دکندهار ولايتي شورا ته ځوان ،تکړه بااستعداده او مخکښه کانديد حاجي محمد نادر د کندهار د ولس د مړاوو هيلو راويښونکى دئ.
حاجي محمد نادر چي د عصرې،د نيا په برخه کي ئې زده کړې کړې دي او دعصرې دونيا له سياست او مفکورې څخه برخمن دئ.
حاجي محمد نادر د خپل عمر په تانده ځواني ځان د کندهار ولايتي شورا ته کانديد کړ او موخه ئې داده چي ودې، زوريدلې اولس ته په صداقت او ايماندارۍ کار وکړې، د حاجي صاحب د خپلو خلکو سره د مينې او خدمت کولو په اثبات رسولو کي موږ ته د ځان کانديداتوري ښيې چي دا يې يو نوى او مثبت ګام دي.
درې څلور ځلې مي د کندهار ښار هغه اوسيدونکى، دته دمشکلاتو د حل له پاره وراستولې دي، چي کلونه کلونه ئې ستونزې په مخ کي ايجاد وې خو ښاغلي حاجي صاحب دهغوئ ستونزو ته په ورين تندي جواب ويلى او هغه ئې په صميمانه فضا کي حل کړى او خلکو ته ئې هرکله د ښه راغلاست هرکلى کړى او ټولو خلکو پرمخ ئې خپله دروازه خلاصه کړې ده.
د حاجي محمد نادره سره چي زه هميشه کښينستلى يم دده څخه مي دا خبره ډېره اوريدلې ده چي څنګه وکولاى سي ددې،مظلوم اولس خدمت وکړئ او نور ئې له دې ظالمانو څخه وساتي.
حاجي صاحب د کندهار ولايتي شورا ته بريالى کانديد دي او برياليتوب ئې په رښتنې توګه دئ هغه ځکه چي له درغليو څخه ډېر په امان کي پاته سوى او دخلکو باور ئې خپل کړى دي، د خلکو باور خپلول هم يو افتکار دئ او دا افتکار هرسړى نه سي کولاى خو ښاغلى حاجي محمد نادر دا کار په ډېرې اسانۍ سر وکړ هغه ځکه چي هدف او تګلاره ئې رښتنې ده.
هغه متل دئ چي نيت صاف منزل اسانه
فساد په افغانستان کي د کلو کلو له پاره خپلې ريښې د مځکي تل ته بيولې دي، دا ځکه چي فساد له چارواکو را شروع دئ او چارواکو باب کړى دي ،ځکه فساد ئې اوس داسي دي لکه د چرسو نشه خو د ښاغلي حاجي محمد نادر فکر او مفکوره داسي ده چي له فساد سره به ټينګه مبارزه کوې او دا مبارزه بې سپيڅلې وي ځکه دده په اند چي افغانستان خصوصا کندهار تر هغو نسي جوړيداى چي د فساد مخه نه وي نيول سوې، کله چي د فساد مخه ونيول سوه وطن جوړيدل اسانه دي.
زه مخلص پخپله په دې اند يم چي په افغانستان کي خصوصا په کندهار کي فساد اوج ته رسيدلى دي يوازي او يوازي به ښاغلي حاجي محمد نادر ستړى کړي ځکه چي په يوه لاس ټک نه کيږي، کله چي دوهم لاس ورسره ملګرى سي بيا نو ټک په کيږي د حاجي محمد نادر له پاره دوهم د ټک کولو لاس اولس دي کله چي اولس دده سره په سپيڅلې مبارزه کي چي په کندهار ښار کي بې د ظالمانو او خاينانو په وړاندي کوي ودريږي نو بيا کومه د تشويش وړ مسئله نه ده او که اولس ورسره ونه دريږي نو بيا مشکلات ايجاد دې داى سي.
سږکال اميد لرم چي د کندهار ولايتي شورا ته د حاجي محمد نادر سره نور ځوان بااستعداده او د ښې مفکورې او سپيڅلې ارادې خاوندان کانديدان هم بريالي سي، ترڅو ځوانان ددې غمڅلى ټولني خدمت ته ليڅي راونغاړي.
زه تر سپين ږيرو ځکه د ځوانانو پلوى يم چي د ځوانانو احساسات او جذبه ډېره تر سپين ږيرو او يا هم پاخه عمر درلودنکو کسانو له وطن او له اولس سره ملګرې ده او دغه د ځوانانو ځوان احساسات او جذبه ماته دا وياړ رابخښي چي د وطن او خلکو جوړولو وخت رارسيدلى دئ.
موږ کله کله په مجلسو او يا هم په غونډو کي دا خبره ډېره کوو چي ځوانان د ټولني د ملاتير دي، په دې کي خو شک نسته چي ځوانان د تولني د ملآ تير نه دي خورآسئ چي دا مسوليت او صلاحيت نور وځوانانو ته وسپارو چي دوي دغه د ملا د تير حصه قوى کړي کله چي دوي دغه حصه قوى کړه او له سپين ږيرو څخه دا واک او صلاحيت واخستل سو زه بيا په دې باوري يم چي ددې ټولني ستونزي به يودم مخ پر کښته کيدو راسې.
دکندهار په ولايتي شورا کي مي له اوسنى وخت څخه مخکي ښه په ياد دي چي ډير وکيلان به وه چي په پيسو ئې کارونه درته خلاصول او د زورو ملګرتيا بې کول خو دا ځل هيله من چي چي د ولايتي شورا ته به زيات ځوان کانديان له سپيڅلې ارادې سره کاميابه کيږي او د اولس خدمت کول به د ځان له پاره وياړ او افتخار ګڼي هسي نه چي د تيرو دورو په شکل د اولس خدمت د ځان له پاره شرم ګڼي
خبرې ډېرې اوږدې نه سي ځکه اوس خو د خلکو د ليکنې دلوستلو حوصله هم کمه ده خو د حاجي محمد نادر سپيڅلى احساس او دمظلوم اولس خدمت کول او رښتنې مبارزه نه يوازې ماته بلکي ټولو کندهاريانو ته دا وياړ وربخښلى دئ چي ممکن نور دا هيواد او دا کندهار ددغه ځوانو کانديانو په ملاتړ جوړ سي او زه هيله من چي حاجي محمد نادر غوندي کسان به دا هيواد او دا کندهار له فساده او ظلم څخه ساتې او حق به وحق دار ته رسوي، چون کي چي وکيلان اجرايوه قوه نه ده خو د ږغ د رسولواو پورته کولوستره وسيله ده .
دحاجي محمد نادر څخه هيله کوو چي د برياليتوب په لومړيو کي د تاريخي او باشهامته کندهارچي له تاريخ او زور څخه ئې ټوله نړۍ ګوته په غاښ پاته ده غيري قانوني د فساد ځالګيانۍ په خورا ورين تندي او بې له کوم ځنډ څخه ليري کړي چي ښه مثالونه ئې غيري قانوني او نه راجستره شورا ګانې دي او په غيري قانوني ډول دخلکو فيصلې ورکوې او دفيصلو په مقابل کي پيسې اخلې.
د کندهار افتخار حاجي محمد نادر د کندهار ټوله اولس وياړي او دده تر شا به ولاړ وي او دده څخه د کار او خدمت کولو غوښتنه کوي.
حاجي محمد نادر ته په هرنيک کار کي د لوى خداى ج له سپيڅلى دربار څخه کاميابي او سرلوړى غواړم.
———————————
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
ما خپله تر اوسه پوری حاجی صاحب محمد نادر نه لیدلی دی او نه یی هم پیژنم چی څنګه سړۍ دي وطن ته به خدمت وکړی او کنه؟
خو خدای سته چی ډیر ورته لیواله یم او نادیده راباندی ګرانه دی
ما خپله تر اوسه پوری حاجی صاحب محمد نادر نه لیدلی دی او نه یی هم پیژنم چی څنګه سړۍ دي وطن ته به خدمت وکړی او کنه؟
خو خدای سته چی ډیر ورته لیواله یم او نادیده راباندی ګران دی