکولپاره بايد ضروری رکن وی اوپه هغو ولاياتوکی چی مورنی ژبه یی کومه بله وی بايد هلته دهمغی ژبی کادرونو ته ونډه اووظيفه ورکړی شی .دوهم : بايد کورسونه جوړشی او دمنطقوی ژبو په تناسب شاګرادن جذب کړی او دکورسونو په پای کی ازموينه تری واخيستل سی .

  5. تذکره یودهویت اوپیژندگلوی کارت دی په دی خودهیواد دقومونوشمیره نه تعیینیژی اکثره خزی زنانه تذکری نه خالی دنفوسو شمیره معلومول دسرشمیرنی دپروسی کاردی.

  6. Salamooona
    Der de sharam khabara da pa loy las dumra loya ghadari zaka kho Afghanistan na jorigi allah nadeer nadiri taba kri dumra loy khiyanat wali pa dwaro zhabo na woo ashraghani kho pa khob weda da za roshanfikar wayee lag sharam pokar da bayad dagha dwa khabisan besamara narkhazai aw murtadad nadeer la wazifi lari kri har sa had lari.

  7. یوه ورځ یو کلیوال می چی لیک لوست یی زده نه په خوشالی وویل چی ابله ورځ می تذکره واخیسته. ما ویل ته راکړه چی زه یی وګورم، تذکره یی له جیبه راوایسته چی ومی کتله تاجک او دری یی ورته لیکلی و دواړه حیران شوو

    څوکاله وروسته په ماهم داسی قصه وشوه، مامور بی له دی چی کندی ته وګوری تذکره کی راته دری ژبه ولیکله ماویل څه کوی نه اساس ته ګوری او نه له ماپوښتنه کوی، ویل یی خو اینه خط میزنم… تذکره کی می اوس هم پشتو او خط وهل شوی دری ښکاری… فکر کوم دتذکرو تاجک مامورین له یوی مخی هرچاته تاجک یا دری ژبه لیکی

  8. د وړندو حکومت دی دا خو هیس امکان نلری چی سی وی کی لیکلی وی چی فارسی پوهیږی او ته ورته فارسی کی سوالونه راوړی اول باید همدغه نفر محکمه شی کچیرته دا په پښتو پوهیږی خو سمه ده او کنه پوهیږی با ید د وظیفی نه استعفا وکړی
    د حل لاره: هغه ورونه چی فارسی وایی هغوی نه باید په پښتو کی امتحان واخستل شی زکه دوی به هم په خپلی سی وی کی لیکلی وی چی په پښتو پوهیږی که سوګ کامیاب شو خو ښه به وی او کنه د سر نه دی اعلان وکړی

  9. د الکترونیکی تذکرو لپاره باید چی د هر ولایت لپاره باید د هغه ولایت کسان و ګماری
    هر ولایت قدر کسان لری چی
    نادر نادری یوازی دانه چی د په الکترونیکی تذکرو کښی پراخه درغلی کړی بلکی په ټولو اداراتو کی خپل سهم او قومی کړی
    غوښتنه :-د لوړمقام څخه هیله کوم مساوات او برابری رامنځ ته کړی

  10. په کال ۲۰۱۴ کې ولسمشر ښاغلی اشرف غني د استقلال په ښوونځي کې ځوانانوته يه خطاب کې وائې: «د افغانستان جوړونه د دې راتلونکو ځوانانو په لاس کې ده۰ دلته وګورۍ[ نادري صاحبه هنوز کس نمشناسه که چطور افغانستانه جور میکنه]»۰
    زمونږ پوه او ساده ولسمشره! ښه شئ دی اعتبارخو نه په وارـ وار۰ نادر نادري د سیماسمر( کوکه اې) له ډلې څخه دی۰ هغه چې د پښتون- افغان وینه ورته له یو څاڅکي سور رنګ نه هم بې بیې ښکاري۰ دغه ئې بل ثبوت چې د بشر د حقوقوله آپګانو له خوا په مونږ باریږي۰

  11. اسلام علېکم
    دا نتېج بېد لغو علان شې او بېه د سره دې امتحان واخستلې شې په پختو او درې دواړو ژبو کې.

  12. ډیره دی افسوس خبره ده اول باید نادر لری کړای شی د وظیفه نه، چه دای خپله وظیفه په صداقت نه کوی، دا خو یی پایل وو خدای خبر چی وروسته به سه کوی، ده خو خپله مهمانخانه جوړه ده وظیفی نه
    ډیره دی افسوس خبره ده څنګه یو وزیر سړی په ښکاره ډول داسی کولی شی، ده هر سه باید لی سره وشی

  13. په افغانستان کې دري او پښتو دواړه رسمي ژبې دي، لکه څنګه چې پښتانه ځوانان دري زده کوي ، نور ورونه قومونه هم باید د رسمی کارو او دندو لپاره پښتو زده کړي.
    د قومیت او ژبې د بدلولو حق هیڅ رسمي موظف نه لري. که فرضا چاته داسې غلط معلومات وليکل شول ، باید مسوول کس مجازات شي. زمونږ ټول قومونه د الله تعالی د ارشاداتو په رڼا کې یواځې د پېژندلو لپاره په خپل قومیت پېژندل کيږي ، د هغوی سپکاوی ، توهین ، بد ویل ، حقیر کول جرم دی. ټول د قانون په رڼا کې مساوي حقوق لري.
    د تذکرې اهمیت:
    تذکره د افغانستان د ټولو اتباعو قانوني حق او د دوی د هویت دپېژندلو سند دی. ټول نارینه او ښځینه اتباع مجبور او مکلف دي دا مهم سند ولري. که څوک تذکره ونه لري هغه د هېواد په دفتري او اداري کارونو کې برخه نشي اخیستلی، تجارت او سوداګري نشی کولی، له هېواده د باندې سفر نشي کولی، کور ، مځکه او خلاصه غیرمنقول ملکیت اوپه ځينې حالاتو کې منقول اموال نشي اخیستلی . تعلیم او تحصیل نشی کولی….
    زما په نظر د هېواد په مرکز،هرولایت او هره ولسوالۍ کې د تذکیرو د ویش لپاره رسمي کارمندان شته او د هغوی ترڅنګ نور مسلکی کسان هم باید وروزل شی. هغوی باید دسیمې د خلکو په ژبه وپوهيږي. د رسمي مامورینو لپاره د هېواد په رسمي ژبو نه پوهېدل عذر نه بلکې یو جرم دي.
    د افغانستان د د نفوسو د ثبت او احوال د قانون سره سم هر هېوادوال مکلف دی تذکره واخلي ، د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره هم د زېږيدنی سند ترلاسه کړی او د مرګ یا د تابعیت د ترک په صورت کې له هغوي نه تذکره بیرته واخيستل شي.
    ضرور به نه وي چې مونږ هروخت د نفوسو سرشمېرنه وکړو ، د تذکرو په اخیستلو سره د افغانستان دولت هره ورځ پوهيږی چې څومره نوي ماشومان زېږېدلی ، څومره ځوانان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي ، څومره په دولتی او څومره نور په خصوصي دندو بوخت دي، هره ورځ څوکسان له دې فاني نړۍ نه سفر کوي او له ابدي ژوند سره ملګری کیږي.
    هيله ده له دې وروسته د قزلباشی تذکرو په شان یو نوي زېږېدلی ماشوم ته یکساله 1396 و نه لیکې ، بلکې د هغه د زېږېدو نېټه ثبت شی، نوم او تخلص د هر هېوادوال حق دی ورته وليکل شي.
    په تذکروکې د اوسېدو اصلی او فعلی ځای باید ثبت وي ، که څوک خپله پته بدلوي نو ژرترژره دې د تذکرو د وېش مرکز ته مراجعه وکړي.

ځواب ورکول Satar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *