تاند- د هالنډ حکومت د خلق د دیموکراتیک رژیم یو پخوانی چارواکی د کونړ د کرهاړې د بې رحمانه ډلوژنې په تور نیولی دی.

په ۱۳۵۸ لمریز کال (۱۹۷۹) د وخت رژیم د کونړ د کرهاړې پر مظلومو خلکو وحشیانه برید وکړ او لږترلږه ۱۰۰۰ تنه یې په څو ساعتونو کې ووژل.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې صادق علمیار د اکتوبر په ۱۷ مه د هالنډ په روتردام ښار کې د کرهاړې د ناورین په تور نیول شوی دی.

پر صادق علمیار تور دی چې د کونړ د کرهاړې حمله د ده په امر شوې وه.

ویل شوي چې وروسته له دې چې یو خلقی په دې سیمه کې وژل کېږي، علمیار کلیوال ورغواړي او ټول د بلدوزر په وسیله تر خاورو لاندې کوي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې علمیار په ۱۹۹۰ م کال په هالنډ کې پناه واخیسته خو په ۲۰۰۸ م کال وروسته له دې تعقیب شو چې د وژل شویو کسانو خپلوانو محکمې ته شکایت وکړ.

د کرهاړې د قربانیانو ډله ییز قبر لا هم په سیمه کې شته او د بشري حقونو ډلې یې تاییدوي.

د کرهاړې پېښه د افغانستان په تاریخ، په تېره بیا د خلق رژیم د واکمنۍ په موده کې یو تر ټولو خونړۍ او ظالمانه پېښه وه.

7 thoughts on “د کونړ د کرهاړې پر ډله ییزې وژنې تورن په هالنډ کې ونیول شو”
  1. داسړی باید چه دداعش په لاس محکمه شی , دا دومره ظالم سړی وه چه دیوه خلقی په خاطر یی زر کسه انسانان ژوندی تر خاورو لاند کړ??? دخدای لعنت دی وی پر دی خنزیر

  2. Good news full of True and i support u and also Plz report on Hospital which is present in Kabul name of Hospital is Emergency Plz Plz
    the Dr belongs from Foreign countries but they are not completely Doctor. They just cut the Legs and Arms from the Afghani Nation plz plz.
    I Love my nation this is your Job to View near and Interview from them.
    Long Live Afghanistan
    Love Live Afghani

  3. د افغانستان په وینو خو افغان چارواکو لوبی وکړی ، اوس افغانان له هالینډ څخه مننه کوی چی د مظلومانو د حقوقو پوښتنه یی وکړه .

ځواب ورکول نجیب الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *