تاند – د کندهار والي، زلمی ویسا، چې تېره ورځ یې په دغه ولایت کې د ډزو په پېښه کې د وژنې خبر خپور شوی وو،‌ ژوندی او په روغتون کې د درملنې لپاره بستر دی.

نوموړي په یوه لنډه ویډیو کې چې رسنیو خپره کړې د روغتون له کټ څخه وویل، چې جوړ تیار دی. د شهادت خبر یې صحیح نه دی.

هغه په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې برید چې امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس په کې ووژل شول یو ناځوانمردانه برید وباله.

ویل کیږي چې دغه برید د ښاغلي ویسا د یوه ساتونکي له خوا پیل شوی وو چې وروسته په دوه طرفه ډزو بدل شو او نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.

د حملې ځای

په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د ښاغلي ویسا یاد ساتونکی نژدې یوه نیمه میاشت مخکې له هغه سره کار پیل کړی وو او یوه بل ساتونکي یې چې څه درې کاله له ده سره وو د هغه ضمانت کړی وو. سرچینې وویل چې ضامن ساتونکی له پرونۍ پېښې څخه وروسته تښتېدلی دی.

که څه هم چې طالبانو بریدګر خپل یو نفوذي کس بللی، خو یو شمېر تحلیلګران وایي چې د کندهار د پنجشنبې د ورځې برید د طالبانو له وس نه پورته او پېچلی وو او وایي نور لاسونه په کې دخیل دي.

One thought on “د کندهار والي زلمی ویسا ژوندی دی”
  1. د پورته لیکنی وروستی پراګراف د سخت غور او تأمل وړ دی
    .یعنی دا چه واقعیت ته لږ نژدې ښکاری

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *