تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي ادعا کوي چې د طالبانو پخواني مرستیال د دې ډلې د مشرانو ځانګړی پیغام ورسپارلی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی تېره اوونۍ پاکستان ته تللی و چې په دغه هیواد کې له ملا عبدالغني برادر او نورو طالبانو سره وویني.

د سولې د عالي شورا یوه غړي، د نوم د نه ښودلو په شرط له تاند سره په خبرو کې وویل چې دوی په پاکستان کې له ملاعبدلغني برادر سره ولیدل او نوموړي د طالبانو د کوټې د شورا یو ځانګړی پیغام وروسپاره.

ده ونه ویل چې په پیغام کې څه ویل شوي دي.

له بلې خوا پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د جګپوړو چارواکو په قول تایید کړه چې د طالبانو شورا خپل پیغام د ملا عبدالغني برادر په وسیله د افغانستان د سولې عالي شورا ته سپارلی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا غړیو له ملا عبدالغني برادر سره د پاکستان د سفر په ترڅ کې کتلي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړیو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو له طالبانو او دغه راز پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستاني چارواکي وايي چې د کوټې د شورا پیغام د افغانستان د سولې د عالي شورا پنځه کسیز پلاوي ته سپارل شوی دی.

ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو د پیغام د محتوا په اړه څه نه دي ویلي. خو دا یادونه یې کړې چې ملا عبدالغني برادر له کراچۍ څخه په الوتکه کې اسلام اباد ته رسول شوی و چې د کوټې د شورا پیغام د سولې عالي شورا ته وسپاري.

طالبانو تراوسه پوري د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. دې ډلې تر دې مخکې تل د افغانستان له حکومت او د سولې له عالي شورا سره خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې له امریکایانو سره خبرو ته تیار دي.

د ځینو کتونکو په وینا د طالبانو دا سخت دریځ سبب شوی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړي د افغانانو په منځ کې زیات شي ځکه چې د ډېرو په ګومان طالبان د افغانستان اوسنی نظام او حکومت نه مني او که بهرني پوځیان ووځي جګړې ته دوام ورکوي.

د دوی په وینا په روانه مشورتي لویه جرګه کې له امریکا سره د امنیتي تړون اکثرو دفاع کوونکو د خپل نظر د ملاتړ لپاره همدا مسله یادوله.

دوی ویل، که له امریکا سره امنیتي تړون ونه شي د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د کال څه باندې څلور ملیارد ډالره مرسته به څوک کوي.

7 thoughts on “د کوټې شورا د سولې عالي شورا ته خاص پیغام سپارلی”
  1. د طالبان اصلی مقصد همدا دی چی غربی قواوی نور هم په افغانستان کی پاته شی نو د همدی لپاره دوی له دولت سره خبری نه کولی تر څو غربی هیوادونو ته دا زمینه برابره کړی چی د هغوی په غیاب کی دولت ته خطر دی.
    فکر کوم چی طالبان به خپل هدف یعنی په افغانستان کی د امریکایی قواو د پاتی کیدو په باب موفق شوی وی . نو له دی امله اوس کولای شی د افغانستان له دولت او د سولی له عالی شورا سره خبرو ته حاضر شویدی.

  2. د چا چی خپله ژبه نه وی زده او په اردو لیکی نو له هغه به څه زده کړو . فاعتبرو یا اولی الابصار

  3. دچاچی خپل نوم نوی زده دهغه نه دخیرتوقوع نده پکارسلام جانه نودی اصلاح کړه دلیل دی په ایات ویلی دی خومصداق ی ته ګرزی دنیم نوم ویل کاملاغلط دی هم ده شرعت ده لحازه هم ده ژورنال ده لحازه عبدالسلام

  4. خبر مهم چی راسره موشریک کړ اوکوم تحلیل چی دلیکنی په پای کی سوی و ، دیولویديځوال اوتش په نامه تحلیلګر تحلیل کیدای سی دبیلګی په توګه که موږ دامنو چی یوشمیر افغانانو ددی لپاره له امریکاسره دتړون پلوی کول چی طالبان دا نظام له سره نه مني، بیاخو دحزب اسلامی اوطالبانو دواړو دریځ څرګند دی چی دبهرنیایو بلاقید اوشرطه وتل، ولی تراوسه ورته مثبت ځواب نه دی ورکړل سوی داځکه چی بهرنیان او افغان حکومت تراوسی سولی ته اراده نه لري بلکه یواځی ډراماټیکی هڅی ددی لپاره کوي چی نړی ته وښی چی موږ ډیموکراسی ته ژمن یو دادی دجګړی سربیره مو دخبرو لارهم خلاصه پریښي.

ځواب ورکول Saeed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *