تاند- د کندهار د والي په دفتر کې د نننۍ حملې په اړه لا هم نوي خبرونه خپرېږي.

د کندهار امنیتي چارې د ملي امنیت عمومي رييس معصوم ستانکزي ته سپارل شوي او له دفاع وزیر او کومانډو ځواکونو سره کندهار ولایت ته استول شوی دی.

ولسمشر اشرف غني د کندهار په پېښه ژوره خواشیني ښکاره کړې او په دې اړه یې په یوه لنډه وینا کې وویل چې د ملي امنیت ريیس، دفاع وزیر او کومانډو ځواکونه به نن شپه کندهار ته ورسېږي.

طالبانو ویلي چې د دوی د حملې اصلي هدف د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال میلر و چې هیڅ زیان نه دی وررسېدلی خو د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال یفتلي وايي چې د طالبانو د حملې اصلي هدف جنرال رازق و.

د ایګزامینر ورځپاڼې د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې جنرال رازق ډېر لږ د والي دفتر ته تو او خامخا یې خپل ساتونکي له ځان سره بېول.

امریکايي چارواکي وايي چې د کندهار والي زلمی ویسا، امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رييس عبدالمومین حسین خېل د والي زلمي ویسا د ساتونکو په ډزو وژل شوي دي.

دوی وايي په دې پېښه کې ۲ امریکایان او یو بل بهرنی ژوبل شوي دي. د کندهار د والي ویندوی عزیز احمد هم ټپي دی.

پېښه د ماسپښین په ۳ بجې په داسې حال کې وشوه چې غونډه پای ته رسېدلې وه او چارواکي له ودانۍ راوتل. ډزو یو ساعت دوام وکړ.

والي ټپي شوی و خو وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه. خو د افغانستان ولسمشر وايي چې ښاغلی ویسا ټپي دی.

عبدالمتین حسین خېل

په افغانستان کې د ناټو یوه ویندوی ډګروال پیټرز خبریالانو ته وویل چې حمله کوونکی هم وژل شوی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ډګروال نټ پیټرز وايي چې هدف افغانان ول، افغان یا افغانانو خپل افغانان وویشتل او پر یو بل په ډزو کې دوه امریکایان هم ژوبل شول.

افغان سرچینې وايي چې حمله کوونکی یو تن و، نه څو تنه.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو یو استازی خالد پښتون وايي چې د میوند قول اردو قوماندان هم د وژل شوی دی خو نورو سرچینو تراوسه پورې دا خبر نه دی تایید کړی.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین اختر محمد ابراهیمي څو ساعته مخکې وویل چې د ۴۰۴ میوند قول اردو قوماندان ټپي دی.

له کندهار څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې د دغه ولایت او هلمند یو شمېر قومونو ویلي چې د جنرال عبدالرازق ورور دې د کندهار امنیه قوماندان وګومارل شي چې له طالبانو او پاکستانیانو بدل واخلي.

پر جنرال رازق په ځلونو مرګونې حملې شوي وې. او په ځلونو یې پاکستاني پوځیان د افغانستان په خاوره کې د پوستو د جوړولو او د ازغن سیم د تېرولو پر سر نښتې کړي وې.

تر ټولو وروستۍ نښته یې روانه اوونۍ د کندهار په ښورابک ولسوالي کې وه چې یو شمېر پاکستاني سرحدي ځواکونه پکې مړه او ژوبل شول.

که څه هم په کندهار کې د پاکستان د سترګو لوی ازغی له منځه لاړ خو د پاکستان حکومت او د پوځ لوی درستیز د کندهار په پېښه خپګان ښودلی دی.

په تېرو ۱۷ کلونو کې طالبانو د کندهار په زرګونو دولتي چارواکي، قومي او مذهبي مشران، لیکوال او مخور وژلي دي.

جنرال عبدالرازق ۷ کاله پخوا وروسته له دې د کندهار امنیه قوماندان وټاکل شو چې په سپین بولدک ولسوالي کې یې د قوماندانۍ په موده کې طالبان سخت وځپل او سپین بولدک یې ورڅخه پاک کړ.

One thought on “د کندهار د حملې تازه جزییات”
  1. داچى د ناټو عمومى امريکايي قوماندان ادعا کوى جى د قندهار د امنيي قوماندان عبدالرازق ، دقندهار والى ، او دقندهار د امنيت ريس د خپلو افغانانو په لاس ووژل شول او دده په وينا چى خواشينۍ دۍ هيڅ حقيقت نه لرى نوموړى د امريکايي ځواکونو لخوا په شهادت ورسيدل
    دا چى ولى نوموړى افغان چارواکى د بهرنيو ځواکونو لخوا په شهادت ورسيدل لاندى لاملونه درلول

    ځکه چى په غوڼډه کى د امريکايي او افغانى چارواکو لخوا د ډيورڼډ کرښي په اوږدو کى د اغزن سيم غځولو پر سر لفظى شخړه وشوه او جنرال رازق دا نه منله چى پاکستان د دا اغزن سيم وغځوى مګر امريکايي قوماندان يي مخالف وو
    بل دا چى امريکا غواړى د افغانستان امنيت بلک واټر ته وسپارى او د قندهار د امنيي قوماندان په ګډون شهيدان شوى افغان چارواکى دداسى پلان مخالف وو
    او بل داچى د امريکا د افغانستان لپاره خاص استازۍ زلمۍ خليلزاد او طالبانو تر منځ خبرو کى څو توافقونه شوى وو چى يو هم ددى افغان چارواکو له منځه وړل وو
    نو اوس بيا هم جوته شوه چى که چيرى کوم افغان چارواکۍ د امريکا پلانه د وطن په ګټه سرغړونه کوى له نو سمدستى به له منځه وړل کيږى نو اوس زما د خپل ولس مشر څخه دا سوال دۍ چى هغه امنيتى تړون چى د افغانستان او امريکا تر منځ لاسليک شوۍ آيا صرف د امريکا د ګټو په خاطر امظا شوۍ او که د افغانستان لپاره؟

ځواب ورکول Faridullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *