تاند- د افغان چارواکو په وینا په یوه ځانمرګي برید کې د ولسمشر کرزي د کورنۍ غړی او د کندهار یو بانفوذه شخصیت حشمت کرزی وواژه.
د حامد کرزي د اکا زوی حشمت خلیل کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په کندهار کې د اشرف غني احمدزي د کمپاین مسوول و او په کندهار کې یې اشرف غني ته د ډېرو رایو په جذبولو کې مهم رول درلود.
راپورونه وايي چې ځانمرګي په لونګۍ کې چاودېدونکي مواد پټ کړي ول او د اختر مبارکي په پلمه یې تر حشمت کرزي پوري ځان رسولی و.
د کندهار د والي ویندوی دواخان مینه پال وویل، ځانمرګي په داسي حال کې چې له حشمت کرزي سره د ده په مېلمستون کې اختر مبارکي کوله، ځان والوزاوه.
د کندهار والي په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د حشمت خان خليل کرزي کور ته قومي مخور د اختر د مبارکۍ په موخه ورتلل، په دې ترڅ کي نن سهار شاوخوا لس بجې يو ٢٤ کلن ځوان چي پخپله پګړۍ (لونګۍ) کي يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي ول، حشمت خليل کرزي ته ځان رسولى او د روغبړ پر مهال يې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او حشمت خليل کرزى يې په شهادت رسولى دى. په پېښه کي يو بل تن هم ټپي سوى دى.»
د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د سولې د عالي شورا پخوانی رييس برهان الدین رباني هم په ورته ډول وژل شوی و. حشمت کرزی د ولسمشر کرزي د کورنۍ دوهم مهم غړی دی چې وژل کېږي.
زموږ زړونه د تیږو دي. د داسې پښتني عظمتونو په شهادت زمونږ سترګو ته اوښکې نه راځي او زمونږ رسنۍ ورته حتی د مرګ او وژنې پر ځای د شهادت ټکی نه کاروي. که دا تاجک وای اوس به څه حال وای؟ ډېر بدبخت خلک یو.
پنجاب د افغانانو د شخصیتونو د ترور اصلی دښمن دی. دښمن غواړی زمونږ د سر سړی ووژنی او د ملا عمر په شان بیسواده او خرڅ شوی کسان پر مونږ حاکم کړی .