تاند- د ګریشک د فوټبال د لوبډلې درې لوبغاړي په یوه ترافیکي پېښه کې ځوانیمرګه شول.

د هلمند د ولایتي چارواکو په وینا د ګریشک لوبډله د یکشنبې په ماښام د ولایت له مرکز لشکرګاه څخه خپلې ولسوالۍ ته ګرځېده چې له پېښې سره مخامخ شول.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک د دې پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه دي وړاندې کړي خو ویلي یې دي چې د ګریشک د لوبغاړو موټر د لشکرګاه – ګریشک په لاره چپه شوی دی.

د ګریشک د فوټبال ټیم د مسابقې لپاره لشکرګاه ته تللی و او د لشکرګاه له لوبډلې څخه یې مسابقه هم ګټلې وه.

One thought on “د ګریشک درې فوټبالران ځوانیمرګه شول”
  1. په افغانستان کې موټروان او موټرواني له کومه شوله؟
    ځوانان چې د خپلې ځوانۍ او جهالت په نشه مست شي بیا همداسې دوړې کوي.

    کاش چې د دوی سره د ژوند قدر او ارزښت وای

ځواب ورکول مجید زړه سواند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *