تاند- جېمز ټاون (The Jamestown) خپرونې د افغان طالبانو د مشرتابه یا د کوټې شورا په اړه په یوه مفصله څېړنیزه لیکنه کې په دې شورا کې واکمن کسان په ګوته کړي او ویلي یې دي چې طالبان خ��له شورا، چې په کوټه کې ده، «د رهبري شورا» بولي.

دا شورا له پاکستانه په افغانستان کې جګړه تنظیموي او له همدې ځایه یې قومانده پر مخ بیايي.

خپرونه وايي چې د کوټې شورا اکثره غړي دیوبندي ملایان دي. د طالبانو د لویو مشرانو لکه په ۲۰۰۶ کې د ملا اختر محمد عثماني، په ۲۰۰۷ کې د ملا داد الله وژل کېدا او په ۲۰۱۰ کې د ملا عبدالغني عثماني نېول کېدا د دې ډلې نسبتاً وړو کسانو ته د مشري لار اواره کړه.
جېمز ټاون خپرونه لیکي: طالبان چې د سختو اسلامي قوانینو د نافذولو هڅه کوي، اوس یې د رهبري شورا مشري ملا اختر محمد منصور کوي. نوموړی د طالبانو په رژيم کې د هوایي چلند وزیر و.

جېمز ټاون خپرونه په خپله شننه کې وايي، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د کوټې شورا د غړیو په شمول هیچا هم ملا محمد عمر نه دی لیدلی خو ملا ګل اغا اخوند، چې د کوټې شورا غړی دی او له ملا عمر سره یې له پخوا پېژندل، یوازینی کس دی چې وايي له ملا عمر سره تماس لري.

که څه هم پخوا ویل شوي و چې ملا منصور ډېر سخت دریځی دی خو جېمز ټاون خپرونه د طالبانو د مشرتابه شورا په اړه په خپله شننه کې وايي چې نوموړی یو مصلحتي مشر دی او  په درانیو طالبانو کې زیات ملاتړي لري.

خپرونه باور لري چې طالبان په لوی کندهار کې، چې د کندهار، هلمند، زابل، فراه ، اروزګان او نیمروز ولایتونه په کې شامل دي، زیات ملاتړي لري.

تر ملا اختر محمد منصور مخکې په ۲۰۱۲ م کال کې عبدالقیوم ذاکر د کوټې شورا مشر و چې د ډېرو په نظر نرم دریځی و. دا دوه مشران په خپلو کې سیالي هم لري خو حاضردمه یې پر خپلو سیالیو خوله پټه کړې ده.

د جېمز ټاون خپرونې له لیکنې سره سم، عبدالقیوم ذاکر په ګوانتنامو زندان کې بند تیرکړی او د لوی کندهار د پوځي عملیاتو قوماندان دی.

ملا محمد حسن رحماني او عبدالروف خادم د کوټې  شورا دوه نور مهم غړي دي. دغه راز ملا عبدالرزاق او مولوي قدرت الله جمال هم د کوټې شورا غړيتوب لري.

د جېمز ټاون خپرونې له شننې سره سم ملا امیرخان متقي چې د طالبانو په رژيم کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و، دا مهال د طالبانو د مطبوعاتو او تبلیغاتو چارې پرمخ وړي.

 متقي د وزارت په مهال د طالبانو په منځ کې تر ټولو نرم دریځی او د مولوی متوکل په شان معقل وزیر ګڼل کېده.

خپرونه زیاتوي، جلال الدین حقاني هم د کوټې شورا غړی دی، خو هیڅکله یي په خپله د شورا په غونډو کې ګډون کړی مګر د ده زوی نصرالدین حقاني او یوه نژدې دوست یې مولوي احمد جان به د شورا په غونډو کې برخه اخیسته.

نصرالدین حقاني په اسلام اباد کې د نامعلومو وسله والو له لوري او مولوي احمد جان په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شول.

جیمزټاون خپرونه وړاندی لیکي:

له ۲۰۱۰م کال راهیسي عبدالقیوم ذاکر او ملا اختر محمد منصور له امریکا او اروپایي اتحادیې سره د طالبانو د تماسونو چارې څاري. د دغو تماسونو په پایله کې په قطر کې طالبانو ته د څو ورځو لپاره دفتر پرانیستل شو.

د خپرونې په باور، د کوټې شورا دغه راز د ولسمشر حامد کرزي له خوا د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي موافقې د نه لاسلیک کولو ملاتړ کړی دی.

د کوټې شورا له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه څه نه وایي. اسلام اباد د افغانستان د حکومت او امریکا له غوښتنو سره سره، نه غواړي چې د کوټې شورا بنده کړي او له طالب مشرانو په پاکستان کې د ازاد تګ راتګ اجازه واخلي.

خپرونه پاکستان ته خبرداری ورکوي چې که فکر کوي چې طالبان به د دوی لپاره نباتي جګړې ته دوام ورکوي نو باید خبر اوسي چې که چېرې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، نو ممکن د اسلام آباد لپاره به په نورو هیوادونو کې د نیابتي جنګیالیو په توګه کار ونکړي او دا به هم ممکنه نه وي چې دا ډله دې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه وپیژنې

7 thoughts on “د کوټې شورا څوک چلوي؟”
  1. د کوټی شورا امریکا ، سعودي او پاکستان یی په ګډه سره چلوي

    د انګریز په خولی جوړ شوی شنه درواغ دی چه افغان ولس په تیر باسي

    کله چه د طالب شورا په کوټه کی ده نو بیا دا لوده امریکایی او ناټو دا دوولس کاله په افغانستان کی بیزی څرولی که څنګه ؟؟؟

    ایا پاکستان د امریکا د اجازی نه پرته طالب او د کوټی افغان ضد شورا ژوندی ساتلی ؟؟ ځواب یی نفی کی ده ! پاکستان د انګلیس په لاس جوړ شوی هغه د فساد ځاله ده چه د انګریز او امریکا په امر هر څه ته اماده اوسي او ژوند یی هغوی پوری تړللی ده . د خپل غربي بادار د اجازی څخه پرته تشناب ته هم نشي تللی

    که چیری پاکستان د امریکا پر ضد طالب ته وسلی او مهمات ورکوي نو بیا امریکا پر پاکستان مرستی ولی نه بندوي ؟؟ او بندیزونه ولی پری نه لګوي ؟ د لیبیا ، عراق او سوریا په شان چلند ولی ورسره نکوي ؟ ولی یی هر کال په ملیاردونو ډالرو نازوزي ؟؟؟

    رښتیا خو دادي چه د کوټی شورا د امریکا د مستقیم نظارت لاندی کار کوي او ټولی تجهیزات او مالی مرستی یی له امریکا راځي
    دا جګړه امریکا جوړه کړی او امریکا یی پر مخ وړي . طالب هم امریکا ساتلی او د طالب پر ضد تش په نوم جګړه هم امریکا ژوندی ساتلی
    بس اوبه خړوي او ماهیان پکی نیسي
    مرګ په امریکا او د هغه په تورمخی طالب

  2. د کوټې شورا د امریکا او پاکستان او سعودي په خوښه اوملاتړ پر مخ روانه ده. ملا عمر په ریښتیا هم چا نه دی لیدلی بلکې د جګړې اصلي او تخنیکي قومانده د پاکستاني پوځیانو په لاس کې ده. افغانستان چې په ښکاره د طالب پرځای له پاکستان سره جګړه نه اعلانوي علت یې دا دی، چې دا جګړه به د باکستان پرضد نه بلکې د امريکې پر ضد وي. ملاعمر، د کوټې شورا او د قطر شورا ګانې دا ټول مولۍ ګانې دي. د جنګ رهبریت د امریکا او سعودي په ملاتړ د ای اس آی لخوا پر مخ خي. امریکا ځکه د جګړې دوام غواړي، چې له خوا افغانستان باید آرام نه دی داسې نه چې د پاکستان لپاره سرخوږی شی او له بلې خوا څومره چې اخ او ډب هومره امریکا په سیمه کې تګ راتګ ډېرولی شی او په سیمه ښه کنترول ساتلی شی. زه هر طالب دانه دانه پېژنم او د هر یوه عقل او معقولیت را ته معلوم دی. الله پاک دې افغانستان د دوی له شره داسې خلاص کړي لکه له روسانو چې خلاص شو -آمین یا رب العالمین

  3. که د پاکستان تاریخ ته ځیر شو بریتانیا چې کله پاکستان رامنځته کاوه دا یې فکر ؤ چې له پاکستانه به د اسلام په نوم ګټه پورته کوي او لومړی یې د دې هیواد نون پاکستان (د پاکو د اوسیدو ځای) او بیا یې د مرکز نوم اسلام اباد ( د اسلام ابادول) کیښود او په راتلونکي وختونو کې به له یاد هیواد څخه د اسلام په نوم خپله ګټه پورته کوي چې دا دی هر څه مو په خپلو غړولو سترګو ولیدل

  4. تبصره یی معلومات لری خوبصیرت ته ضرورت ده چه دا سه دی او سه وکو(باید سړی له ځان نه ماهی جوړ کړی

    زما په خیال دا ماهیان شه خلک دی

  5. (کاشکی چی مریض وایی)

    داسی متل می اورید لی وه ۰ چی روغ صحت نیمه او بعضی خلک وایی چی ټوله بادشاهی ده۰ مګر داسی می نه وه اوریدلی ۰ کاشکی چی مریض وایی ۰ خودا خبره می تیره ورځ د یو غریب افغان د خولی څخه واوریدله۰ هغه هم د یو پنځه غنم او یوی لوټۍ غوړیو په خاطر چی امداد کوونکی خارجی موسیسی د توبر کلوز مریضانو سره کله کله کومک کوی!
    قیصه داسی ده ۰ د افغانستان په ټولو د توبر کلوز د تداوۍ په صحی مراکزو کښی هغه مریضان چی د توبرکلوز فغاله مریضی ولری ۰ نو تداوی یی په وړیا ډول سره او څرنګه چی دا مرض اکثره په هغو خلکو موجود وی۰ چی د ژوند سطحه یی ظغیفه وی ۰ ځکه دا مرض د خراب او سپوره خوراک په وجه په غریبو خلکو زیات منځته راځی ۰ نو له همدی کبله سازمان صحی جهان او نوری خیریه موسیسات ددی مریضانو سره د خوراکی موادو کومک کوی۰ یو نفر چی نو یی خیرالله وه۰ او خورا ښه تکړه ځوان وه۰ مګر شاید مفت خور غادت به یی لرلو۰ او یا به خیرات خور وه۰ د توبر کلوز د تداوۍ مرکز ته راغللو۰ اود توبرکلوز مغالج ډاکټر ته یی وویل ۰ چی ډاکټرصاحب زه د توبرکلوز مرضی لرم ۰ ماته د توبرکلوز دوا سره د خوراکی کومکی مواد راکړه ۰ ډاکټرورته وویل ۰ چی وروره ! مونږ د مریض بلغم دری ورځی سر په سر مغاینه کوو۰ چی دری ورځی سرپه سر دمریض مغاینات مثبت واختل ۰ نو هغی مریض ته د یوکال سره د کوپونی موادو کارت ورکوو نو د خیرالله بلغم دری ورځی سر په سر مغاینه کړل ۰مګر نتیجه یی منفی وه۰ نو په دریمه ورځ ډاکټرصاحب خیرالله ته وویل ۰ چی وروره شکر اوباسه !چی توبرکلوز نه یی او جوړ اوختلی ۰ چی ګوری ۰ ددی خبری په اوریدلو سره خیرالله ذوف شو ۰ ډاکټر ورته غاجلی پیچکارۍ وکړلی ۰ او خیرالله یی په هوش راوستلو ۰ نو ډاکټر ورته وویلی ۰ چی خیرالله خانه څه د رباندی وشولو ۰ چی ذوف شوی ۰نو خیرالله ورته وویلو ۰ کاشکی ډاکټر صاحب چی مریض وایی ۰ کراری به استراحت وایی او کومکی مواد به می اخستلی ۰ او د مزدرۍ نه به خلاص وای ۰اوس ورونو فکر وکړۍ ۰ داسی خبره څوک کوی ۰ یا داچی په خپل ټول عمر کښی یی مریضی نه وی لیدلی ۰ځکه نو د روغ صحت په معنی نه پو هیږی ۰یا عمری مفت خورسوالګر او یا دا چی لیونی وی! نو د زرو په قدراو قیمت زرګر پوهیږی اود روغ صورت په قدر هغه څوک چی د مریضۍ سخت دردونه یی لید لی وی۰نو مونږ ته لازمه چی هر وخت الله تعالی ته د روغ صورت سیرت سوالونه وکړو ۰۰۰اوبس

  6. کوری ای افغانانو د افغانستان د جهاد او مقاومت په وخت که چی د روسانو سره وشو د افغانانو په ظاهره پاکستان دوست هیواد بلل کیده اما پرهغه وخت کښی پاکستان خپل اهداف درلودل او د خپلو اهدافو د پاره یی کار کاوه د نمونی په ډول کله به چی صلاح او تجهیزات مجاهدینوته د آمریکا او عربی ملکونو لخوا مرستی کیدلی نو پاکستان به خپله برخه تری شکوله لکه د پاکستان تاریخ او د پاکستان دا مودرنه صلاح ګانی و د افغانستان اوپاکستان دشمنی ډیره خطرناکه د ولی چی ټول عمر افغانستان د پاکستان په مقابل کښی دوست پآتی شوی او پاکستان د آخرین حد د افغانستان د ورانولو تلاش کړی دی نو پرته لدی چی دا وطن یو ډیر خطرناکه د نستوڼی مار لری په بچیو کی یی داسی وګړی شته چی حلالی ندی او د موراو ناموس په سترګه مورته نګوری او د ورانولو د پاره یی پیسی هم اخستلی شی او دی وطن ته بیدون لدی چی ارګی وکړی ګیډی ته یی ښکته کوی

ځواب ورکول میرویس هاشمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *