پتمنو او پر هېواد مینو درنو سوداګرو!
لکه څنګه چې پوهیږئ، د کندوز په ولایت کې ډېر دردونکي پېښه رامنځته او د لسو زرو نه ډېرو هېوادوالو ته یې مالي او ځانې زیانونه اړولوي دي، چې په ترڅ کې د کندز اوسېدونکي د هېواد شمالي او مرکزي ولایتونو ته کډه شوي دي.
دغه بې ځایه شوي هېوادوال په خورا بد حالت کې دي، چې له بده مرغه نه د اوسیدو ځای لري او نه هم د خوراک لومړني توکي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه تل په داسې حساسو حالاتو کې د با احساسه سوداګرو په مرسته د بې وزلو هېوادوالو سره مرستې کړي دي، دا ځل هم د ټولو درنو سوداګرو او پانګه والو څخه په خورا درنښت هیله کوي، چې د خپل اسلامي او دیني وجیبې له مخې د کندز له بې ځایه شوي ورونو او خویندو سره مرستې وکړي.


له تاسو ټولو درنو څخه په خورا درنښت هیله کېږي، چې خپلې نقدي مرستې د خونې په (سخاوت صندوق) کې جمع کړئ.

د بانکي حساب مشخصات
د بانکي حساب نوم: صندوق سخاوت (اتاق تجارت و صنایع افغانستان)
د بانکي حساب نمبر (افغانی): 007801100157682
د بانکي حساب نمبر (ډالر) 007801200157737
بانک: عزیزی بانک
د مسئوولینو د اړیکو شمېرې
شفیق الله عطایی
0799025023
صیام الدین پسرلی
0786384859
بهیر کټوازی
0793774002

Siamuden (Pasarly

Public Relation and Promotion Director

ACCI (Afghanistan Chamber of Commerce and Industries)

Phone # 0093 70 6300 845—  0786384859

offical Website: www.acci.org.af

www.pasarly.blogfa.com

One thought on “د کندز د جنګ د زیانمنو لپاره د مرستې غوښتنه”
  1. که د هغو وسلو پیسی له جنګلباغیانو و اخیستل شی چی قندز یی پری خرڅ کړی و نو زمونږ پیسو ته حاجت نه شته او همداسی باید وشی

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *