قدم چې اخلمه قدم ګوره په ډار اخلم

نه درنه ځم او نه درځم د زړه ازار اخلم

د زور دې نه یم زوروره خو لا ماته نه یم

چې پناه کیږمه په دې کې درنه وار اخلم

بې لوظه یار مې په لیمو کې زنګوي خوبونه

ځم په بڼو یې له بڼو دغه غبار اخلم

دا خو منم چې هر یو ګل درسره لاره وهي

خو لمره! زه په غورځیدو کې درنه لار اخلم

اوس هره ساه له خپل وجوده پسې بیله یمه

اوس هر ه ساه یو چاته نوی انتظار اخلم

One thought on “د ګلالۍ احد غزل”
  1. ډېر ښکلی غزل دی. اول ځل مې د ګلالۍ احمد نظم که غزل د طالبانو وخت کې له امریکاغږ نه اورېدلی و خو اوس مې هېر دی.‌

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *