تاند- د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې یو انتحاري یې په داسي حال کې نیولی چې ښځینه کالي یې اغوستي وو.

د کونړ ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، نیول شوی کس محکم خان نومېږي او د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

خبرپاڼه وايي، محکم خان، چې د ښځو کالي یې اغوستي وو، د دولت  د مخالفو وسلوالو  له لوري په نرنګ ولسوالي کې ځانمرګي برید ته چمتو شوی و خو مخکې تر دې چې انتحاري برید وکړي د نرنګ په ولسوالي کې د پولیسو له لوري ونیول شو.

تر دې پخوا هم په ځلونو امنیتي ځواکونو د ښځو په جامو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د نیولو خبرونه خپاره کړي او رسنیو ته یې ښکاره کړي دي خو وسله والو طالبانو د ښځو په جامه کې د خپلو انتحاریانو یا نورو حمله کوونکو د نیول کېدو خبرونه تل رد کړي دي.

سره له دې چې طالبان پر انتحاري بریدونو ویاړي خو د رسنیو له لوري د ښځو په لباس کې د نیول شویو طالبانو د عکسونو پر خپرېدو حساسیت ښيي.

2د کونړ والي وحید الله کلیمزي، چې نیول شوی کس دفتر ته وروستل شوی و، د کونړ په ولسونو غږ وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري زیاته کړي او هغه کسان امنیتي ځواکونو ته په ګوته کړي چې په دې ولایت کې د نا امنیتۍ او ګډوډۍ رامنځته کیدو هڅې کوي.​

4 thoughts on “د کونړ چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ښځو په جامه کې انتحاري ونیوه”
  1. شکردى چه ونيول شوکنه بيأ خدى خبرچه څومره بيګناه انسانان به وژل شوى واى

  2. یاره سخت وشرمېدو،‌ داسې وشرمېدو چې په تاریخ کې به مو بیا سترګې جیګې نشي.‌ د نورو قومونو خلک وګورئ چې تعلیم کوي، تحصیل کوي، ورزشونه کوي، ټول هنرونه او انسانیت زده کوي او زمونږ خره وګوره چې ایله خرمرګي بریدونه کوي او هغه هم بیا د خپلې خور او مور په جامو کې؛ دا خو یوازې د دغه کوستېزن د خور او مور جامه نه ده دا د ټول افغان د ټول پښتانه د کورنۍ جامه ده. خدای مو هلاک کړه.‌

  3. بسیار جای شرم است این مردم آبرو وعزت مردم افغانستان را برباد میکنند اما به هدف شوم نخواهد رسیدند

ځواب ورکول hamid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *