هو کې!(مجرم ته برائت ور کول رښتینې مبارزه نه ده)!

خوښ شوم چې بالاخره د هستي محمد په قضیه کې زما د لیکنو په غبرګون کې یو محترم (احمد درمان) لیکنه (مجرم ته برائت ورکول رښتینې مبارزه نه ده) وکړه او ډېر ښه خو دا چې هغه اسناد یې خپاره کړل چې ما د خپرېدو په نوبت کې ایښي ول او په زور مې یې د ټول قضایي نظام په مقابل کې اقدام کړی دی، هیله ده چې ژر هغه نور وعده کړه شوي اسناد هم تر ما مخکې خپاره کړي چې هم زما کار را آسان کړي او هم قضایې چارواکي خپل عجز او بېسوادۍ ته متوجه کړي.

د څارنوالۍ له خوا هغه تحقیقپاڼه، چې ما یې عکس خپور کړی او هستي محمد پکښې بېګنا ښوول شوی احمد درمان ورور ته یې څو پوښتنې پیدا کړي چې باید جواب یې ووایم:

۱- دا تحقیق ولي پر سپینه پاڼه شوی دی؟

جواب: دا نو اوس په یوه رښتیني ژورنالست یا د بشري حقونو په کوم مدافع اړه لري چې خپله له څارنوالۍ څخه و پوښتي چې آیا دا تحقیق رښتیا تاسو کړی که نه؟ او ولي مو پر سپینه پاڼه کړی؟ آیا دغه پاڼه د شمېرو او نېټو پر اساس د هستي محمد په دوسیه کې شته که نه؟ او آیا تا درمان خپله فکر کړی چې ستا پاڼې نو تر سپینو ها خوا بله کومه رسمي نښه لري؟

زه خو د دې هر څه د ثبوت او شتون پخه ادعا کوم او هغه دي ستاسو مخ ته مې کښېښودل.

۲- تحقیق کوم څارنوال کړی دی؟

جواب: مؤظف څارنوال فضلي کړی چې نوم او لاسلیک دواړه یې واضح لیدل کېږي او پر بل اړخ یې په واضح انشاء سره(رئیس مبارزه علیه جرایم امنیت داخلي و خارجي کندهار) تائید کړی (تائید است) خو درمانه وروره! ته ووایه چې ستا د پاڼو تحقیق چا کړی دی؟ دلته خو یو نوم هم نه ښکاري؟

په دې باب خو څارنوالان او قاضیان سپوڼ هم نه وهي او نه یې وهلای شي، د دوی بېچارګانو خو ټول زور دا وو چې په تا یې هغه مزخرف اسناد خپاره کړل چې ما د دوی د وهلو لپاره ایښي ول او د کندهار د ښاري محکمې محترم رییس قاضي مسلم یې هم له خپله فیسبوکه خپروي. دې ته وايي قاضي!

۳- لاسلیک د چا دی؟

دوه لاسلیکه دي؛ یو د مؤطف څارنوال فضلي او بل د کندهار د داخلي و خارجي امنیت د جرایمو پر ضد د څارنوالۍ د رئیس؛ که زما ادعا و چا ته د منلو نه وي خو هغه څارنوالي او قضاء ده، ور دي شي اصلي حقیقت دي وپوښتي او دوسیه دې وګوري. مګر ته ووایه چې ستا د تحقیقپاڼو لاسلیکونه د چا دي؟ هیڅ فکر مې نه کاوه چې دا قاضیان دې تر دې حده بېسواده وي چې تا دې ان دغې ساده نقطې ته لا متوجه نکړای شي.

له فیسبوک څخه د احمد درمان ورور قوي لاسوندونه:

۱-هستي محمد پر خپل جرم اقرار کوي او د ټلیفوني مکالمو ږغونه شته.

جواب: نو څه ته ګورئ! خپاره یې کړئ! څارنوالۍ او قضاء دا ثبوتونه کومي ورځې ته ساتلي؟ دوو محکمو خو دواړو د قانون خلاف په پټه پر بېګناه مظلوم د ۱۵- کالو بند حکم وکړ، چې نه موږ او نه یې بل چا ثبوت ولید.

البته مکالمې او د اقرار ږغونه به وي، که چا د هستي محمد ږغ پکښې واورېد نه یوازې تر خپله ادعا تېرېږم بلکې هرې قانوني فیصلې ته تسلیم یم.

۲- په درېیم انځور کې د نوموړي(هستي محمد) د ټلیفوني مکالمو هغه لیست دی چې نوموړي د ماشوم کورنۍ ته له خپلې شمېرې زنګ وهلی.

جواب: د هستي محمد خپلې دوې شمېرې چې په یوه ټلیفوني سیټ کې یې کارولې پولیسو نیولي او د څارنوالۍ په تحقیقاتو کې هم لیکل شوي چې عبارت دي له:

۰۷۰۰۳۱۶۱۴۵ – ۰۷۰۵۵۹۰۱۱۳

که په اول او دوهم انځور کې هستي محمد ته منسوبو ټلیفونې شمېرو او له روشن او افغان بیسم دستګاوو څخه را ایستل شويو ږغو او شمېرو په نوموړی تورن اړه درلوده او چا ثابته کړه نو زه هم باید ۱۵- کاله د زندان دوره تېره کړم.

۳- دا قضیه د ملي امنیت، کشفي ارګانونو، د جنایي جرمونو سره د مبارزې آمریت او مخابراتو ریاست په ګډه همکاري بررسي شوې ده، د نوموړي د دغه جرم په اړه قوي ثبوتونه ټول سوي او وروسته محاکمې ته موضوع راجع سوې ده.

جواب: که له چا سره قوي جرئت او قوي ایمان وي، ور دې شي، دا ارګانونه لا ټول فعال دی، د قوي نه بلکې د ضعیفو ثبوتو څرک دي پکښې ولګوي.

زما څو پوښتنې:

۱- د دوهم انځور په تحقیقپاڼه کې د ګرفتارو شوو درو تنو د شصت یا امضاء په محل کې لیکلي:

شصت نذیراحمد، شصت رحمت الله، شصت هستي محمد مشهور به غمی.

د لومړیو دوو ګوتې لګېدلې دي خو د هستي محمد نه امضاء شته او نه یې شصت، ولي؟

۲- په دغه تحقیق پاڼه کې۰۷۹۰۶۱۶۶۰۶ ټلیفوني شمېره د هستي محمد بلل شوې، په داسې حال کې چې له ده سره د ده خپلې اصلي دوې شمېرې چې پولیسو نیولې د څارنوالۍ په نورو تحقیقپاڼو کې هم خوندي دي، او دا شمېره د ده لپاره په هيڅ سند کې نه ده ثابته، ولي؟

۳- په همدغه تحقیقپاڼه کې د ګرفتارۍ تاریخ (۱۳۹۲/۸/۱۵) لیکل شوی چې د څارنوالۍ نورو تحقیقپاڼوغلط بللی او تر دې یې پنځه ورځې مخکې ثابت کړی، په هر صورت که یې له همدې نېټې محاسبه کړو نو دوسیه له پولیسو څخه څارنوالۍ ته د څارنوال فضلي د اتهامنامې او صورت دعوې دواړو په استناد د همدغه کال د قوس(۹ میاشتې) پر ۲۴- مه رسېدلې ده، پر دې اساس نو هستي محمد له پولیسو سره نژدې یوه نیمه میاشت تېره کړې ده په داسې حال کې چې د قانون له مخې تورن کس باید له پولیسو سره ۷۲ ساعته وساتل شي. دا ولي؟ دې ته څوک جواب ویلای شي چې یوه نیمه میاشت له هستي محمد سره څه روان ول؟

په اول او دوهم انځور کې د هستي محمد د اعتراف خبره کېږي چې دا سل په سل کې د ده اعتراف نه دی بلکې پولیسو خپله لیکلی دی، تر دې ها خوا د اعتراف هېڅ ډول تصویري او صوتي ثبوت نشته، که وي ورته انتظار یو او که باالفرض دا اعتراف ثابت هم شي چې هېڅکله به نه شي نو د یوې نیمې میاشتې په ترڅ کې چې پر دغه بېچاره د نهمي حوزې د قهرمان مسؤل مرحوم جاجو تر ناانساني شکنجو لاندې آن جنسي تیري تر ګواښه، د امنیه قومندانۍ د نظارتخانې په نوم کانتینر کې او د والي د مېلمستون (مندیګک ماڼۍ) په شخصي زندان کې تر نه بیا نېدونکي زجر لاندې څه تېر شوي او بیا یې اعتراف اخیسته شوی، آیا دا اعتراف به اعتبار ولري، که احیاناً نوموړی تر ټولو لوی مجرم ثابت هم شي آیا دغسې ناقانونه بشرضد او وحشیانه کړنې مجاز دي؟

آیا څوک انسانپرست، وطنپال او قانون مین شته چې امنیتي و ملکي چارواکي، څارنوالان و قاضیان وپوښتي چې ولي؟ او څنګه؟

۴- احمد درمان اول انځور تر نیول کېدو مخکې د څېړنې پاڼه ښوولې ده خو په سطحي نظر هم لیدل کېږي چې په پاڼه کې ټول تورن کسان یو د بل په واسطه یو په بل پسې نیول شوي، له هر یوه څخه تحقیق شوی، اعترافات یې اخیسته شوي، له مخابراتي شبکو څخه نمبرونه او ږغونه تر لاسه شوي، کوشنی سالم تر لاسه شوی او خپلوانو ته یې تسلیم شوی دی او…او دوهم انځور هم دې ته ورته یو شی دی. آیا دې ته تر نیول کېدو مخکې تحقیق وایي؟ او قاضي مسلم په کوم هوس دا شی له خپل فیسبوکه خپروي؟

۴- تر ټولو جالبه لا دا چې په دوهمه تحقیقپاڼه کې د عقرب پر ۱۵ ګرفتارې شوې خو د اولې په تحقیق کې بیا د همدغه عقرب پر ۱۵ په عینو مېنه کې د بل اختطاف جرم پر ثابت شوی، مانا دا چې له پولیسو سره په نظارتخانه کې ول، هم یې په عینو مېنه کې اختطاف وکړ، هم یې په کارېزبازار کې د کوشني پلار ته زنګ وواهه، هم یې له هغه پیسې واخیستې او هم یې کوشنی یې ور ایله کړ. همداسي به وي که څنګه؟

۵- او دا چې په دغه سند کې ګرفتاروونکي: څارمن عتیق الله او دوهم څارن عبدالخالق څنګه، هم د اوپراتیقي عملیاتو مسؤلین، هم مدعیان او هم په شرعي وثیقه کې د شاهدانو په توګه ثبت شوي؟ او دا چې دغه وثیقه بیا څومره په څرګنده جعلي او له تناقضاتو ډکه ده، د بېلې څېړنېزې مقالې موضوع ده او ژر به یې ستاسو مخ ته کښېږدم، له دې پوښتنې سره چې ولي؟

احمد درمان زړګیه!

زما په اولو لیکنو خو جذباتي شوی او له چارواکو دې پخوانۍ کرکه تازه شوې وه او دوی ټول بېچارګان خصوصاً امنیتي دې په فساد ککړ بللي ول خو زما په یوه سند لیدلو سره، پرته له دې چې سم یې وګورې بېګنا هستي محمد درته مجرم ثابت شوی، له ټولو فاسدو چارواکو سره دې (ستا په وینا) انډیوالي اچولې، قوي اسناد دې ځنې اخیستي، بېله دې چې ستا او د غونډې قضاء سر په خلاص شي په دغسي منطق دې خپاره کړل او دا دی ما بیرته درته ډالۍ کړل!

اوس دې جذبات څنګه دي؟ نور بیا….

محمدیار-یار

دوهم
دوهم

 1

درېم
درېم
One thought on “د کندهار د قضایې ادارې د ظلم و فساد د اسنادو لړۍ!!! –۲- یار”

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *