تاند- د کندهار ولایت چارواکي او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې د کندهار په نننۍ چاودنه کې د والي د دفتر د رييس او مرستیال والي په شمول پنځه تنه ژوبل شوي دي.
په دې چاودنه کې، چې د نوروز د مراسمو په ترڅ کې په خاکرېز ولسوالۍ کې وشوه، د کندهار مرستیال والي عبد القدیم پتیال او د ولایت د دفتر رییس په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې ا د ښاروالۍ یو ساتونکی وژل شوی دی. په لومړنیو راپورونو کې ویل ویل شوي و چې د مقام د دفتر رییس ډاکتر پروېز نجیب وژل شوی خو نوموړی ټپي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
دا برید د نوي کال پر لومړۍ ورځ ترسره کېږي، هغه کال چې د افغانستان خلک به یې په ترڅ کې خپل نوی سیاسي زعامت وټاکي.
كاشكي خو والي ورغلي واي . مګر هغه خو مخكي لا د دي بريده خبر وو