زه پوهېږم چې له افغان دولت سره زموږ د ټکر ګټه مخامخ د پاکستان، ایران او نورو پردیو دولتو په اکاونټ کې جمع کېږي،  خو چې زموږ دولت په هېڅ وجه د سړیتوب او قانونیت لارې ته نه برابرېږي او چې ته یې څومره هم د ملي مصلحت په حکم پر فساد او مرداریو خاورېور اچوې، په دې هيله چې ګوندې یوه ورځ نه یوه ورځ به یې وجدانرا ویښ شي او ځنې و به شرمېږي، د دنیا د بیدار ذهن په مخ کې به لږ حیا ورته ودرېږي او  پر خپلو خلکو به یې زړه وسوځي، مګر دا د سپي کږه لکۍ ده، نه سمېږي؛ که سړی هر څومره چپ پاته شي هومره سپکيږي او چوپوالی یې په بېوسۍ تعبیرېږي، نو پرېږدئ چې په جار او په ګډه له سپکاویو پردې سره پورته کړو، که خدای(ج) وکړي چې لږ خو وشرمېږو. د سنبلې پر ۱۹- مه آزادۍ راډیو د نړیوالي نیشنل ورځپانې په حواله د کندهار یو ډاروونکې امنیتي راپور خپور کړ؛ زه ادعا کوم، چې د کندهار اصلي عسکري، امنیتي او ملکي واقعیت تر هغه ډېر لړزونکی او شرموونکی دی چې دغې رسنۍ بیان کړی. نېشنل خپرونې لیکلي ول: « په کندهار کې پولیسو یو کاذب امنیت رامنځته کړی او دامنیت ټینګولو په نوم یې پر خپل سر هر کارته لاس اچولی دی، پولیسو ته دا ډاډ ورکړه شوې دی چې حساب و کتاب ورسره نه کېږي او هر څه چې یې زړه غواړې کولای یې شي» ورځپاڼې وړاندې ویلي چې: « په تېرو څو کلونو کې د کندهار پولیسو یو ډاروونکی تصویر رامنځته کړی او نړیوالو ځواکونو او د کابل حکومت په کندهار کې د امنیت ټېنګولو لپاره د داسې فعالیتونو ملاتړ کړی دی خو ملګري ملتونه یې د خلکو په شکنجه تورنوي» د دغه دردوونکي حالت او نا انساني تصویر د ردولو لپاره، په ولسي جرګه کېد کندهار یوه وکیل حاجي ملا سیدمحمد اخند ازادۍ راډیو په پټو سترګو خوله خلاصه کړه چې« موږ خو چې تر اوسه څوک لیدلی دی، شکنجه سړی مو نه دی لیدلی… هلته که هر څوک تللی دی، نه مو وحشت لیدلی دی، نه مو ظلم لیدلی دی.» نېشنل ورځپانې دا هم لیکلې چې، « کندهار یوه پولیسي ښارګوټي ته په ورته ځای بدل شوی چې خلک یې حتي په خصوصي مجلسونو کې زموږ سره په خبرو کولو ویرېږي او ډډه کوي.» کله چې قومندان رازق د ټولو انساني خصایلو خلاف، مدني چوکاټو څخه دباندې، اساسي قانون پر ضد او ټولو نړیوالو بشري نورمو سره په مخالفت کې د وچو و لندو د سوځولو علني حکم کوي او دغه بشرځپونکی امر یې بېله ځنډه تطبیقېږي او کابل و نړیوال ځواکونه یې هم حمایت کوي بیا نو طبیعي ده چې حلک به بېرېږي، د دغسې جبارحاکمیت په مقابل کې خو ځکه د سپوڼ وهلو مجال نه پېداکېږي چې که چا سترګې راپورته کړې نو د طالب په نوم یې سر پرې کېږي او د چا پلار به یې بیا سپینوي چې دا مخالف و که موافق؟ نېشنل ورځپاڼې د ځینو موټروانانو له خولې لیکلی چې په ژړۍ ولسوالۍ کې  د کندهار- هرات د لویې لارې پر غاړه یې د شاوخوا دېرشو مړو جسدو یوه کوټه ولیدله چې درې ورځې سره لمر ته پراته ول چې دوی به پر راورسېدل نو سورلیو به یې په پټوانو سترګې پټې کړې، ګواکې ددغه وحشتناکترین منظر د لیدلو توان بې نه درلود. که څه هم نېشنل ورځپاڼې ویلې چې خلکو دا خبره نه تائیدوله چې آیا دغه خلک رښتیا په پوځي دګر کې وژل شوي او که په مرموز  ډول وژل شوي دي؟ خو، کله چې دا ډول وژنې د ټولو کورنیو،نړیوالو، وضعي او الهي قوانینو خلاف کېږي نو کوم قانون، کوم هیئت، کوم قاضي او کوم څېړونکی به دا ثابته کړای شي چې دا د مړو جسدو انبار د پوځي ډګر جګړه مار ول یا نور بې دفاع وګړي؟ ماته د سیمي خلکو وویل چې په دغه قتل عام کې ډېر هغه ځوانان هم شامل ول، چې د پنجشنبې د بانډار لپاره له یوه ځایه بل ته پر لاره ول او تر ټولو دردوونکې خو لا دا چې په دغه یو مخېزکشتار کې یو شمېر اربکیان هم مخامخ وژل شوې ول، چې پاتمړو یې له ډاره خوله نه شوای چولولای؛ که باالفرض دا ثابته هم شي چې دغه کسان واقعاً جنګېدونکي مخالفین ول، په دغه شکل وژل یېد قانون ضد عمل دی، هغه قانون چې خپله همدا پولیس یې د ساتنې دنده لري؛ کله چې قانون ساتونکي د نړۍ په مخ کې د خپل قانون خلاف جار وهي او ښه یې بېخار وهي بیا به نو تاسو تر دې ها خوا بل ځنګل او ځنګلیان چاته وایاست؟ دغسې سترجنایتونه په دې منطق نشې توجیه کېدلای چې ګواکې په قضا کې فساد د ی نو باید ټول نیول شوي کسان دې د جګړې په ډګر کې ووژل شي؛ که فساد قانون ضد عمل دی نو بیا قانون ضد کړنه په قانون ضد جوابول، خپله جنایت او ملي خیانت دی. د جنرال رازق دغسې یو د عام وژنې اعلان څه نوې خبره نه ده، دی په دغه صفت له پخوا پېژندوی و چې بندي یې تر عدلي و قضایي ادارو پورې نه رساوه، چې چیري به په لاس ورغی، پر هغه ځای به یې کار ور خلاصاوه، بالآخره یې د پنډلي وژنو اعتیاد هغه حد ته ورسېد چې ښکاره یې خپل دغه بشرضد دریځ اعلان کړ. په کندهار کې پخوا په پټه او تر دغه اعلان وروسته خو په ښکاره،د رازق عسکرو ته هر په مخه ورتلونکی مشکوک شخص، د مخالف په نوم وهل، بندي او وژل کېږي او دا هم فرق نه کوي چې دا د جنرال صاب شخصي مخالف وي یا د دولت؟ په دغه فاجعه ټول عام و خاص، چارواکي و بېواکې خبر دي، د دغو پېښو کیسې لکه فولکلوریک داستانونه د خلکو په سینو کې پراته دي، په ډېر ډار یې  پټیوبل ته بیانوي خو د ښکاره بیان جرئت یې د سرقیمت غواړې، زه یې د مثال د پاره د یوه نه باورېدونکي داستان یو اړخ بیانوم، که توجه ورته وشوه، خو، ښه؛ که نه د همدغه او نورو بېروونکو کیسو لړۍ به وروسته میدان تهپه تفصیل سره راوباسم: یوولس میاشتې کېږي چې د میرویس لیسې د لسم ټولګي یو ۱۹-کلن زده کوونکی او پسله وخته د چرګانو په فارم کې کارکوونکی د ۱۳۹۲کال د عقرب پر لسمه د یوه کوشني- تښتونې په تور نیول شوی دی، اول خو ۱۷-ورخې په اتمه امنیتي حوزه کې د جنرال رازق د یوه قومندان مرحوم جاجو تر فشار لاندې پروت وو،بیا دوې میاشتې په امنیه قومانداني کې تر سختو ناانساني شکنجو لاندې بندي و، په داسې حال کې چې ملاسیدمحمد اخند په ټول کندهار کې یو شکنجه شوی سړی نه ویني، خو تر هغه را وروسته د کندهار په لوی محبس کې له محکمې او فیصلې پرته غورځول شوی دی. ما چې په کندهار او کابل کې کوم چارواکي یا له چارواکو سره په رابطه کې کسان پېژندل، دغه موضوع مې ورسره شریکه کړه او دا مې ورته وویل چې زه دا مسله د ملي مصلحت په سبب رسنیو ته نه راباسم، یوولس میاشتې مې مسلسل، هم ولایتي چارواکو، هم امنیتي کسانو او هم د محاکمو قاضیانو ته عذرونه وکړل، جالبه لا دا چې دوی ټولو راسره منله چې دغه زده کوونکی په ښکاره ناحقه تور ځورول شوی او زنداني دی، ما د کندهار ولایتي چارواکو د ملي امنیت کارمندانو او د ښاري مجکمې مسؤلینو ته وویل چې په پټه خوله یې د قانون په رڼا کې مسله ور حل کړئ او زیاته رسوایي به نه سره جوړوو، ځکه چې د دغسي جنجالو تاوان موږ، تاسو خلکو او وطن ته رسېږياو ګټه یې د هیواد غلیمان وړي خو زموږ چارواکي ناځوانان دومره بې پروا شوي او دومره سپین سترګې شوي یا ممکن بیعفل دي چې د خپلو دا دومره واضحو قانون ضد کړنو د رسوایي لپاره یې شپږه لا ولاکه خوري. نو چې دوی شپږه نه خوري، خلک به یې هم په مقابل کې چپ پاته نه شي، که دوی د ولس د بې عزتۍ، وهلو، زنداني کولو او وژلو څخه لاس وانخلي موږ به یې هم له لیکنو نیولې تر مطبوعاتی کنفرانسو، رسنیزو بحثو او مدني اعتراضو پورې مخ ته را ووزو. نن د واک و ځواک د غرور پر خره سپاره چارواکي دي دا فکر نه کوي چې د دوی فرعونیت به تر قیامته دوام کوي، لیرې تاریخ ته دي نه ځئ، په همدغه کندهار کې دې د همدې موجودي واکمنۍ تر سیوري لاندې وګوري چې په موافق او مخالف لوري کې څومره لوی- لوی پړانګان او واړه- واړه خدایان د خپلو بشر ضد جنایتو په اوج کې څنګه د نېستۍ بلا تر ستوني تېر کړل!!! وختونه تېرېږي، واکمنۍ ختمېږي خو ملتونه او هېوادونه ژوندي پاتېږي، هغوی چې د خلکو خدمتګاران وي، د پرګنو په زړو کې د آبدیت عظمت خپلوي او چې د خپل ولس د شرف بې شرمه معامله ګر وي نو د تورو خاورو په غېږ کې هم آرام نشي موندلای. او دا هم باید په ډاګه ووایم چې زه د خپلو بیاناتو په سلسله کې د خپل حرف- حرف دفاع ته حاضر یم، نړۍ خو پرېږده، په کابل کې هم نه، په همدې کندهار کې د همدې فاسدې محاکمې د فاسد قاضي مخ ته درېږم، که مې خپله قانوني او منطقي دفاع ونه شوای کړای، همداد افغان انسان د کرامت غل قاضي دي فیصله راباندې راوباسي، د دوی پولیس او مامور ته هم تکلیف نه ورکوم، مخامخ خپله د سرپوزې زندان ته ځم او ابدي بند ته غاړه ږدم ځکه زه د هغو چغالانو څخه هم نه یم چې د خپلو شخصي اغراضو لپاره یا په مستعارو نومو یا هم له کوم نامالوم ادرسه پر افغان دولت بې بنسټه انتقادونه کوي، زه چې د کوم بېچاره د دفاع ږغ پورته کوم، تر اوسه مې په سترګو هم نه دی لیدلی او د وطن د هر انسان د حیثیت ساتنه خپل مقدس انساني مسؤلیت ګڼم. هیله ده چې چارواکي نور خپل سرونه خپلو ګرېوانو ته وځړوي او د بل چا هم نه بلکې د خپلقانون واکمنې ومني چې خبره د ولس په لاس رسواییو ته ونه رسېږي. ژمی تېرېږي د مخ توروالی سکرو ته پاتېږي.

محمدیار یار

12 thoughts on “د کندهار وحشتناکترین امنیتي او قضایي تصویر- محمدیار یار”
  1. ږوندی دوی جنرال رازق خان دادشمن په سترگو کی ازغی ږوندی د جنرال رازق مړه دی وی درازق دشمنان سرلوړی دی وی جنرال رازق خان

  2. یا رصاحب دهغه درناوې سره چې تا سې ته یې لرم خو زما په اند بشرې قوانین خوهغه وه چې کا فرو یهودو څوورځې مخکې په فلسطین کې تطبیق کړه اوکافرو امریکایانو ستا دکور په څنګ کې (زنګې ابا د)پنجوایې اولسوالې کښې تطبیق کړه.خو دبشرې حقوقو ټیکه داران ګونګېان وه اوهیڅ یې نه ویل.ستا دګران قاید ( ډاکټر غنې احمدزې ) معا ون (دوستم) خو تر رازق ډیر شرف ، مسلمانې ،پوهه لرې ،او دبشرې قوانینو سر غړونه یې په تیرو (۳۶) کې هیڅ نه ده کړې باید دکندهار دامنیې قومندانې دوستم ته ورته کسانو ته ورکول شې. زموږ افغانانو لویه بد بختې داده چې موږ سخت متعصبین ، قوم پرستان ،نژدیک بینه او………….. یو . زه هغه قومونه پیژنم چې بې دینه اووطن پلورونکو کمونیستانو دشهید داودخان کور (ارګ) ورته خلاص کړ اودغه جاهل قومونه په ډیره سپین سترګې ، بې حیا یې او خوشالې سره دداودخان دکورنۍ دشهیدانو په وینو لړلو فرشونو او دتور سرو پرکالیو ګرځیدل او خوشالې یې کولې او په ډیره سپین سترګې یې نور محمد تره کې او ډګروال قادر خاین مبا رکۍ ته ورتلل. داسې وخت لیرې نه دی چې درازق په ژوند به ستا غنې پر چوکۍ کښینې رازق به دچوکۍ څخه لیرې کړې او یا به دمخالفینو له خوا څخه به حمله پر وشې او دمابین څخه به ولاړشې بیا به زه تا او ستا غنې او دهغه ډله ټپله وګورم چې تا سې څنګه دحاجې میرویس نیکه او لوی احمد شا ه با با دښا یسته کند ها ر امنیت څنګه سا تی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ وبه مو ګورم !!!!!!!!!!!!!!!!!!!! دا ګز او دامیدان
    ویوه نامتو سر تیرې ته دغسې جا یزه لکه تا چې پر پیرزو کړیده ډیره ډیره پر خای او ښه انعام دی. دبشر حقوق خو دوستم ، محقق او نورو ……………………… نه دې نقض کړې که غنې هم ستا پر ډول مفکوره درلوده نو دابه ډیره عجیبه پیښه وې!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! خیر څوورځې به ستا سې تر حکومت راتللو صبر وکړو

  3. مونږ په جنرال عبدالرزاق باندی ویاړو دي د افغانستان د ننګ او ناموس واقعی خدمتګار دی.
    الله پاک یی د په خپل آمان کی وساتی.زمنږ ملک دغسی غښتلو ځوانانو ته ضرورت لری.

    1. ګرانه وروره محمد یا ر ! نورې خبرې به دې در سره ومنو مګردګران هیواد د ریښتنې بچې جنرال رازق په هکله دې قضا وت ډیر بې ځا یه دې.هیله ده چې دده په مورد مو قضا وت بیرته واخلی. اوما ستا څخه دیو روڼ اندې په توګه دداسې قضا وت تمه موږ نه در لوده نه مې دا سې ګڼل چې تا سې به لمر په دووګوتو پټوی. زه منم چې قومندان را زق نه نبې دې نه ملا ییکه دې نه ولې دی تیر وتنې او سهوې به لری خو که یې خدمت ته سړی ځیر شې بې اندا زی یې ستا ، زما اونورو خلګو ته خد مت کړیدی.هیله ده چې دخدمت منندویې یې وکړو.حدیث شریف کې وایې : من لم یشکر النا س لم یشکرالله
      اوزه خپله دنوموړې سره هیڅ قومې ، شخصې اونور تړاو نه لرم. اونه مې تر اوسه پورې په سترګو لیدلی دی. خو زموږ او ستا سې قضا وت با ید بې طرفا نه وې. الله (ج) دې په ګران هیوادکښې هغه ورځې را ولې چې ټوله افغانان چې په تیرو (۳۶) تورو کلونو کښې په هرنامه یا دشوی او تورن شویدې چې دا سې ورورې یې تر منځ راشې لکه ډیر ګران سکه وروڼه. امین. چې ټوله دښمنان مو شرمنده او نا هیلې شې. اووټولو ډلو ټپلوته دې الله توفیق ورکړې چې هرې ډلې چې په تیرو ۳ لسیزو کې یې دبهرنیانو او ګا ونډیانو غلامې کړیده او دهغوی په اشا ره یې خپل هیواد وال په شها دت رسولې دې پر هغو غلطو کا رونو توبه وبا سې اووخپل الله ته را جع شې. امین

  4. د طالب سره بأيد ددي نه هم سخت چه ند وشي دا پدي خاطر چه طالب نه أفغان نه مسلمان او نه هم إنسان دي، طالذ يو بي غيرته بي ننگه دله ده چه اسلام مسلمانان او افغانان يي بد نام كرل دوي د پنجاب بي غيرته كارونه د پشتنو په علاقو كي كوي دوي صرف د پنجاب محافظين او د افغانان وقاتلين دي. ژوندي دي وي جنرال رازق
    چه واقعي أفغان دي

  5. یاره کله چه ځنګل اور واخلی نو وچ او لانده ګډ سوزی ددی لمبو په منځ کی د قانون او سړیتوب خبره بیا کوم ځای نه نیسی. که تاسو فکر وکړی کله چه د طب د پوهنځی محصل (ډاکټر) پر سړک ماین ښخوی او د خپل ماین ښکار کیږی نو له نورو څخه څه ګیله ده. کله چه زموږ له داکتر سره د خلکو د رغولو پر ځای د خلکو د وژلو فکر وی نو بیا له پولیس څخه ولی د قانون ساتلو هیله وکړو؟ رازق پریږده کرزی صاحب خو په ژړلو ژړلو سترګی سری کړی او طالبانو ته یی وروڼه، خپلوان او د زړه ټوټی وویلی خو څه ګټه یی وکړه. زه دا منم چه رازق د طالبانو دوښمن دی خو د رازق ماشومان چه په بولدک کی ناست دی او طالبان یی په کور حمله کوی د هغوی بیا څه ګنا ده؟ ستونزه یوازی په دولت کی نه ده ستونزه زموږ په ویاړلی پنڅه زره کلن تاریخ کی ده

  6. په جانیانو او قاتلانو باندې هیڅوک هم زړه سوۍ نلري خوبیا هم په نړی کې ډیر خلک د اعدام پر ضد دي او په ډیرو ملکونو کې د اعدام سزا وجود نلري. علت یې دادی چې په هرو سلو اعدامیدونکو کسانو کې حتمي یو څو بې ګناه کسان هم په سهوه او یا هم په لوی لاس اعدامیږي او د بې ګناه کسانو وژل لوی جنایت دی ځکه خوخلک د اعدام مخالفت کوي هغه څه چې مې د یار صیب په لیکنه کې ولوستل زما لپاره زړه بوګنوونکي ؤ

  7. .
    اصلی خبرده داده چی په جنګ کی وچ او لانده دواړه سوځی. باید کوشش وشی چی بیګناه انسانان ونه زورول شی . هرڅه باید د جنګ په میدان کی فیصله نه شی او د جګړی په میدان کی نیول شوی کسان هم باید محکمی ته تسلیم شی.

  8. یار صاحب، تاسې ته په ټول درناوي، باید ووایم چې دیکتاتوري ترخه خامخا لري، خو خواږه یې تر ترخو زیات دي. که په دغه رنګ دیکتاتورۍ کې یو مظلوم وژل کېږي هغه ستاسې په رنګ دیموکراسۍ او بشرپالنه کې لکه تر رازق د وړاندې کندهار هره ورځ په سلګونو بې ګناه مړه کېږي. کله چې موږ د دوو ضرورونو انتخاب ولرو، باید کم ضرري انتخاب ته مخه کړو. رازق باید همدې دیکتاتورۍ ته دوام ورکړي خو تر خپله وسه هڅه وکړي چې ګناهګار او بې ګناه سره بیل کړي. نور نو د رازق طریقه په کندهار کې کامیابه ده، او کامیابي یې په اثبات رسېدلې ده. زموږ دغه رنګ ملي دیکتاتوران په کار دي.

    1. دتا ند ومحترمو چلونکو ورڼو ته ! ۲۴ ساعته مخکې مې دادب په چوکاټ کې دښا غلې یا رصاحب پر لیکنه په ډیر زحمت سره تبصره ولیکل خو دادی اوس ۲۴ ساعته وروسته هم دتا ند پر صفحه زما تبصره نه په سترګو کیږې نه پوهیږم چې ولې ؟ سره ددغه چې دتاند دلومړۍ صفحې څخه دیا رصا حب لیکنه لیرې شویده هغه دچا پر رقم نوکرځې تر اختر شویودې.مننه

  9. دتا ند دمحترمې او درنې ادارې ته ! برون دسهار پر ۹ بجې مې دیا رصا حب پر لیکنه تبصره ولیکل خو تر اوسه پورې نه ده خپره شوې. نه پوهیږم چې ولې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ هیله ده چې خپره یې کړی. مننه

ځواب ورکول Abdullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *