د کندوز والي اسد الله امرخېل

تاند- د کندوز والي وايي، وسله والو طالبانو ورته وړاندیز کړی چې دواړه خواوې دې د اسلامي دولت (داعش) وسله واله ډله په ګډه وځپي.

د کندوز والي اسدالله امرخېل د طالبانو د وړاندیز په اړه همداراز وویل«طالبانو موږ ته ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه دې د طالبانو پر ضد د عملیاتو شدت کم کړي ځکه چې په کندوز ولایت کې د داعش ډلې نفوذ خورا زیات شوی دی، اوس موږ (له حکومت سره) سولې ته حاضر یوو.»

په کندوز کې ځیني دولتي چارواکي بیا وايي چې د طالبانو په منځ کې اختلافات زیات شوي او هره ډله مقابل لوری په داعش پوري تړلی ښيي.

په همدې منځ کې ځیني نور افغان چارواکي وايي چې په کندوز او نورو شمالي ولایتونو کې د داعش نفوذ مخ په زیاتېدو دی او روسیې د داعش د مخنیوي لپاره په شمال، په ځانګړي ډول کندوز کې له طالبانو سره ملاتړ زیات کړی دی.

پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي وویل چې مسکو په افغانستان کې د تروریستي ډلو ملاتړ نه کوي او په دې اړه د الجزیرې تلویزیون وروستی راپور ناسم دی.

One thought on “د کندوز والي وايي، طالبانو ورڅخه غوښتي چې د داعش پر ضد ورسره لاس یو کړي”
  1. او طالبانو د الله روی ومني ځان پوهه کړئ، چې دا روانه جګړه د اسلام او کفر جګړه نه ده.
    دا جګړه د استخباراتو جګړه ده. په دې جګړې سره پاکستان په افغانستان کې ستاسې په واسطه خپلې ګټې پالي.
    ایران خپلې ګټې پالي او امریکا خپلې ګټې پالي.

    دوی ټول غواړي چې تاسې جګړه وکړئ. نو که ساده وی عقل مو سر ته راولی او که ناپوهه وی نور ځان پوهه کړئ چې دا جګړه سراسر د اسلام او افغانستان په تاوان ده.

    له یوې خوا ایران نفوذ شروع کړی، له بلي پاکستان نیم افغانستان لاندی کړی ، له بلی خوا د جهالت له کبله تعصبات او فساد روان دی.

    تاسی هم لګیا یاست نه تور ګوري او نه سپین بس وژل دي……..
    الله مو هدایت کړه او که هدایت نه وي الله مو تبا او برباد کړه…..
    امین ثم آمین

ځواب ورکول Assad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *