تاند- ولسي جرګې نن پر کونړ د پاکستان د بریدونو په اړه د ځواب ویلو لپاره دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د ملي امنیت مرستیال رييس وروبلل.

دفاع وزیر بسم الله محمدي وویل چې د پاکستان د حملو ځواب د هیواد په مشرانو او سیاسي پرېکړ پوري اړه لري.

جنرال بسم الله خان ولسي جرګې ته وویل چې ملي اردو تیاره ده چې د هر بهرني برید ځواب ووايي خو دا اقدام د دفاع وزارت له صلاحیته پورته دی.

ده وویل چې جنګ د اعلان پرېکړه د دولت، چې اشاره یې ولسمشر کرزي ته وه، او ولسي جرګې په واک کې ده.

بسم الله خان محمدي پاکستان ته د ځواب ویلو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ خو ویې نه ویل چې د پاکستان هوايي حملو او توغندويي بریدونو ته څرنګه ځواب ویلی شي.

په همدې حال کې د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي چې د پاکستان بمبارۍ لا هم دوام لري او تراوسه پوري د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۰ نورو د ژوبلېدو په اړه دقیق معلومات لري.

د کونړ والي دا هم وویل چې په یوه اوونۍ کې د دغه ولایت پر دانګام، شیګل او مرورۍ ولسوالیو د پاکستان د پوځ له لوري نژدې ۱۰۰۰ توغندي لګېدلي دي.

3 thoughts on “د کونړ والي: پر کونړ د پاکستان بریدونه دوام لري – محمدي: ځواب ویلو ته تیار یوو”
  1. محترم وزير صاحب دفاع بايد به دي بوه شي دجنك اعلان دريس جمهور صلا حيت دي مكر د منطقي دفاع ولو دهر جا له خوانه جه وي دا منيتي اركانو دروسانو مستقيم صلا حيت دي.
    كه جيري داسي نه وي دخه دباره أمنيتي بوسني به سر حد ونو كي خاي به خاي شوي دي حتي قوماندان دي بوسني كولي شي جه ددشمنانو ا ند اختر ته مستقيماء جواب وركري

  2. جناب وزیر دفاع! لطفاً اګر معنی دفاع را توضیع بدهید! بر فرق تو نام وزیر دفاع از تمامیت ارضی افغانستان ګذاشته شده است ، او یب غیرت وظیفه ات را انجام بدهید اګر حرف تعرض پیش آمد به امر جاسوس کرزی باش!
    بر شرف شما دزدان ، جاسوسان بیغیرت لعنت که نمیتوانید کاری انجام دهید چرا این مسولیت های سنګین را میپذیرید؟ معاش دالری اش را قبول دارید، چور وچپاول را قبول دارید ، اختلاس وسوء استفاده ها را قبول دارید ومنتظر امر واجازه نیستید، اما برای اجرای وظیفهء محوله دفاع از مادر وطن را نمیدانید که چګونه انجام دهید؟ وظیفهء دفاع از تمایت ارضی ضرورت به امر واجازه ندارید، وکرزی خان هم حق ندارد که اجازهء واګذاری خاک های مادر وطن را بدهد، بناعاً هرچه زودتر دست بکار شده ، یا امر دفاع تمامیت ارضی را در سرخط کارت قرار بدهید ویا لطفاً لطفاً ولطفاً کنار بروید شیر مرد های افغان وجود دارند که این وظیفهء مقدس را بشکل که لازم است انجام دهند وزیاده آبروی کشور را زیر پای کثیف خود نسازید! دور بروید

ځواب ورکول محکوم افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *