ادم خان سیرت /

میړه مې د ملي اردو په لیکو کې صاحب منصب و په هلمند او کندهار کې يې دنده ترسره کوله څلور کاله وړاندې کوم ناځوانه په خوراک کې څه ورکړي و وروسته له هغې د پوډرو عملي شو په کور پریوتو موده وروسته مو د هغه درملنه شروع کړه له روغتون څخه خارج شو، موده وروسته له کوره تری تم شو ټول ځایونه مو ورپسې ولټول د کوچنيوو اولادنو سره مې یوځای مې هرکوڅه  ورپسې ولټوله، ښایسته موده وروسته یوې شمیرې څخه زنګ راغی وویل يې دا کس دکابل سیند ترڅيرمه پل محمودخان  سیمه کې مړی شوی دی  په تذکره يې دا نمبر لیکل شوی و، د کور ادرس يې واخیستو خو زما باور نه راتلو چې زما خاوند به وي ساعت وروسته د پولیسو موټر کې په کمپله کې تاو کړی جسد يې د کور مخ ته راوړ له ما خو وار پار خطاء شو مور مې د رینجر موټر  منځته ورغله د کمپلې په پورته کولو سره يې مخ ته سپیړې ورکړې چې لور مې هم زما په څیر کونډه شوه دا خبره مې په زړه لک ټوپک ګولۍ ننوتله په ځمکه کښيناستم نوره ځانته نه یم پوهه شوې خو د میړه غر په څیر وجود مې پوډرو لکه وچه ریتاړه کړی و، زما په غیږ کې درې کوچنیوو بچیانو  خپل پلار ځکه ونه پيژندو چې دپلار مينه يې يې نه وه لیدلې، د کفن لپاره ۶۰۰ افغانۍ مو له همسایه را پور کړې د څرخي پلمه هدیره کې مو خښ کړ خسر او د میړه ورونو مې بهر کي اوسیږي، موه وروسته مې خسر  د کونډې مور کور ته راغلو ددې پرځای چې زما غم وژړوي او کوچنيوو لمسیانو سپیرې شونډې غوړې او له سترګو يې اوښکې پاکې کړي له مايې د لمسیانو د اخیستلو ګواښ وکړ او بیرته په خپله مخ ولاړو.

دلته مې مور کره اوسیږم مور مې هم کونډه د شهید شوی ورور په میاشتني معاش مې ایله دمور او خویندو ساه چلیږي، د کور کلي د خلکو ډوډۍ پخوم دوه غبرګوني زامن مې چې لا درې کلن شوي نه دي یو يې له کوچینوالي څخه سمه دړه دی کښیناستلی نه شي کال دمخه مې یوځل صحت طفل ته بیولی و ډاکتر يوه نسخه دوا ورکړه ورسره لږ په حرکت راغی څه وکړم مجبوریت دی د دوا پیسې یې له کومه کړم د نس مړولو  توان یې نلرم درملنه خو يې پر خپل ځای پریږده.

ملګرو ددې بیچار میرمنې هره خبره مې په زړه ده په احمدشاه بابا مېنه کې اوسیږي ستاسو مرسته ددې میرنې د اولادنو ژوند ژغورلی شي.

One thought on “د کوچنیوو ماشومانو درملنه څه چې د مړولو وس يې نلرم…”
  1. سیرت صاحب والله چه اوښکی می روان شو خدای تول مسلمانانو باندی ورحمیزیږ که لطف وکری ادرس ورکری چه بعضی دوستان ورسره مرسته وکریږ

ځواب ورکول احمدالله برهانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *