تاند- د کورنیوچارو پخواني وزیر له خپل وزارت سره د خدمامانۍ په مناسبت په یوه غونډه کې نن وویل چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځینې داسې کسان شته چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره همکاري کوي.
محمد عمر داوودزي دا ډول امنیتي ځواکونه د حکومت لپاره د لستوني ماران وبلل.
ده د سولې د بهیر په اړه وویل چې په دې برخه کې پاکستان ازمویل شوی او باید څوک پرې ځان بیا خطا نه باسي.
داوودزي وویل چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په پروسه کې د پاکستان د همکاریو د ترلاسه کولو لپاره خورا زیاتې هڅې وکړې خو نتیجه یې ورنه کړه.
ده زیاته کړه:«که اوس موږ بیا هم هیله ولرو چې پاکستان به زموږ مسله حل کړي یا به طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي، دا به هسي چټي خیال وي، خدای دې وکړي چې زموږ ولسمشر په دې موضوع بیا کتنه وکړي، پخوانۍ تجربې په پام کې ونیسي او نوې نسحه وړاندې کړي.»
ده ونه ویل چې د وزارت تر پایه یې ولي له پاکستان سره سولې ته هیله لرله او ولي پخوانی ولسمشر شل ځلي پاکستان ته لاړ څو د سولې لپاره د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر غني د پاکستان له لوري د بیا بیا ډاډ ورکولو وروسته تراوسه یوځل دغه هیواد ته سفر کړی دی.
محترم وزير صاحب اسبق وزارت داخله؟
١-ستا وظائف لا تر اوسه به وزارت داخله كي نه دي خلاص شوي.
٢-ته ديو أمنيتي وزير به توكه بعدي وزير ته تول أبرأ تيفي معلوماتونه بايد وركري
٣-ته بايد دهر جنرال كركتر،بوهه ،أخلاق او وطن فرستي بعدي وزير ته وربه كوته كري
٤-ته ديو أبرأ تيفي وزير به توكه هغه مهم معلومات او مهمي استخباراتي دوسيه خه داخلي وي او كه خارجي بايد او بايد بعدي وزير ته تسليم كري كه ي نه لري ته بخبله يو بي كفايته وزير وي.
٥-ته مجبوراو مكلف ءي جه بعدي وزير به توله أبرأ تيفي وضعي سره اشنا كري .
٦-ته مجبوراو مكلف ءي كومه سوق الجشي خريطه جه تا دخبلو قوت ونو دخوبه خاي به خاي كيدو به خاطر درلوده هغه بعدي وزير ته تسليم كري.-ته مجبور اومكلف ءي جه نور محرم إسنادو داخلي وزارت دبعدي وزير ته تسليم كري.
دا وزارت زراعت نه وو جه مقرر شوي او بر طرفه شوي او وواءي راغلم سلام عليكم او جه خي وواءي خداي بأمان دا أمنيتي او يو أبرأ تيفي وزارت دي جه مسلكي خلقو دباره جورشوي وو نه روابطو به اينه كي. اوس معلو ميزي جه ته خومره وطن فرسته او خومره ددي وزارت لياقت دي درلوده.او خومره شايسته كارونه دي كري.
لنده دا جه د ا برا تيفي وضعي سره اشنا كيدل ،سوق الجشي اصلي خريطه او احتياطي خريطه ،أكنتوري د اخلي او خارجي دوسيه ي او نور محرم إسناد ،او دجنرالانو كركتر اومسلكي بوهي اوخنكه جه دي خبله اعتراف كري دنستو وني ماران وبعدئ وزير ته معرفي كول ستا دلياقت او وطن فرستي نشئ وي
داودزیه چی ته پدی پوهیدلی چی د افغانستان په وسلوالو ځواکونو کی ماران او لړمان دی ستا دنده بیا نو څه شی وه ؟ تا نه شول کولای چی دا د لسنتوڼی ماران که نور د نه شول کولای د ملی پولیسو څخه خو یی وباسی. نه پوهیږو چی څه درته ووایوو خو ښه شوی چی ورک شوی.
داود زیه! کرزی هم دعقل او افغانیت سړی نه وو ، ته هم نه نه وې او نه یی ، اشرف غنی خو په ښکاره افغان ضد او اسراییلی را وخوت، اشرف غنی خو له سره دافغانیت سره په ضد دهویت تذکرو ویش هغسی چی افغان ضد دښمنان غوښتل ، دنشر اجازه ورکړه ، ځکه نو دسره اوبه خټی دی افغانان سره دی یواځی ښه وکړی او بس