تاند- د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پرون /یکشنبه/ د بلخ ولایت د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له پخواني والي عطا محمد نور سره یوکتل.

تراوسه رسمي سرچینو د برمک او نور د کتنې او خبرو په اړه څه نه دي ویلي خو د بلخ پخواني والي ویلي چې د کورنیو چارو وزیر د بلخ د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

دا سفر وروسته له دې شوی چې ویل کېږي د جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ په درې پړاوه خبرو کې چندان پرمختګ نه دی شوی.

عطا محمد نور، چې ۲۰ ورځې پخوا یې استعفا ومنل شوه، لا هم ځان د بلخ والي بولي او وايي تر څو چې د جمعیت ګوند موافقه نه وي کړې، د بلخ ولایت نه پرېږدي.

له بلې خوا د جمعیت ګوند سرچینې وايي چې د عطا نور د لېري کېدو په بدل کې یې له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې ډاکتر مهدي دې د کلتور وزیر، ستار مراد دې په تهران کې سفیر او عطا نور دې په امنیتي چارو کې لوی سلاکار وګومارل شي.

مهدي د جمعیت ګوند یو له هغو غړیو ګڼل کېږي چې په سخت تعصب مشهور دی.

د مرکزي حکومت غړیو دا ادعاوې چې له دوی څخه جمعیت چوکۍ غوښتي، تایید کړي نه دي.

له بلې خوا اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن /دوشنبه/ د نور د پرونیو څرګندونو په ځواب کې، چې ویلي یې و عبدالله د ده د خبرو ځواب نه لري، وویل«که موږ څه نه وایو، معنا یې دا نه ده چې د ویلو لپاره خبره نه لرو، موږ حکومت او د هیواد د ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوو او له هر هغه اقدامه ځان ساتو چې د افغانستان د بې ثباتۍ سبب کېږي.»

3 thoughts on “د کورنیو چارو وزیر د بلخ له پخواني والي سره ولیدل”
  1. ډآکتر مهدی سمه د زهرو بوشکه ده — جمعیتي-جهادي بوشکه چې د قومي زهرو ډکه ده، په ایرانی پدرام به شکر وباسئ هههه

  2. که ښاغلی اشرف غنی نه خفه کیږی نو ښه به دا وی چه استعفآ ورکړی، او واپس دیی خپلی معلمی یعنی امریکا ته وګرځی، ځکه د ولسمشر پوست ډیر دروند اوسیاسی پوست دی.

    ستاسی په دغه تقریبآ څلور کلنه موده کی د افغانستان د ولسمشری پوست د ډیرو ننګونو او ضعیفو معاملو سره مخامخ وه، او کیدایشی چه نور هم ددغه پوست عزت او حیثیت په کور دننه او بهر د خاورو سره توره خاوره شی.
    وګوری ستاسی په مدیریت کی په پارلمان څه انډوخر دی، خپل مامور، والی، قوماندان او وزیر نشی لری کولی، داعیش او طالب کوم حد ته ورسید، بهرنی ځواکونه دیی مشومان، زنانه، ولسونه اوعسکر بمباری کوی مګر ته ورته په چپه خوله ناست یی، دافغان نوم، تذکره اوجغرافیه دیی په تشویش کی اچولی، دخلکو عزت ، ژوند او پیسی خوندی نه دی، اروپا او نورو هیوادونو ته خلک په تیښته روان دی، فساد اوغلا خپلا اوج ته رسیدلی او داسی نوری نادوده کارونه روان دی.

    ستا هم دغه یو جالی شعار کفایت نه کوی چه زه به د بدخشان نه لعل بدخشان جوړ کړم، مونږ ته امنیت او دافغانستان عزت مهم دی، مونږ ته د افغان نوم، تذکره اوجغرافیه مهمه ده، مونږ ته د زورواکو څخه پاک افغانستان پکار دی.

    بس دی نور بس دی

  3. عبدالله وروره ډیره ګرمه مه خوره ځکه چې دې کسانو په افغانستان کې څلویښت کلنې ریښې کړي دي او د کرزي په دوره کې خو لا یې ډی ای پي سره ( د امریکا ډالر) وخوړه نو د داسې کسانو ایسته کول وخت ته ضرورت لري غني بابا د ۱۷ کلونو کار په درې کلونو کې وکړ.

ځواب ورکول هدایت الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *