حضرت ولي هوتک

تاند- ناپېژندل شویو وسله والو نن د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پر رييس وسله واله حمله وکړه چې په نتیجه کې یې حضرت ولي هوتک ټپي شو.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وايي چې د اطلاعاتو او کلتور رييس حضرت ولي هوتک نن سهار ۸ بجې په خپل موټر کې دفتر ته روان و چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

هوتک سخت ټپي شوی خو ژر روغتون ته رسول شوی او ژوند یې له خطره وتلی دی.

د پېښې شاهدانو وویل چې حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره ول او له ډزو وروسته وتښتېدل.

تراوسه چا د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او ویل شوي چې پولیسو د پېښو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

په وروستیو څوارلس کلونو کې تر ټولو ولایتونو په کندهار کې زیات دولتي چارواکي ترور شوي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس عبدالمجید بابی د وسله والو سختدریځو له لوري ووژل شو.

له بابي وروسته پتیال او مینه پال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييسانو په توګه دنده لرله.

2 thoughts on “د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس په یوه تروریستي حمله کې ټپي شو”
  1. طالب یعنی د پښتون د ژوند، کلتور، حیثیت او عزت دښمن. دوی به کله مکتب ته سوځي او کله به فرهنګي را وژني.

  2. فه كندهارولايت كي دي دمسولينو دترور مخنيوي وشي اودمسولينو لفاره دي امنيتي كسان وكمارل سي او نور لازم تدابير دي بي له زنده ونيول سي

ځواب ورکول فاروق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *