نن د کونړ سيند سندرې نه وايي، نن د خدای بښلي مجروح د غزل سندريز توري د رباب تارونه په اهتزاز نه راولي، نن   دعلامه سيد جمالدين افغان ټاټوبی په وينو سور دی، نن د ګلابونو په څېر د ښايسته ځوانانو هيلې پاڼې پاڼې شوې.

نن په کونړونو د غم څادر هوار دی، نن د اسعد اباد په ښار کې د ځوانانو ګڼه ګوڼه نشته، نن ځوانان په مړستونونو کې د قبرونو په کيندلو بوخت دی.

نن د کونړۍ مورکۍ په سترګو کې اوښکې ډنډ دي، نن ورته د څلورو زامنو جنازې يو ځای کورته ور وړل شوې دي، ناخبرۍ کې د غم پرښتې دروازه ورټکولې ‎، ناوې يې د تناره پر سر بې سېکه شوه، د خويندو واڼې ووتلې، چې د خپلو وروڼو جنازې يې وليدلې.

ستا ياغي دښمن بیا د ډېرو کورنيو خوشالي يې يووړه،   د ډېرو کورنو د سر سيوری يې واخميست،   ډېرې مېندې د خپلو ځلمو بچو په وير ساندې وايي، په ښار کې يواځې د د بارودو بویونه خواره دي، ځوانانو د بدن اندامونه يو او بل لور ته جلا، جلا پراته دي، د هر چا په سترګو کې اوښکې ډنډ دي، د مېندو سلګۍ به اسمان راونړوي، د دښمن په کور به اسماني ټکه راپريوځي.

نه! نه! اسمان نه رانړېږي، اسمان خو دغه څو کلونه کېږي، چې د غسې د وحشت نندارې کوي، د مېندو سلګۍ اوري، د ورارې خورکۍ د غم د کريږو ننداره کوي، د واړه ماشوم چيغې عرش په لړزه راولي.

لويه څښتنه ستا بنده مې ولې ستا سره د مينې په تور وژني؟ ستا ياغي بنده مې ستا په نوم وژني، خپلو وړو بچيو ته د روزي پيدا کولو په نيت له کوره راوځم، ماښام مې اندامونه په ځنبېل کې خپلو کورنيو ته وروړي.

څښتنه! زما همدغه ګنا ده چې خپلو بچيانو ته روزي پيدا کوم؟ زما همدغه ګنا وه، چې ستا له بنده ګي پرته د بل بنده ګي ته تسليم نه شوم.

لویه ربه! زما په حال رحم وکړه، نو ر خو مې وروڼو او خواخوږو ته صبر او زغم ور په برخه کړه.

زما لويه خدايه! ستا د حورو په مينه مست یاغي انسان خو زما د کورنۍ خوشالي واخيسته، ستا تر سلو حورو ښايسته مېرمنې څخه يې د تل لپاره بېله کړم.

زما د مور قدمونه بې سېکه شول، زما بچيان زما د راتلو په هيله دي، نور خو دغه د ظلم خونړۍ نړۍ برباده وګرځوه،   چې ظالم او مظلوم دواړه ستا په حضور کې حاضر شي، ستا انصاف هم عجيبه دی.

4 thoughts on “د کونړ سلګۍ/ مجید ژړاند”
  1. ژړاند صاحب ښايسته مطلب مو ليکلی دی الله تعالی دي قلم تاند لره، زما له سترګو ورسره وښکې وبهېدلی.
    تاسو ته دي الله نور هم توفيق درکړي،چې د قلم په مټ خلکو ذهنيتونه مثبت لوری ته راوړوئ.
    ښایسته ليکنه ده الله دي دهيواد او خلکو دښمنان تبا او برباد وګرځوي.

  2. وروره په قلم مو برکت شه کونړونو غميزه دي رب وروستی غمیزه کړی
    تاسو ته لابرياوې غواړم چی تل د بیوزله خلکو په څنګ کې ودرېږي

  3. د کونړ سلګۍ
    واقعا د کونړ سلګۍ ټولی د افغان ولس سلګۍ دی نور دې الله موږ ته ددغه ډول غميزو خلاصون راپه برخه کړي
    الله تعالی دی په موږ رحم وکړي ښکیلی خواوی باید سولې ته لومړيتوب ورکړی ځکه له دواړو خواوو څخه ځوانان مري او همدغه ځوانان به سبا جوړوي، راځی د يوبل په شتون کې زوره سا واخلو
    نېک محمد عابد

  4. ستا ياغي دښمن بیا د ډېرو کورنيو خوشالي يې يووړه، د ډېرو کورنو د سر سيوری يې واخميست، ډېرې مېندې د خپلو ځلمو بچو په وير ساندې وايي، په ښار کې يواځې د د بارودو بویونه خواره دي، ځوانانو د بدن اندامونه يو او بل لور ته جلا، جلا پراته دي، د هر چا په سترګو کې اوښکې ډنډ دي، د مېندو سلګۍ به اسمان راونړوي، د دښمن په کور به اسماني ټکه راپريوځي.
    واقعا ډېره غمجنوونکې پېښه وه، تاسو هم ورسره ښه تاثر ښودلی و، الله ج دې تاسو قلم تاند لري.
    د تاند له همکارنو نه هم مننه چې تل يې د خلکو د خواخوږۍ ليکنې خپرې کړې دي.

ځواب ورکول محمد امين رفيقي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *