تاند – د وروستي راپور له مخې د بلوچستان ایالت د کوټې د پولیسو په یوه کالج د وسله والو له خوا په شوي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱ او د ټپیانو شمېر ۱۲۴ تنو ته ورسېد.‌ د ۲۰ ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.‌

داعش او پاکستاني طالبانو د کوټې د تېرې شپې د خونړۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست. د داعش «اعماق» خبري اژانس خبر ورکړ چې دا حمله د دوی وسله والو کړې ده. د پاکستان وسله والو طالبانو د کراچۍ څانګې هم رسنيو ته په لېږلي برېښناليک کې ادعا کړې چې بېګانى بريد دوى کړى دى.

په وژل شویو کې ۶۰ پولیس او یو پوځي دی.

د بلوچستان اعلي وزیر وايي چې د حمله کوونکو شمېر ۳ تنه و چې ټولو ځانونه الوزولي دي. د ده په وینا اکثره مرګ ژوبلې د لومړیو دوو تنو د چاودېدونکو موادو د چاودېدو له کبله پېښې شوي دي.

یو شمېر نور له ودانۍ څخه د ځان غورځولو په مهال ژوبل شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی خو د ملېشه ځواک قوماندان جنرال شېر افګن رسنیو ته وویل چې حمله کوونکي د منع اعلان شوي لشکر جنګوي العالمي تنظیم غړي دي او هغوی ته له افغانستانه لارښوونې کېدې.


03دا حمله د دوشنبې په ورځ د شپې په نهه نیمې بجې شروع شوه او اوس چې د سې شنبې د ورځې د سهار څه باندې ۴ بجې دي لا هم روانه ده.‌

د پاکستان سما تلوېزیون د پاکستاني ځواکونو د ۲۳ وژل شویو او ۱۰۹ ټپیانو شمېر د سهار په ۴:۱۰ بجې اعلان کړ خو ښایي دا شمېر زیات شي ځکه له دې نه یوازې لس دقیقې مخکې یې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه او شل دقیقې مخکې ۱۲ تنه ښودلی وو.‌

په ځایي وخت په ۵:۲۰ بجو دا شمېر ۵۴ وژل شویو او ۱۱۷ ټپي شویو ته ورسېد.‌

سما تلوېزیون د پاکستان د حکومتي چارواکو له قوله وایي چې د وسله والو دا حمله له افغانستان څخه رهبري کېده او زیاتوي چې دا حمله لشکر جنګوي العالمي ډلې کړې ده.‌

د پوځي چارو کارپوهان وایي چې پاکستان په دې توګه خپل ټر په پر پټوي ځکه چې دا مهال په نړیواله سطحه په سخته انزوا کې را ایسار دی او یو شمېر تحلیلګران وایي چې ښایي د پاکستان پوځي اسټپلشمنټ چې پنجاب ایالت او پنجابیان یې رهبري کوي د بلوچستان په کړکېچ ځپلي ایالت کې دا کار پخپله تنظیم کړی وي چې په دې توګه له غربي نړۍ نه د ترهګرۍ د قرباني هېواد په توګه د پخوا په څېر نور امتیازات ترلاسه کړي.‌

6 thoughts on “د کوټې د برید د وژل شویو شمېر ۶۱ او د ټپیانو ۱۲۴ ته ورسېد”
  1. که ای ایس ای هر څومره خپل خلک مړه کړې او په یو او بل دعوی وکړې خلکو ته معلوم دی چې دا ټول ددوی د خپل لاس نیالګي دي. خپه پدې یم چې دا ټولې حملې په پښتونخوا او بلوچستان کې کیږي ولې په پنجاب کې نه کیږي؟ دا هم یوه لویه پوښتنه ده.

  2. دا سی عملونه ټول آی ایس آی کوی تر څو په په بلوچستان کښی پښتانه او بلوچان سره واچوی او دوی ته وښیی چی که پنجابیان نوی تاسی به اوبه یوسی او هم اسلام آباد هڅه کوی چی بلوچان او پښتانه د آزادی سر پورته نکړی. پا کستان خو یو شیطانی ملک دی او د خردجالی د پروژو تطبیق کوونکی هیواد دی اوس غواړی د نړی توجه ځان ته جلب او ډالر لاسته رواړی. موږ هر ورځ ستاسی له لاسه په داسی اور کښی سوځو لکه تاسی چی تیره شپه وسوځیدی الله مو تر دی بد تره لره . دا د پټی سر دی پټی کښته سورور دی.

  3. دا حمله پخپله د آي ، اس ، آی لخوا مهندسي شوي ، چې له یوې خوا د کويټې پښتانه په نښه کؤي له بلې خوا د افغا نستان د حکو مت بد نامي کوي، دنیا والو ته ښيي چې موږ هم د تروریزم قر با ني یو، په داسې حال کې چې د ترور یزم مر کز پنجاب دۍ

  4. د داسې خونړیوبریدونوکاردپاکستان داستخباراتي شکې کاردی ترڅونړیوالوته وښایي چې باکستان هم دتروریزم قربانی دی.بایدهراړخیزې مرستې ورسره وشي.پداسې حال کې چې په سیمه اونړۍ کې دتروریزم زیږوونکی،تمویلوونکی ،روزوونکی اولېږوونکی هېوادپه خپله د ای اس ای اداره اوپوځ دی.دوی په دې کارسره له یوې خوادکوټې پښتانه په نښه کوي اوله بلې خواځخه افغانستان بدنامه کوي.ترڅوپورې چې د پاکستان دولت دنړۍ له سیاسي نقشې ځخه لېرې نشي ترهغوپورې به سیمه اونړۍ ناارامه و اوسي.

  5. نړیوال په تیره بیا دملګرو ملتو کارکوونکی کی دیی دغه حمله ډیره جدی او ژوره وڅیړی، اوس زمانه هوښیاره شویده، دپاکستان آی اس آی او فوځ د دوکو اوچلونو څخه اوس ټوله دنیا ښه خبره ده، دغه حمله دپاکستان د حکومت لخوا جوړه شویده ترڅو پاکستان دنیاوالو ته وښایی چه مونږ هم دترهګری قربانی یاستو

    دپاکستان حکومتی چارواکی باید دجنګی مجریمونو محمکمی ته کش کړی شی

  6. زه فکر کووم چه دا حمله د باکستان له خوا طرح شویده – د دوه اهدافو لباره ۱- نړیوالو ته دا په ډاګه کی چه پاکستان هم د تروریزم قربانی ده او بل دا چه د پښتانو قوت کم کړی – زکه چه دا ډول حملی ولی په اسلام آباد او نور د پنجابیانو په سیمه کی نه کیړی ؟؟؟؟

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *