تاند- د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې د دغه ولایت په هوايي ډګر کې یې د پاکستان له جګپوړو پوځي چارواکو سره د ترهګرو د ځپلو په باب خبرې کړي دي.

د کندهار امنیه قومندان نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې د کندهار په هوايي ډګر کې له جګپوړو پاکستاني پوځیانو سره د ډیورند د کرښې په دواړو خواوو کې د ترهګرو د ځپلو او له منځه وړلو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د کندهار امنیه قومندان وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دواړه خواوې د ترهګرو پر له منځه وړلو سلا مشوره کوي.

عبدالرازق پخوا د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قومندان و.

قومندان رازق د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې بدلون ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل:«پاکستان به دا ځل په صداقت د ترهګرو په له منځه وړلو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.»

 نوموړي يادونه وکړه چي له پاکستان سره به دا ډول غونډې دوام وکړي.

رازق د طالبانو پر ځای د اسلامي دولت یا داعش د فعالیت د زیاتېدو په اړه وویل:« د جنوبي زون هيڅ سيمې ته د داعش جنګيالي نه دي راغلي، دا يوازې وازې او ذهنيت سازي ده. د سيمې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د داعش نوم ورکړي.»

د کندهار امنیه قومندان، چې ویل کېږي پاکستاني ضد دریځ لري، په وروستیو کې په ښوراوک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان په خاوره کې د دولت وسله وال مخالفان تعقیب کړل او ډزې یې پرې وکړې. خو پاکستان عکس العمل ښکاره نه کړ.

4 thoughts on “د کندهار امنیه قومندان وايي، د پاکستان د پوځ له چارواکو سره یې د ترهګرو پر ځپلو خبرې کړي”
  1. پنجابکی داسی یو قوم دی چه امریکا او انگلیس ته بازی ورکوی چه په هغه ملکونو کی شیطانان دیپلوم ا خلی نومونگ غوندی پاک دل افغانان خو بیخی ژیر خطاباسی.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *