د کونړ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلان

تاند – د کونړ ولایت د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي محصلانو په کابل کې د ۱۸ پوهنتونونو ترمنځ ترسره شویو سیالیو کې خپلو درې سیالانو ته ماتې ورکړه.‌

د کونړ پوهنتون د محصلانو د ډلې یوه غړي تاند ته وویل چې دغه سیالۍ د ۱۸ پوهنتونونو د بین المللي قاضیانو ترمنځ ترسره شوې او د هغوی لپاره تشویقوونکې وې.

 سرچینې وویل،‌ «د کونړ پوهنتونن د شرعياتو پوهنځي د انګليسي ژبې د تمثيلي محکمو غړو د استاد فضل الرحمن صافي په مشرۍ سږکال په کابل کې له ۱۸ پوهنتونو سره د بين المللي قاضيانو پر وړاندې مسابقې درلودې، هر پوهنتون د نورو څلورو پوهنتونو سره مسابقې درلودې چې له نېکه مرغه د کونړ پوهنتون محصلانو په څلورو مسابقو کې درې وګټلې او يوه یې وبايلله.»

د کونړ پوهنتون محصلانو د پکتيا پوهنتون، فارياب پوهنتون او کندوز پوهنتون ته ماتې ورکړه خو له هرات پوهنتون نه يي ماتې وخوړه.‌

که څه هم چې ویل کیږي د دولت وسله وال مخالفان په کونړ ولایت کې ډېر فعال دي خو په عین حال کې کونړ یو له هغو پښتون مېشتو ولایتونو څخه دی چې د تعلیم او تحصیل بهیر په کې په چټکۍ سره روان دی.

2 thoughts on “د کونړ سیدجمال الدین پوهنتون محصلانو له درې پوهنتونونو نه سیالي وګټله”
  1. ډیر د خوشحالی خبر دی چی کونړ ولایت پوهنتو هم نن ده دی جوګه شو چی د افغانستان پوهنتونو سره سیالی کوی زه هم پخبل وارد کونړ ولایت ولسونو ته اوهمدارنګه د پوهنتون اداری ته مبارکی وایم

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *