استاد ګل پاچا الفت د ګڼو منشورو او منظومو شعرونو د مجموعو او د ديني، ټولنيزو، علمي، ادبي او ژبنيو څېړنيزو کتابونو مولف، مشهور او منلی شاعر، نقاد ليکوال، ماهر ژورناليست او تر بشري وسع پورې د ديني، سياسي او اخلاقي تقوی لرونکی او پالونکی انسان و.
دی د درېيمې (معاصرې) دورې له ښو او پياوړو شاعرانو څخه دی، چې اوس يې هم شعرونه ډېر ويونکي او لوستونکي لري.
استاد الفت د خپل وخت په معيار ډېره لوړه، رنګينه، خوږه، پخه او په زړه پورې شاعري کړې ده، فکر، معنی او لفظ يې سره همغاړي کړي دي، د طبيعت اواز، د ټولنې اواز او د پېښو اواز ته يې دشاعر د اواز رنګ او اهنګ بښلی دی، فکر يې په خيال او خيال يې په فکر کې نيولی، معنا ته يې رنګ او رنګ ته يې معنا موندلې ده.
سر محقق بختاني صاحب (زما استاد الفت) مقالې ټولګه (لوی او لوړ شخصيت) مقالې کې د استاد الفت پر شاعرۍ خبرې کړي دي، وایي: (استاد الفت په شاعرۍ کې د استادۍ حق لري، لکه څنګه چې په فارسي شاعرۍ کې خليل الله خليلي او ملک الشعراء بهار د معاصرې (درېیمې) دورې پياوړي شاعران دي، په پښتو ژبې کې الفت صاحب د همدوی په شان د لوړ مقام خاوند شاعر دی او له لوړو شاعرانو سره يې په شعر کې پرتله کولی شو.)
د الفت صاحب په شعرونوکې د شعر ټول اساسي او ځينې فرعي توکي شته دي، چې د شعر له اساسي توکو نه دده په شعرونوکې د مفکورې او فکر برخه درنده ده.
د استاد اکثره منظومه وينا ته شعر ويلی شو او ټولو ادبي ټوټو کې يې ډېرې برخې ته منثور شعر ويلای شو.
شعر هغه کښلې او اهنګينه ژبه د فکر و خيال عاطفې تړون ته وايي او له نظم څخه يې بېلوالی په اساسي توکو کېږي.
منثور شعر هغه نثري وينا ده، چې شعري کيفيت ولري، هر هغه نثر چې تخيل، احساسات او جذبات، مفکوره او نور فرعي توکي ولري، چې د الفت صاحب د تخليق (نظم او نثر) ډېره برخه (نظم) ته شعر او (نثر) ته (منثور شعر) ويلی شو.
دده د تخليقي اثارو په اړه پوهاند عبدالحی حبيبي ډېر ښه نظر ورکړی دی او د تخليق ښېګڼې يې داسې ښوولي دي:
۱. جمال: چې د الفاظو او کلماتو غوره کول (انتخاب) او بيا د هغه اوډل (ترتيب) او پيودنه د (نظم) يې غټې نښانې دي.
۲. برهان اواستدلال: که د فطرت له هره مظهره څخه وي، يو منلی دليل جوړولی شي او دده په نظر کې د دنيا ټول مظاهر د استدلال لپاره څرګندې نښې دي.
۳. انتقاد: ددې د هنر غټه ښېګڼه ده، دی د مظلومو خواخوږی دی، د اجتماعي ظلمونو سخت دښمن دی، پخپلو ليکنو کې ولسي تجاوزاتو ته ګوته نيسي، د الفت هيڅ منظوم او منثوره تخليقي وينا نشته، چې له لوړو ښېګڼو ځينې تش وي؛ ځکه نن د پښتو ليکوالو په ډله کې الفت تر ټولو مخکې ودرېږي او ددې ليکنې د پښتو ادب شمله ګڼلی شو.
رښتیا هم د استاد د شعرونو د کلمو انتخاب، د هغه ترتيب او بيا يې اوډنه په ډېر استادانه ډول شوې ده.
نامانوس کلمات، درانده کلمات او هغه لغات چې په ويناکې سکته ګي منځته راوړی، دده په منظومو ويناوو کې نشته.
دې د خپل فکر د اثبات لپاره لوستونکو او اورېدونکو ته داسې دلايل وړاندې کوي، چې په روزمره ژوند کې زموږ او ستاسې ورسره سر و کار دی.
دا چې الفت صاحب د ويښو زلميانو د ګوند غړی و، د هغو له مهمو مرامونو ځينې د ټولنې هر اړخيزه اصلاح وه او د استاد الفت دې په وخت کې ټولنيزه بې عدالتي د نن ورځې بې عدالتي نه کمه نه وه، نو ځکه د استاد د تخليقي منثورو او منظومو اثارو ډېره برخه انتقاد دی، ددې دغه سالم مثبت انتقاد د ټولنې د اصلاح لپاره دی.
پوهاند استاد رازقي نړيوال، (د ارواښاد استاد الفت په اثارو کې د منطقې استدلال څو بېلګې) مقاله کې د استاد الفت په تخليق کې منطقي استدلال باندې د کار او ګټورې خبرې کړي دي، چې زه يې لنډيز را اخلم: (د شعر او ادب له ډېرو ضروري ملازماتو څخه يو هم دمنطقي استدلال ځانګړتياوې دي او بیا د منطق له بنسټيزو برخو څخه استدلال او برهان ګڼل کېږي او همدا دواړه اړخونه دي، چې ادبي اثارو ته ارزښتمندې او په زړه پورې توب ورکوي او لوړ تخليقونه يې فوراً او بې تامله د مننې وړ ګرځي، علاقمندي ورسره پيدا کېږي او اغېزمنې يې زړونو ته لار پيدا کوي، د استاد الفت په ټولو ادبي تخليقونو کې که شعر دی او که نثر، د منطقي استدلال زياتې بېلګې ليدل کېږي.)
د استاد د شعرونو ښېګنې ډېرې دي، چې منطقي استدلال يې يوه مهمه ښېګڼه ده.
د استاد سالم انتقاد د ټولنې د خير ښېګڼې لپاره وه او دې ادب د ادب لپاره نه؛ بلکې ادب د ژوند لپاره نظر درلود.
ادب د ژوند لپاره نظريې پلويان په دې عقيده دي، چې ادب د روحي تسکين ترڅنګ د ټولنيزې او اخلاقي روزنې، اصلاح او د اذهانو د روښانولو دنده هم پر غاړه لري، که موږ د استاد ګل پاچا الفت شاعري وګورو، راته به معلومه شي، چې هغه څنګه ادب د ديني، مذهبي عقايدو، اجتماعي، اخلاقي او د ملي احساس د بېدارۍ او تبليغ لپاره يوه ډېره اغېزمنه وسيله ګرځولې ده.
د استاد ټولې وينا کې هدايت او لارښوونه ده او د ولس د اصلاح او پېشرفت لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.
بختانی صاحب پخپلې (د خادم او الفت شعر د الفت او خادم له نظره) مقالې کې د الفت د شاعري په باب وايي، د الفت په شاعرۍ کې د خوشحال خان خټک د افغانيت زور، د رحمان بابا د شعر خوږوالی او رواني او د حميد او کاظم خان شيدا ادبي نزاکتونه موجود دي.
الفت صاحب په شعرونو کې د ختيزې شاعرۍ کالبونه (غزل، قصيده، رباعي، مستزاد) شته دي او د ولسي او نوې شاعرۍ ژانرونه او ځېلونه هم کارولي دي.
د محتوا او منځپانګې له مخې ددې شعرونه هر ډول مضامين لري، چې سالم انتقاد يې د شعرونوعمومي او مرکزي اصل او اساس جوړوي.
د الفت صاحب په شعرونو کې د شعر ټولې لفظي او معنوي ښېګڼې ليدل کېږي.
د پوهندوی محمد ابراهيم همکار د ليسانس د دورې مونوګراف (د الفت په اشعارو کې بديعي ښکلاوې) کې د الفت صاحب د شعرونو ټولې لفظي او معنوي ښېګڼې سره د مثالونو ښوولي دي، چې زه يوازې د اکثروعنوانونو ذکر کوم.
د الفت په شعرونوکې بديعي معنوي صنايع دا دي: طباق الاضداد، نوموال طباق، کړوال طباق، ايجابي او سلبي طباق، مقابله، ايهام تضاد، مراعات النظير، لف و نشر، مرتب لف و نشر، غير مرتب لف و نشر، عکس او تبديل او داسې نور صنعتونه لری.
د استاد په شعرونو کې لفظي صنايع دا دي: (سجع، قلب، قلب بعض، قلب مثنوي، تجنيس او ډولونه يې، تضمين، تصدير، او داسې نور صنعتونه لري.
د استاد ګل پاچا الفت په شعرونوکې د شعر اساسي توکي (تخيل، احساسات او جذبات، مفکوره او اهنګ) شته دي، خو د فکر برخه يې پياوړې ده.
د مفکورې په اړه د ادبپوهانو يوه رايه نه ده او هر يو بېل بېل نظريات لري، ځينې مفکوره د شعر لپاره اساسي اصل ګڼي، ځينې بيا د دې برعکس خبرې کوي، خو زما پخپله پوهه په هر شعر کې يو ډول مفکوره وي، خو تش د مفکورې شته والی د شعريت دليل نه ګڼل کېږي؛ بلکې مفکوره بايد په شاعرانه ډول تجلي وکړي.
الفت صاحب په ادبي بحثونو کې وايي: (تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دی جمال دی.)
د شعر پوهنې اثر ليکوال، د سر محقق محمد صديق روهي په حواله کښلي دي، چې په هر شعر کې يو ډول مفکوره شته ده، بلکې مفکوره بايد شاعرانه وي.
استاد رښتيا چې مفکر شاعر دی، ددې فکر ډېر ژوروالی لري او خيال يې ډېر لوړوالی لري، دده په شعرونوکې مفکوره په شاعرانه ډول څرګندېږي.
دې په پښتو او فارسي ژبې شعرونه ويلي دي او همدارنګه منظومې ژباړې هم لري.
د الفت افکاروکې معنوي ښکلا شته، الفت د خپلې ټولنې د نبض ستر طبيب دى نوموړي خپله ټوله په ډيرو عالي نثرونو، او اشعارو کې پېژندلې ده او په هره برخه کې بشپړ رسالت او اصالېت عملي کړى. که موږ او تاسې د هغه اشعار او نثرونه ولولو نو د هغه په افکارو کې ريا، سازش،بې ځايه احساسات،بې عزتي،لاپې او شاپې هېڅ نه ليدل کيږي او نه يې په دې لاره کې خپلې ګټې په نظر کې نيولي.دهغه تګلارى،اړىکې، پوهه، فکري ظرافت او ښايسته توب هغه امتياز چې زيات شمير خلک ېې د ځانه سره نه لري.د يوې معنوي مفکورې خاوند مادي پرست نه وه او نه د شهرت او خود خواهيو په لټه کې وه د نوموړي نيوکې په ټولنيزه توګه، علمي او عرفاني وجه، غير مستقيم سياسي ادبي مرغلرلې دومره اوچتې دى چې دادب او ادبياتو زيات څېړونکي د هغه مقام ته نشي رسيد لاى
هغه ډنډوره چيان چې شپه او ورځ د تلويژن له لارې د کابل ښار وژونکي د »جمعه شب ها نخبګان په نوم يادوي او يا يې خلکو ته ورپيژنې نو شرم نه دى چې موږ اصلي نخبګان له ياده باسو او نورې څېرې په پرو پاګندو او ظاهري پروګرامونو راژوندى داډول سياست بايد زموږ ټولنه کې دود پيدا نه کړي . سره ددې چې د فيسبوکيانو، يو تيوب والاوو، تلويژن او نورو ډله ايزه دارودسته کاروان په هره کوڅه کې ليدل کيږي او د سياسي کارپوهانو، ماشومانو ريسانو، او نورو غوړو نومونو او القابو زموږ دټولنې ارزښت ډير راټيټ کړي دي سوال دفانه دى چې ولې زه بيرته شاته ځم او دغه نيوکه کوم او له کوم چا سره شخصي مشکل لرم سوال دادي چې »له کلي سړي بايد ووځي خو له نرخه نه” په پاى ستا ليکنه د الفت
په هکله زموږ د ګډ فرهنګ يوه ستره برخه ده او بايد په دې لاره کې ډير کاروشى.کور مو ودان او غله موډيره
Salam hashmy saib;
D`ustaz aw d Pashtu d adeb [a 5 storo sakha 1 zalandh story pa baab che hertszomra shae waliky(ou) la ham kama dh
Mager Ostaz Bakhtany nahaqa la Khalili kalakany sara teshbih kirry. Ma che awredly ya losty khalili serf d shahano medha; ghwarramali aw bazari shairi kawila.
Za d noro dari jabo sh`aeronu sara kum ta`asob na larim kho taso d bach-e sacow tarih …