تاند- د کندوز ښار امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی، امنیتي ځواکونه توانېدلي چې وسله وال طالبان په تدریجي ډول د ښار څنډو ته وباسي.
طالبانو د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ؛ یعني ۹ ورځې پخوا د کندوز ښار ډېرې برخې ونیولې چې له کبله یې په دغه ښار کې د خلکو ژوند او فعالیت په ټپه ودرېد.
له پرون راهیسي د لومړي ځل لپاره خلک سوکه سوکه بازار او کوڅو ته راوځي. پرون کم شمېر خلک په ښار کې ولیدل شول خو نن د ښار اکثره برخې کاملاً عادي دي.
د ښار برېښنا لا هم پرچاو ده چې ورسره اوبه هم نشته. له بلې خوا خوراکي مواد کم شوي او بیې یې څو برابره لوړې شوي دي.
په ښار کې د طالبانو د ځپل کېدو له فرصته ډله ډله ښاریان په بسونو او نورو نقلیه وسایلو کې ګاونډیو ولایتونو لکه تخار، بلخ، بغلان او دغه راز کابل ته ځي ځکه چې دوی فکر کوي چې بیا به طالبان پرې یرغل وکړي.
خلک او په ولسي جرګه کې د کندوز استازي وايي چې د طالبانو دې حملې د تېر کال تر بریده زیات ملکیان وژلي او ممکن دوه برابره زیات مالي تاوانونه یې پېښ کړي وي.
طالبان به ښه خوشاله شوي وي، چې خپلو وطنوالو ته مو دومره ځاني او مالي تاوانونه ور واړول