تاند – د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت خان اباد ولسوالي نن سهار خواوشا ۸ بجې د طالبانو لاس ته ولوېدله.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري تایید کړه چې ولسوالي یې له واکه وتلې ده.‌

ښاغلي امیري وویل چې د خان اباد ولسوالي له څو ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه او هغوی د کندوز له مرکز او تخار ولایت څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو مرسته ور ونه رسېدله او نن سهار ترې ولسوالي طالبانو ونیوله.

خان اباد ولسوالي د تخار او بدخشان په لاره پرته ده او که یاغیان په یاده ولسوالۍ خپله ولکه ټینګه کړي، کولی شي چې تخار ته غزېدلې لاره بنده کړي اوهم بدخشان ولایت ته د ځمکې له لارې د کېدونکیو اکمالاتو مخه ډپ کړي.‌

One thought on “د کندوز ولایت خان اباد ولسوالي طالبانو ونیوله”

ځواب ورکول sayed.rahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *