جنرال نورالحق علومي

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي، چې د سلب اعتماد کېدو له خطر سره مخامخ و، په خپله دنده پاتې شو.

ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د وروستیو ناامنیو په استیضاحیه غونډې ته وربللی و خو وروسته له دې چې د کورنیو چارو وزیر خپل دلایل بیان کړل د جرګې اکثرو غړیو د وزیر په توګه د علومي پاتې کېدو ته رایې ورکړې.

په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې ۱۴۱ غړي حاضر ول خو د هغو له منځه یوازې ۳۸ فیصدو د علومي د استعفا غوښتنه وکړه.

ویل کېږي چې د ولسي جرګې غړي عموماً د دې لپاره چې له وزیرانو پیسې یا امتیازونه واخلي، په دې ډول غونډو یې تر فشار لاندې راولي.

ولسي جرګې ویلي و چې د کورنیو چارو وزیر یې د وروستیو نا امنیو او په کورنیو چارو وزارت کې د سلیقه یي ګومارنو په خاطر استیضاح کړی دی.

One thought on “د کورنیو چارو وزیر له سلب اعتماد کېدو وژغورل شو”
  1. پارلمان کی بیا ډالر باد شوی او داد وکیلانو عادت دی کله چی جیب خالی شی نو بیا وزیر استحضا کړی او بیرته مثبت رایه ورکړی.

ځواب ورکول Safirullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *