د کورنیو چارو وزارت نن /جمعه/ د یو شمېر قوماندانانو د بدلېدو رابدلېدو اعلان وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد په وړاندیز او د ولسمشر په تایید جنرال حسن شاه فروغ د کابل امنیه قوماندان ټاکل شوی دی. د کابل مخکیني امنیه قواماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي ننګرهار ته تبدیل شوی دی.

ده همداراز وویل، جنرال محمد سالم الماس د کابل د پولیسو د جنايي تحقیقاتو رييس، جنرال سید ګل اقا روحاني د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر قوماندان، جنرال توریالی عبدیاني د پکتیا امنیه قوماندان، جنرال اکرام الدین سریع د بغلان امنیه قوماندان، جنرال غلام محی الدین سروري د نورستان امنیه قوماندان او جنرال محمد وحید حمیدي د کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست له اداري فساد سره د مبارزې رييس ټاکل شوي دي.

دا ټاکنې او تبدیلي د کابل له وروستیو تروریستي حملو وروسته کېږي چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول او ۱۲۲ نور ژوبل شول.

4 thoughts on “د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکي تبدیل کړل”
  1. که د افغانستان دولت رښتیا هم د کابل ښار د امنیت ښه کېدل او د خلکو په وړاندې مسوولیت قبلول غواړی نو مهرباني د وکړي د کابل ښار د ټولو حوزو مسوولین او افسران دې له یوې مخې تبديل کړي ، د هغو پر ځای د مسلکي ، پاک ، غیر تنظیمي او غیرګوندی، مسوولیت منونکی پولیس مقرر کړی. د کابل ښار د له ټولو مسلح کسانو نه خلع سلاح کړي، او هیڅ ډلې ته د د وسلو د ګرځولو اجازه نه ورکوی ، د وکیلانو او نورو مسوولینو باډي ګاردان او ساتونکي د کم او اقل حد ته را ټيټ کړی . اضافی افراد دې د کابل ښار شاوخوا امنیتی پوستو ته ولېږي.
    د یو څو افسرانو تبدیلی د هېوادوالو په سترګو کې خاورې اچول او د خپلو بانډونو د تقوې لپاره صورت نيسي. تر ټولو مهمه د کورنیو چارو وزارت مقام ته یو داسې کس باید وټاکل شي چې د افغانانو په وینو یې لاسونه سره نه وي ، مسلکی زده کړی ولری او تنظیمې اړیکې ونه لري.

  2. په نظام کی هسی بهانی لټوی په هغه دغه نام تبدیلی په درد نه خوری قومیت کلیوالی خیشاوندی سیستم روان دی
    په ملکی ساحه کی سی-بی-ار په نام کدرونه دوظیفو لیری شول بی مسلکه نا پوهه کلیوال -قومی -خپلوان و دمسلکی کدرونو په ځایو مقرر شول نو دا وطن دتباهی په لور خپله دغه څو غیر مسول کسانو سوق کړیدی مسلک ته توجه نشته -تجروبی ته نه کتل کیږی اصلیت ته نه کتل کیږی دوست او دښمن فرق نه کیږی نظامی قوتونه مکس دی ملکی اداری مکس دی هره ورځ بد بختیګانی دا ټولو عامل دغه ننګا ونی دی عا قبت بخیر

    ږ

  3. This are very good action, keep continue the transfer policy through out the country, specially on ministry and District ( Howza) level, it is very necessary) in this bad situation and bombing 80% police, security, political people and Land Mafia are embrace, please we are request from Mr. Ashraf Ghani Governamnet to transfer all big and small Officer from 3 to 6 Months continuously,
    One another request is that in Pakistan ISI itself start bombing, explosion ( Firing at Army school 2014, firing in A.Ghafar Uniiversty, Bombing at Lahore and Lal Shabaz Qalandar Ziarat ) etc in Pakistan and than than start combing operation home to home of Afghans, and blame on Afghans , Pashtons, and Afghan Refugees, please on expose on media and UN, imni International and other world wide organization the actual situation strategy of ISI,

  4. د څیرو د ځایونو بدلول د هیڅ درد درمل ندۍ،اړینه داده چی څیری بدلی شی او هغه هم د مسلکی وړتیا، دندی ته ژمنتیا او ریښتینوالی په بنسټ په دندو ګومارنه وشی.نه دا چی یوازی ځای یی بدل شی،هغه دری متل دلته ډیر پځای بریښی کوم چی وایی: آزموده را آزمودن خطاست..از مااست ،که بر ما است.

ځواب ورکول sayed.rahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *