جنرال نورالحق علومي

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ولسمشر محمد اشرف غني ته استعفا وړاندې کړې ده.

رویټرز خبري اژانس ته باوري سرچینو ویلي چې علومي وروسته له دې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړه چې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو پر سر پرې انتقادونه زیات شول.

رویټرز وايي، سرچینو ورته ویلي چې د علومي استعفا تراوسه پوري منل شوې نه ده خو که ومنل شوه نو دا به د ښاغلي غني حکومت ته یو بل ګوزار وي ځکه چې د ملي دفاع وزارت ته د ده کاندیدان د ولسي جرګې له لوري پر له پسې رد شوي او اوس هم د دفاع وزیر سرپرست دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې درو جلا حکومتي او دیپلوماتیکو سرچینو، د نوم د نه څرګندېدو په شرط ورته ویلي چې جنرال علومي استعفا وړاندې کړې خو ولسمشر غني مخکې تر دې چې د علومي استعفا ومني، د نوموړي پر ځای د بل مناسب کس په لټه کې دی.

کله چې د ولسمشر غني له مرستیال ویندوی ظفر هاشمي څخه وپوښتل شول چې ایا علومي استعفا وړاندې کړې؟ ده وویل:«د کورنیو چارو د وزارت په ګډون په حکومتي پوسټونو کې د اصلاحاتو راوستل د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویندوی په دې اړه وویل چې دا خبره تاییدولی نه شي.

یوه بل چګپوړي چارواکي وویل چې ولسمشر غني د کورنیو چارو د وزیر په اړه له اجرايي رييس عبدالله سره مشوره کوي ځکه چې د کورنیو چارو وزیر د نوموړي له لوري معرفي شوی و.

10 thoughts on “د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استعفا وړاندې کړه”
  1. ترسم کہ بہ منزل نہ رسی ای اعرابی
    کین راه کہ تومیروی بہ تورکستان است
    این حکومت دوزدها وخونخواران شاید وقت زیاده نچلد خواهد

  2. محترم اشرف غنی صاحب دوره به دی ختمه شی خو کابینه به دی جوړه نه شی
    داسی خلکو سره ئ درباندی ائیتلافی حکومت جوړ کړ
    بس الله دی خیر په کی واچوی

  3. رښتیا هم د علومی په شان پاک نفسه ، افغانستان ته وفاداره ، مسلکی او صادق کسان د غلو په ډلو کی پاته کیدل هم یوه معما ده ، که د علومی پرځای هرڅوک وی پداسی حساسو شرایطو کی خپل هیواد ته هیڅ هم نشی کولای.
    که علومی د کورنیو چارو وزارت کی اصلاحات رانه ولی او دولت د پخوا په شان د شمال داړه مارانو په لاس کی وی ، د وزیر قومانده څوک ونه منی او د وزارت امنیتی معین هم د احمد شاه مسعود چریک وی نو له داسی وزارته به د غلو وزارت جوړ شوی وی. غله اوداړه ماران به هیڅکله هم د علومی په شان کسان چی د دوی د « وندونو اوداړو » مانع ګرځی د خپل آمر په صفت قبول او یا د هغوی اطاعت به ونکړی.
    هغه وزارت چی د « پچو غله » او یا د « غلو د شاهنشاه » له خوا مخکی اداره شوی وی ، څنګه به د هیواد په خدمت کی راوستل شی.
    له ښاغلی اشرف غنی نه هیڅ ګیله نده پکار. هغه څوک چی ولسمشر ته مخامخ کنځاوی کوی اودی په رډو رډو ورته ګوری او د بیوسۍ له امله د چا خبره « زورم بالای خر نمی رسد ، میزنم در پالانش » خپل د تشریفاتو رییس چی د هغه عزت او آبرویی وساتله او د هیواد دولسمشر له حیثیت نه یی دفاع وکړه ، سمدستی له کاره برطرفه کړ،لازمه خو داوه چی د کندهار د مظلومو خلکو اصلی دښمن او دقوم بدنامه څیره او هغه څوک چی د هیواد ولسمشر ته د میلمه خطاب کوی له دندی لری کړای وای .
    پداسی حساسو او اضطراری حالاتو کی د دفاع وزیر سرپرست ، د ملی امنیت رییس سرپرست او دادی د کورنیو چارو وزارت به هم پدی سرنوشت ګرفتاره شی.

  4. ترسم نه رسی به کعبه اعرابی — کین راهی که تو میروی به تر کستان است ، به خا طر تصحیح شعر دوست عزیز م نصیر احمد خان

  5. که په واقعیت کی نورالحق علومی استعفا ورکړی وی اوس د ملی وحدت د حکومت دا مسولیت دی چه د افغانستان روان امنیتی حالت ته په کتو یو مسلکی او د افغا نستان ملی ګټو ته وفادار پولیس انتخاب کړی( تر روابطو و ظوابطو ته ترجیح ورکړی).

  6. که په واقعیت کی نورالحق علومی استعفا ورکړی وی اوس د ملی وحدت د حکومت دا مسولیت دی چه د افغانستان روان امنیتی حالت ته په کتو یو مسلکی او د افغا نستان ملی ګټو ته وفادار پولیس انتخاب کړی( تر روابطو و ضوابطو ته ترجیح ورکړی).

  7. علومې ېو پوه او هوشېار سېاست مدار ده. له بده مرغه د عبدالله او شمالې ټلوالې جنګسلانو له خو ورته رانګه رانګه کسان مخ ته کېږې چې د وضېفې سالېت نه لرې همدا وجه ده چې نو علومې صاېب په تنګ راغلۍ او د جنک سلارانو څخه ځان خلاصوال غواړې

ځواب ورکول سهراېې ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *