ویس برمک - د کورنیو چارو وزارت

تاند- خلک وايي چې وړمه شپه په پلازمېنه کابل کې هوايي ډزې لنډغرو وکړې خو د کورنیو چارو وزیر وايي دا ډزې په ازادې مبارزې (فري فایټ) کې د افغان لوبغاړو د بري په خوشالۍ کې د ولسي جرګې غړیو، وزیرانو او نورو جګپوړو چارواکو کړي دي.

د فري فایټ یا ازادې مبارزې دوو افغان لوبغاړو بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک وړمه شپه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه. تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه دوې شل اوریزې او همداراز د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله.

په وروستیو دوو شپو کې په کابل ښار کې د کرکټ او ازادې مبارزې د لوبغاړو د بریو په خاطر هوايي ډزې وشوې چې ډېر ښاریان یې وارخطا کړل. خلکو پولیس ملامت کړل چې ولې د ډزو مخه نه شي نیولی.

د ښاریانو لپاره دا ډزې په دې خاطر هم د تشویش سبب شوې چې کابل ښار په وروستیو ورځو کې د څو پر له پسې خونړیو حملو شاهد و او له بلې خوا څو والیانو د مرکزي حکومت د حکمونو بغاوت وکړ.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن /یکشنبه/ وویل، د تېرې شپې اکثره ډزې له هغو کورونو شوي چې د هیواد غټ خلک پکې اوسي، یا وزیران دي، یا وکیلان او یا هم ريیسان.

ده زیاته کړه«په خیرخانه مېنه کې وحشت و. خوشالي نه وه. د پولیسو په درېمه، پنځمه او شپږمه حوزه کې هم دا حال و.»

ښاغلي برمک وویل، ځینو کسانو ته، چې تېره او وړمه شپه یې ډزې کولې، د تېر حکومت په دوره کې دهشکې، راکټونه او نورې وسلې ورکړل شوي، باید هغوی خپلې وسلې حکومت ته وسپاري او یا دې د داسې وسلو د لرلو مکتوب له ولسمشره واخلي.

ده همداراز وویل چې باید اضافي او غیرقانوني وسلې مصادره شي.

برمک ونه ویل چې څوک باید دا کار وکړي.

ده د پولیسو شمېر لږ وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د امنیتي ستونزو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

2 thoughts on “د کورنیو چارو وزیر وايي، په کابل کې هوايي ډزې د وزیرانو او وکیلانو له کورونو شوي”
  1. ههههه برمک صاحب ته وکیلان و دا باضی وزیران لاهم لنډغر نه ښکاري. برمک داسې خبرې نه کي لکه داخله وزیر، دده خبرې هوبه هو لکه یو کوڅه وال عیني شاهد دي چې وایي …. مه به چشم سر دیدم از کلکین که از خانه همسایه ما فیر کلاشینکوف ضربه میشد و خانه روبروی ما پیکا فیر میکرد .. ده می اثنا دو کوچه اوطرف یک راکت شرشانه ای هم فیر شد هههههه

  2. دا تول د برمك پنجشيريان دي چى ته كوني په ويلو سمبال دي. ددي هميشه هغه وحت كيزي چي يؤ پنجشيرى كومه لوبه وگتي. كه د كريما لپاره ددي شوى واى نو په پخوانيو برياوو كى به شوي وو. دا تول د شوراى نظار لنده غران دي.

ځواب ورکول Fahimjan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *