شیخه جاسم

تاند- د کویت د پوهنتون یوه استاده د اساسي قانون د لومړیتوب په اړه په یوه تلویزون کې د څرګندونو په خاطر په کفر ویلو تورنه شوه.

شیخه جاسم، چې د تېر مارچ په اتمه د افراطیت یا سختدریځۍ په موضوع له الشاهد تلویزیون سره مرکه کوله، د یوې پوښتنې په خواب کې وویل چې عملاً د هیواد په اداره کې تر قرآن او شریعت اساسي قانون معتبر دی.

د کویت لویې څارنوالۍ د شیخه جاسم پر خلاف د یو شمېر خلکو د شکایتونو له ترلاسه کولو وروسته نوموړي وروبلله.

شکایت کوونکو ویلي چې د مېرمن جاسم څرګندونو روحي صدمه وراړولې ده.

محکمې تراوسه پوري د اغلې جاسم د محاکمه کولو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

په مرکه کې له اغلې جاسم څخه پوښتنه وشوه چې سختدریځي عناصر وايي چې مذهب د کویت تر اساسي قانون مهم دی. دې په ځواب کې وویل، دا ډول نظر خطرناک دی او د دې په باور باید سیاست او دین سره جلا شي.

یو شمېر کویتیانو په ټولنیزو رسنیو کې له پوهنتونه د مېرمن جاسم د ایستلو غوښتنه کړې خو ډېرو نورو د دې ملاتړ کړی دی.

شیخه جاسم د کویت پوهنتون د فلسفې د پوهنځي استاده ده.

2 thoughts on “د کویت د پوهنتون استاده په کفر تورنه شوه”
  1. داچی اغلی د فلسفی د پوهنځی استادا ده، نو داسی ښکاري چی کامل مسلمانه نده ځکه چی اساسی قانون ته یی د قران او شریعت څخه لومړیتوب ورکړی دی

  2. یواځی دا خبره یی هم د کفر لپاره بس ده چه سیاست باید له دینه جلا شی سیاست خو داسلام ددین برخه ده او اسلام لکه د مسیحیت غوندی په معبد پوری محدود دین ندی

ځواب ورکول انجینر عبدالباسط ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *