جنرال مراد علي مراد

تاند- ارګ د کورنیو چارو وزارت د مرستیال جنرال مراد علي مراد د برطرفۍ خبر رد کړ.

مخکې د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې څو رسنیو ته ویلي و چې مراد علي مراد د ولسمشر غني له لوري برطرفه شوی دی.

خو د دې خبر له خپرېدو وروسته ارګ اعلان وکړ چې د افغانستان ولسمشر مراد علي مراد ګوښه کړی نه دی.

پخوانی خبر

د کورنیو چارو مرستیال وزیر مراد علي مراد برطرفه شو

تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان ولسمشر د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال مرادعلي مراد برطرفه کړی دی.

مراد علي مراد، چې پخوا د لوی درستیز مرستیال او د قول اردو قوماندان و، یوه ورځ وروسته له دې د کورنیو چارو د وزارت له معینیت څخه لېري شو چې د کابل په لوېدیځ کې د داعش د تروریستي ډلې په انتحاري حمله کې تر ۶۰ زیات افغانان ووژل شول او تر سلو ډېر نور ژوبل شول.

جنرال مراد یوه موده د د مځکني ځواک قومندان هم و.

ارګ تراوسه پورې د جنرال مراد علي مراد د برطرفۍ په اړه څه نه دي ویلي.

څرګنده نه ده چې مراد علي مراد د کابل د پرونۍ پېښې په تړاو له کاره ګوښه شوی او که په کوم بل علت.

2 thoughts on “ارګ: مراد علي مراد د کورنیو چارو د وزارت له مرستیالۍ لېرې شوی نه دی”
  1. MURAAD ALI MURAD IS HONEST AFGHAN/HE IS ACTIVE HE ALWAYS
    DOING POSITIVE,
    WE HOPE TO HE STAY IN HIS POSITION.HE DOES NOT HAVE HAND IN CORRUPTION.THANK YOU

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *