تاند- د کندوز اوسېدونکي وايي چې د دوی ولایت د اورګاډي له پټلۍ او نورو خدماتو قصداً محروم کړای شوي څو دا ولایت، چې د ودې او پرمختګ لپاره ډېر بالقوه امکانات لري، د افغانستان په شمال کې پر اقتصادي مرکز بدل نه شي.
له تېرو څو ورځو راهیسي د کندوز یو شمېر مشران کابل ته تللي څو له مرکزي حکومته وغواړي چې د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه تاجکستان ته د اورګاډي جوړېدونکې پټلۍ د کندوز له لارې له تاجکستان سره وصل کړي.
د کندوز ځینو اوسېدونکو تاند ته وویل، په وروستیو کلونو کې د یوه منظم پلان له مخې د دوی ولایت ته شا اړول شوې، پرمختیايي چارې پکې ټکنۍ دي، پر له پسې بې کفایته والیان ورته مقررېږي او د چارو واګې یې د تخاریانو په لاس کې دي.
دوی د دې علت دا بولي چې له یوې خوا د کندوز د اوسېدونکو اکثریت پښتانه تشکیلوي او له بلې خوا د کندوز اوسېدونکو د شر وفساد پر ضد د جګړې په کلونو کې د طالبانو ملاتړ کړی و.
د کندوز د اوسېدونکو په وینا که د اورګاډي پټلۍ له اقینې بندره د کندوز تر شېرخان بندره وغځول شي نو له یوې خوا به د تاجکستان او ترکمنستان لارې به سره نژدې شي او له بل پلوه به د کندوز ولایت د اوسېدونکو تولیدات هم په اسانه او ارزانه ګاونډیو هیوادونو ته صادر شي.
د دوی په وینا کندوز د کرنیزو محصلاتو له نظره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې تر ټولو ښېرازه ولایت دی. له همدې کبله پخوانیو حکومتونو د پنبې په شان د کندوز ولایت د زراعتي محصولاتو لپاره د سپین زر شرکت په چوکاټ کې فابریکې جوړې کړې وې.
سپین او فابریکې یې د شر و فساد په دوران کې ویجاړې او لوټ شوې، د ښارګیو په نوم د کورنو نومرې یې تخاریانو ته ورکړای شوې او ډېر ځلي د تخار ولایت اوسېدونکو اوبه هم پر کندوزوالو پرچاو کړي دي.
د افغانستان له لارې د ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو چارې تېره جون میاشت په ترکمنستان د دغه هیواد او افغانستان د ولسمشرانو په ګډون په یو لړ مراسمو کې پرانستل شوې.
د افغانستان د حکومت له پرېکړې سره سم دا پټلۍ به له فاریاب او جوزجان ولایتونو څخه تېره شي او له بلخ ولایت څخه به تاجکستان ته وغځېږي. دا په داسي حال کې ده چې له مزاشریف څخه د اورګاډي یوه پټلۍ مخکې لا تر ازبکستان پورې بشپړه شوې ده.
د افغانستان حکومت همداراز په پام کې لري چې دا پټلۍ د شمال لوېدیځ او لوېدیځ لور ته وغځوي او د هرات د اسلام کلا له لارې یې د ایران د اورګاډي له پټلۍ سره ونښلوي.
پخوا په پام کې وه چې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ به د کندوز د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره یوځای کېږي چې پر دې اساس به د دې پټلۍ څلور سوه کیلومتره د افغانستان په خاوره کې جوړېده خو وروسته د افغانستان د فواید عامې وزارت مسیر بدل کړ او کندوز یې د دې لپاره له پامه وغورځاوه چې لاره لنډه شي.
السلام علیکم ۰۰۰ دکندوز محتر مو شریفو او با وقار ولسه ۰۰۰ تاسو شه فو هیږی چی کرزی چرسیان او نیشه یان او دفردیو ملکو غلامان والیان کړی کسیکه فیش امد خوش امد تاسو کووشش وکړی خفل زانو نه فخفله مخکی کړی خلکو ته هم نصیحت وکړی تر سو خفل زامن جنګوته فری نږدی خفل وطن ارام کړی ۰ او وحدت یو والی زان کی فیدا کړی ۰ با ور وکړی که ستاسو ورور حکمتیار فا چا شی هم به دهغه فکر فه فنجشیر او تخار وی زکه هغه خفلی لوړنی هم فنجشیر او تخار کی ورکړی دی دکندوز دی خو فه کندوزیانو کبر کوی او خفل غیږ کی یی نه نیسی زکه فنجشیر او تخار اتفاق لری او کندو زیان بی اتفاقه ولایت دی او همدا وجه دی چی وروسته فاتی یا ست ړالسلام ستا سو ورور مولوی عبد الله
درنوکندوزوالو
موږ پښتانه داسی مشر لکه کرزی لرو چی اصلآ هیڅ احساس نه لری او برعکس که هزاره ګان تاجک او اووزبک دی دوی ټوله مشران لری اوخپل قوم ته په واقیعت کار کوی لاکن که کرزی دی که طالب دی دی پرځای ددی چی موږ ته خدمت وکړی یا دپښتنو دحقوق ځخه دفاع وکړی که تعصلی بورسونه دی هغه دغیروپښتنو دی موږ په دی اعتراض نه کو دوی هم زموږ افغانان وړنوه دی لاکن ددوی کینه او بغض ا تعصب ډیر دی او دوی داسی یو احساس دپښتنو سره اخیستی دی چی برابر ددښمنی سره دی نو زه وایم ای پښتنو یوځل بیا ددی وطن وټولو قومو ته بایدداښکاره شی چی پښتانه اوددوی قوت څومره دی
د ننګرهار ولایت د بټی کوټ والسوالی ځنګل پوسته باندی بیګا امریکایانو بمباری کړی ده. څلور پولیس یې شهیدان او دوه نور زخمیان کړی دي. داپیښه پداسی حال کې وشوه چې د لوی لار امنیت په دی تیرو څو ورځو کې د نوی قومندان په راتګ سره ښه شوی وی او دا پوسته چې امریکایانو بیګا وواهله د هغوی سپیو (طالبانو) ته غټ سر خوږی وو. څه شوه هغه د امریکایانو سپوږمکئ چې د اسمان نه پری ستني معلوموی!؟؟؟ پښتون وژنه د پښتنو په سیمو کې دوام لری!
په کندوز کی نا امنی زیادی دی او هر چیره چه پښتانه دی د خدای په غضب اخته دی. د طالبانو دی کور وران شی دا ټوله بدبختی د هغوی له وجی ده
Da maloma da che pashton ba ya khpal da koor darwaza tari aw ya ba di hamish dapara kwar aw bechara wi, basta ka ghairat da aw ka jahad; da har pashton wakr no allah di qabol kri, nor pa watan ki dasi khainan laro che da kphal zan pa gata ki di nor dasi dawosan tolo pashtano ta dir sha malomswal, no os wakht da pohi aw ilm raghalay; aw ka dasi wanasi nor ba pashton dir la moshkilato sara makhamakh shi…