تاند – افغان باولرانو په شارجه کې د شل اورونو په کرکټ لوبه کې د کینیا لوبغاړې داسې یو په بل پسې وسوځول چې امپایر یې هم حیرانه کړی و. د کینیا اووم بیټسمین چې کله میرویس اشرف اوټ کړ او کینیایي لوبغاړي شاته لرګیو ته وکتل نو امپایر سر ورته وخوځاوه او د حیراني اشاره یې ورته وکړه.

حیمد حسن بیا په خپل لومړي اوور کې دوه لوبغاړي وسوځول، تر ده مخکې ځدراڼ په اول اوور کې یو ویکټ واخیست، ځوان لوبغاړي هوتک هم په لومړي اوور کې یو کینیایی له مخه لرې کړ او بیا دوه ویکټه میرویس اشرف واخیستل.

په دې ډول د کینیا لوبغاړي تر سخت فشار لاندې راغلل او لوبه افغانستان په بشپړ ستر توپیر د ۱۰۶ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان تر باولرانو مخکې بیټسمینانو ښه لوبه وکړه دوی په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې کینیا ته ۱۶۳ منډې هدف وټاکه. په پیل کې د سر لوبغاړی محمد شهزاد ډیر ښه ولوبیده ده په ۱۹ توپونو ۳۶ منډې جوړې کړې بیا کریم صادق او نوروزمنلګ ژر وسوځیدل خو اصغر ستانکزي وکړای شول چې په ۳۴ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړي. کپتان محمد نبي په ۲۴ توپونو ۲۶ منډې وکړې او په زړه پورې لوبه د سمیع الله شینوارې وه چې په یوازې ۱۴ توپونو یې ۳۹ منډې وکړې. د ۱۶۲ منډو له جوړید سره د افغانستان شپږ لوبغاړي وسوځیدل.

ټاکل شوې ده چې بل سبا افغان کرکټ لوبډله خپله بله شل اوریزه لوبه له کینیا سره په شارجه کې وکړي. همداراز افغانستان او کینیا به دوې یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ مسابقې هم وکړي. که افغانستان یو ورځنۍ مسابقې وګټلې په مستقیم ډول به د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوالو اتلولیو ته ووځي.

4 thoughts on “افغانانو د کینیا د بیټسمینانو پښې ولړزولې”
  1. واقعا چه په زړه پوری لوبه وه انشاالله چه افغان لوپډله به نږدی وخت کی ای سی سی په ټاپ 6 کی راشی دعاګوی یم چه دواړه یو ورڅنی لوبی وګټی او نړیوال جام ته لاره پیدا کړی

  2. پہ 2 نیٹہ بہ یو ورزنی لوبہ وی .او شل اوریزہ بہ د ٹولو لوبو پہ اخر کی کیژی .

ځواب ورکول محمداسلم احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *