د اګست ۳ مه / د ګردېز د امام زمان جومات تروریستي برید

دا خبر تازه کېږي

 تاند- د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز د امام زمان جومات د شهیدانو شمېر ۳۵ او دټپیانو ۷۰ ته ورسېد.

په دې جامع جومات کې لومړۍ انتحاري چاودنه په یوه نیمه بجه داسې مهال وشوه چې خلک د جمعې په لمانځه ولاړ ول.

د پکتیا د عامې روغتیا رييس ډاکتر ولایت احمدزی وايي، په دې خونړۍ حمله کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ۳۰ تنو وژل کېدا تاییدوي.

اکثره ټپیان د افغان ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو روغتون ته وړل شوي دي ځکه چې په دولتي روغتون کې د دومره ډېرو ټپیانو د درملنې ظرفیت نشته.

د ګردېز په جومات کې انتحاري بریدونو تر ۳۰ زیات لمونځ کوونکي شهیدان کړي

تاند- د پکتیا ولایت د ګردېز په یوه جامع جومات کې په دوو انتحاري حملو کې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ژوبل دي.

شاهدان وايي چې لومړی یوه انتحاري حمله کوونکي ځان د جومات په خوله کې په داسې حال کې والوزاوه چې خلک د جمعې پر لمانځه ولاړ ول.

ورپسې بل انتحاري ځان والوزاوه.

ګومان کېږي چې دوهم جومات ته ننوتی و.

ځینې شاهدان وايي چې حمله کوونکو چادرۍ پر سر کړې وې.

د پکتیا امنیه قوماندان راز محمد مندوزي رسنیو ته وویل چې تر ۳۰ زیات لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

په لسګونو ټپیان روغتون ته وړل شوي چې د ځینو حال نازک دی.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو ګومان کېږي چې دا برید به داعش کړی وي.

One thought on “د ګردېز د جومات د شهیدانو شمېر ۳۵ او د ټپیانو ۷۰ ته ورسېد”
  1. د مسلمان ۵ وخته دوعا شهادت ده، مسلمان خو ژوند کي شهادت لپاره، له دې ښه کار:(:(:(:(:(

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *