د کندوز ښار د لوی اختر له رخصتیو څخه وروسته د سپټمبر پر ۲۸ نېټه د طالبانو په لاس سقوط وکړ. د کندوز مظلوم خلک نه پوهېدل چې یوه اونۍ وروسته یعنې د اکټوبر په ۶ مه به په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قوماندان جنرال کمپبل خپل راپور د متحده ایالاتو د سنا دفاعي کمېتې ته وړاندې کوي او دوې ورځې وروسته له هغې یعنې د اکټوبر په ۸مه نېټه به په بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو دفاع وزیران غونډه لري. خو هم جنرال کمپل د کندز د سقوط پر استناد سره په افغانستان کې له ۲۰۱۶ ز کال څخه وروسته د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدلو اړتیا حتمي وګڼله او هم د ناټو دفاع وزیرانو د کندوز سقوط او د افغانستان امنیتي وضیعت ته په کتو په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیانو پر پاتې کېدو ټینګار وکړ او بالاخره بارک اوباما د اکټوبر پر ۱۵مه د یوې وینا په ترڅ کې د خپل پخواني پلان پر خلاف اعلان وکړ چې په افغانستان کې به له ۲۰۱۶ کال څخه وروسته هم ۵۵۰۰ امریکایي ځواکونه پاتې کیږي او د افغانستان پوځ څخه به ملاتړ کوي او روزنه به ورکوي او هم به د القاعدې پر وړاندې عملیات کوي.

د کندوز سقوط تر یوې ډراماتیکې لوبې کم نه و، څو د لویديځ عامه افکارو ته قناعت ورکړي چې امریکا اړه ده چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي او له بلې خوا د افغان چارواکو له حنجرې څخه دا غوښتنه را وباسي چې (( مهرباني وکړئ ډیره موده پاتې شئ څو مونږ د طالب ترهګرو له شره وژغورئ)). خو د طالبانو په لاس د کندوز په سقوط سره که څومره بې ګناه او مظلومو انسانانو خپل ژوندونه او شتمنۍ له لاسه ورکړې، که ماشومان یتیمان شول او مېندو خپل اولادونه وژل شوي ولیدل او د خلکو پر ناموس د تیري موضوع هم تر یوې اندازې انعکاس وکړ، نو هیڅ وجدان نشته چې پر وړاندې یې بې پروا پاتې شي.

د افغانستان خلکو تر اوسه له امریکایانو نه دي غوښتي چې له هیواد څخه یې ووځي، امریکایانو کولای شول چې په افغانستان کې د دې وحشتناکې او جنایتي ډرامې څخه پرته پاتې شي، اوس هم هیڅ افغان نه پوهیږي چې څومره امریکایي پوځیان افغانستان ته راغلي او څومره بیرته تللي او څومره اوس په افغانستان کې پاتې دي.

امریکا کولای شي چې د دوستۍ د تړون پر بنسټ له افغانانو څخه اډې او د پوځي حضور موافقه وغواړي. خو متاسفانه کومه لاره یې چې په افغانستان کې غوره کړې ده هغه د افغانانو وژل او تړل او ذلیل کول دي څو افغان چارواکي ورڅخه په عذر او زاریو وغواړي چې (( امریکا په مهربانۍ سره مه ځه)). زه څو ځله شاهد وم چې پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکایانو ته ویلي دي چې مونږ په افغانستان کې ستاسو د حضور مخالف نه یو، ځکه دا حضور باید مونږ ته امن او رفاه راولي نه دا چې زموږ د خلکو د وژلو او د هېواد د ورانۍ سبب شي. په هر صورت افغان وسلوالو ځواکونو چې ددې هیواد بچیان دي د ځان په قربانولو سره یې کندوز بېرته ونیو، خو د اندېښنې ځای دا دی چې د کندز د سقوط پېښه د امریکا د وحشتناکې ډرامې یوه پرده ده او ډرامه دلته پای ته نه رسيږي. قومي تفرقه چې د کندوز له سقوط سره یو ځای ورته د لمن وهلو هڅه کېدله د امریکا په نا تمام شویو کارونو کې د لیست په سر کې د یوه پلان په توګه موجوده ده. څرنګه چې په تېره لیکنه کې مې ورته اشاره کړې وه، چې د سپینې ماڼۍ د طرحې پر اساس چې د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني ته یې په ۲۰۱۲ کال کې سپارلې وه او په هغې کې یې د طالبانو دفتر د اسلامي جمیعت، وحدت ګوند او ملي جنبش ګوند په شان یو دفتر ګڼلی و، نن هم امریکا هڅه کوي چې افغانستان د څلورو قومونو ترمنځ وویشي او د پښتنو استازیتوب طالبانو ته ورکړي. په هغه وخت کې چې ددې پیغام ترشا کوم بد نیت پروت و حامد کرزی په هغې پوه او د پلي کیدو مخه یې ونیوله. د کندوز په سقوط سره مې په ښکاره ولیدله چې یاد تفرقه اچوونکي د خپل پلان په درشل کې، طالبان هغه پښتانه وګڼل شول چې غیر پښتانه وژني. خو زمونږ د ولس ځیرکتیا تر اوسه دا دسیسه شنډه کړې ده. په غزني او وردګو کې زیاتېدونکې نا آرامۍ او د کابل-کندهار د لویې لارې بندېدل ددې نښه ده چې ممکن طالبان په نېږدې راتلونکې کې د هیواد په جنوبي او مرکزي سیمو کې تر یوه بریده د ځینو سیمو په بشپړ نیولو سره په یوه ارضي واقعیت بدل شي او له هغې ځایه د پښتنو پر استازیتوب عمل وکړي. د امنیتي ځواکونو له تشکیل څخه د باندې د سیمې د دفاع تر عنوان لاندې د خلکو وسلوال کېدل پخپله د امریکا د لوی پلان یوه بله برخه ده چې په پایله کې یې د افغانستان دولت کمزوری شي په ځانګړې توګه شمالي سیمې یې په یاغستان بدلې شي. دې عملیې مرکزي حکومت کمزوری کړی دی او افغانستان به د ټولو پر وړاندې د ټولو د جګړې ډګرکړي چې مرکزي آسیا او د روسیې او چین سرحدونو ته به د ترهګرۍ د استولو اېډیال حالت وي. نو دلته به افغانستان مرکزي آسیا ته د لوی وزیرستان رول ترسره کړي.

د IMF تر مشرۍ لاندې د ناوړه اقتصادي وضیعت سره مله کمزورې حکومتولي او د بشري ځواک تېښته د امریکا د سیمه ییزې لویې نقشې د پلې کیدو لپاره د زمینې جوړولو او د فضا اماده کولو بله برخه ده، چې له بدمرغه دا لړۍ به دوام ولري. داعش او په افغانستان کې یې قوي کېدل د امریکا د نمایش یوه بله برخه تشکیلوي. په افغانستان کې د داعش راپورته کېدل او قوي کېدل چې واشنګټن له مخکې یې ((مقابلې)) ته بودجه ځانګړې کړې ده په افغانستان کې د جګړې دوام او هم د افغانستان له مرزونو ور هاخوا سیمو ته د ترهګرۍ صدور ته یې شتون ډیر اړین دی.

په دې ډول د امریکا دا پروژه به په راتلونکو کلونو کې په ټول قوت سره پرمخ لاړه او پلې شي. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د داعش ډله ډیری له پاکستاني ملیشو څخه تشکیل شوې ده او د منځني ختیځ له داعش سره شباهت نه لري. خو د قضيې پر بل اړخ کې، د افغانستان د خلکو پام وړ ځیرکتیا کولای شي چې په بشپړه توګه صحنه بدله کړي. کله چې طالبان راپورته شول او تر کابله ورسیدل نو د افغانستان خلکو فکر کولو چې دا ډله د ظاهرشاه د بیا راستنېدو لپاره جګړه کوي، خو اوس د داعش ډلې په را پورته کیدو سره ټول باوري دي چې دا ډله د مسلمانانو د دښمنانو په لاس جوړه شوې ده او لویو موخو ته د رسیدلو لپاره د هغوی لخوا ګمارل شوې ده. ملي تفرقه چې د بهرنیانو لخوا د کندز د سقوط سره یو ځای ورته لمن وهل کیږي تر اوسه ټاکلې موخې ته نه ده رسيدلې او هیله ده چې په راتلونکې کې هم ټاکلې موخې ته ونه رسيږي. په دې اساس د افغان ولس ځیرکتیا او الهي مرسته به زمونږ ولس د ښکیلاک او ملاتړو د شومو نقشو له شره او وینه تویونکو او ورانونکو دسیسو څخه وژغوري.

By میر

10 thoughts on “د کندوز له ډرامې سره د امریکایي ځواکونو د حضور دوام/عبدالکریم خُرم”
  1. ستاسو لیکنه بلکل پرځای ده او سل فیصد حقیقت لري. تر یوی اندازی زه هم ددی موضوع همداسی خبر شوی یم. د قندوز سقوط امریکا پلان کړی وو او ددوی پکی مستقیما لاس وو او ددی رهبری د امریکایانو پلاس کی وه.

  2. السلام علیکم.ښه لیکنه ! زه خپله د افغانستان له سیاسته ‌‌‌‌‌‌ډیر لرې یم، او سیاسي شنونکې هم نه یم ، خو له دوستانو څخه هیله کوم چی دا لیکنه په غَور سره یی ولولي، ‌‌‌‌‌‌ډیر په زوَر او زیر سره د افغانستان په روانو حالاتو پری لیکنه شویده.

  3. بهرام افغان
    جناب خرم صاحب
    صحبتهای تان بسیار به موارد دلالت دارد که اساس ومنشاء آن از روزهای سردمداری تیم خود شما وآقای سپنتا و به سرکردگی جناب مداری بزرگ حامد کرزی آغاز شده بود.
    در طول اضافتر از ده سال وآنهم بسیار وقت حساس ومهم چرا شما دشمنی خود را با امریکا ابراز نکرده بودید؟ وچرا از امریکا منحوس وخونخوار ملتهای مسلمان تقضا نکرده بودید که افغانستان را باید ترک کنند؟
    چرا شما در وقت قدرت وصلاحیت خود برای نجاب افغانستان راه ها و پلانهای را روی دست نگرفته بودید که در همچو حالات از افغانستان و ملت مظلوم افغان دفاع نماید؟
    شما به این مضامین فکر میکنید که میتوانید ملت افغان را بازی داده وبازهم به نفع خود به ضد این وآن استعمال نمائید؟
    در حقیقت شما، طالبان، داعش، مدعیان مقاومت و دیموکراتان امریکایی تماماً برای حفظ منافع و تطبیق پلان های امریکایی درافغانستان و منطقه جوانت مختلف یک سکه پلید و چتل هستید!
    الله تعالی بکمال عظمتش ملت مظلوم افغانستان را از شرارت ورذالت امریکا وشما حفظ و نگهداری نماید.
    یارب نستعین بحفظک العظیم… آمین

  4. سلامونه می ومنه خرم صیب
    ستا مطلب می ولوست په رښتیا هم ډیرو اساسی نقطو ته مو اشاره کړی ده خو زه د یو افغان په صفت له تا پوښتنه کوم چه سره له دی چه تاسی د پخوانی ولسمشر سره ښی اړیکی درلودی او د هغه په دوره کی مو فعاله ونډه درلوده ولی مو د یوه افغان په صفت ددغی ناوړه پروژو مخه ونه نیوله او یا مو ملت ته دا هر څه په ډاګه نکړه ستا له مطلب دا روښانه کيږی چه په دی ټولو وژنو کی د ستاپه شمول ټول چارواکی لاس لری او یا خو د خپلو شخصی ګټو د سپما لپاره چوپ ناست وی

  5. جناب خرم صاحب !
    ما اوس له سیاسته توبه ایستلی او په خپل فیسبوک پاڼه کی سیاسی تبصری می بندی کړی او اوس څه نه لیکم خوستاسو مضمون مو چی ولوست دی ته یی اړه کړم چی څه ولیکم ستاسو دلیکنی پر اساس( په غزني او وردګو کې زیاتېدونکې نا آرامۍ او د کابل-کندهار د لویې لارې بندېدل ددې نښه ده چې ممکن طالبان په نېږدې راتلونکې کې د هیواد په جنوبي او مرکزي سیمو کې تر یوه بریده د ځینو سیمو په بشپړ نیولو سره په یوه ارضي واقعیت بدل شي او له هغې ځایه د پښتنو پر استازیتوب عمل وکړي.) زه ستاسو لدی نظر سره بالکل موافق یم پاکستان دغه خبره چی دوی له طالبانو څخه پخپل خاوره کی ملاتړ کوی او هلته یی رزوی او اکمالوی یی غواړی نور دغه خبره ختمه کړی نوپدی اساس زه ستاسو دلیکنی په تائید ویلای شم چی کیدای شی د زابل ، یا کوم بل جنوبی ولایت په سقوط سره دطالبانو رهبریت دپاکستان څخه انتقال شی اوبیا دوی دغه جنګ په شمال کی تود وساتی ترڅو له دغه ځای دغه جګړه چی اوس ورسره افغانان مخامخ دی اسیا میانه ته انتقال شی داچی ددی لوبی ترشا دچا چا لاس دی دابه خدای ته معلومه خو که فرض محال دا کار امریکا اوانګلیس لوبه وی اودابیا دپاکستان په مرسته کوی دابه یی لویه اشتباه اوتیر وتنه وی

  6. ښه مو لیکلي دي.‌خپلو خلکو ته همداسې په خپله ژبه لیکل کوئ.‌که سل ځلې هم پاړسي ولیکئ لکه مخکې مو چې لیکله بیا هم د پاړسیوان په زړه نه جوړېږئ. مړی او ژوندی مو بیا هم پښتنو ته پاتې کېږي.‌

  7. تاسی ټول په هر څه پوهیږی خو عمل نکوی کله چه ته په ارګ کښی د کرزی او شورای نظار سره یو ځای په غلا او چور مصروف وی هره ورځ په هیواد کښی همدا حال وء اوس هم ستا په شان نور غله ناست دی او غلا کوی په ملت باندی کوم فرق نشته دا چه څه لیکی یو ماشوم هم پری پوهیږی ستا زحمت ته ضرورت نشته اصلآ ددی لیکنی نه دی بل مطلب وء خپلو بادارانو ته دی ځان ور پیاد وء د هغوی په یاد یی خو فعلآ ضرورت درته نلری منتظر اوسه.

  8. Dear Khuram Sahib,

    Very Nice article for Afghan.
    After a long time we see the reality of Afghan war,
    We Ask all Afghan ( Talib,Daish Etc) to be carful for our Muslim Sister & Brother ,
    The problem between USA,Chaina,Pakistan,India,UK with Islam But Killed Afghan By Afghan……….

ځواب ورکول محمد داود یتیم یار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *