هغه کسانوچې لس کاله حکومت چور کړ، اتیا سلنه خلک یې په دولتي ادارو کې ځای پر ځای شوي دي، لسګونه معینیتونه، جنرالۍ، ولایتونه، ښاروالۍ، ولسوالۍ او نور یې په لاس کې وي، مزدورۍ رسنۍ لري، وسلې لري، مارشالۍ لري، په ارګ کې لومړی هغه ولري، له روسانو، پاکستانیانو، ایرانیانو، بلاخره له امریکایانو سره نظامي تړون ولري چې ډاکتر عبدالله او محمد یونس قانوني په لنډمهاله اداره کې د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران وو له امریکا سره یې لاسلیک کړی و چې پر اساس یې امریکايي او ناټو ځواکونه کولی شي په خپل سر عملیات وکړي.

که ښاغلې ډله ځان دیموکراسۍ ته ژمن بولي، نو بیا ولې د یوې مشروع او قانوني بهیر د ګډوډولو خبرداری ورکوي، هغه بهیر چې په ټوله نړۍ کې ورته خلک لبیک وايي او د خپلې رایې په وسیله خپل مشر ټاکي.

دغه کسان دې په دې پوه شي چې که دوی وسلې ته لاس کړي، لاریونونه وکړي، دولتي ادارې ونیسي نو هغه بله خوا دې هم پام وکړي، چې د سپینو او تورو پټکیو خاوندان ورته د ارګ په خوله کې کمین نیولی او په خدای مې دې قسم وي چې هغه نادودې ورته په یادې کړي چې کلونه وړاندې یې ورته ښودلې وې.

دغه ډله که دا توان ولري چې وسلې ته لاس کوي، لاریونونه کوي نو دا دې هم په ذهن او فکر کې ولري چې د هېواد د بحراني کېدو په صورت کې نه به اجراییه ریاست وي، نه به عطا وي، نه صالح صیب وي، نه به غني وي، نه به کرزی او نه به نور…………دا ټول به د لسو کلونو پخوا په څیر څوک په کولاب، څوک به ایران، څوک په پنجاب او……..کې وي.

اصلاحات او همپالنه ډله وروسته له هغې ناقانون کړنو ته د لاس اوږدولو ګواښ کوي، چې دواړو ټاکنیزو ډلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب سیاسي او تخنیکي بهیر پرسر موافقه وکړه څو سل سلنه رایې تفتیش شي.

اصلاحاتو او همپالنې ډلې ادعا لرله چې دوه نیم میلیونه رایې تقلبي دي، خو کله چې اتیا سلنه رایې تفتیش شوې معلومه شوه چې د دواړو کاندیدانو شاوخوا یو نیم لک رایې تقلبي وې او بلاخره په پایله کې اشرف غني ګټونکی اعلانیږي، خو له دې سره سم اصلاحاتو او همپالنې ډلې د خپلو ادعاوو د پټولو او ځانته د اوړو پزې په جوړولو سره له تفتیش سره بایکاټ وکړ، چې د تحول اوتداوم ټیم هم په زیرکۍ سره دغه بهیر ملګروملتونو(یوناما)، ټاکنو کمیسیون، ملي او نړیوالو څارونکو ته وسپاره څو پاتې شل سلنه رایې هم تفتیش کړي.

د تیرو نادودو او ورانیو د مخنيوي په خاطر اړینه او ښهخبره داده چې ټاکنې بایلوونکی او ګټونکی له ځانه سره لري، هغه ډله چې ټاکنې وګتي نوش جان یې شه رادې شي او حکومت دې جوړ کړي، او بله ډله چې بایلوونکې ده ښه داده چې اپوزیشن جوړ کړي او د دولت پروړاندې واقعي او ریښتینې سیاسي مخالفه ډله جوړه کړي.

که چیرې ګټوونکې ډله د ملي وحدت حکومت جوړول هم غواړي نو د عدالت او لیاقت په نظر کې نیولو سره دې د دولت ټول بنسټونه وویشي، نه دې جعلي او تش په نامو ګوندونو چې ښه مخینه او شالید نه لري.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

0 thoughts on “د ګواښونو ځواب مخالفین ورکوي/جبارخېل”
  1. جبار خيل صاحب مننه ستا دعاقلانو دافغانانو د دود سره لازم جواب نه تولي بركني ستا دجواب به انتظار دي
    مونز نه غاصبان يو نه قاتلان يو ،نه موجور كري اونه جباول ،نه كوم اختلاف ،اونه نور كوم ظلم أوتادا اونه مو جاته اخطار وركري .
    دوي خه نه وه جه وي نه كره اخر دخبل اخري ، د خبل حق جه هغه دملت رأي دي او مونز كتلي دهغي به مقابل كي يو بيسواده،جه توله شبه به حجر وكي دلوجكانو سره دهلكانو برقص تماشي كوي راباخيزي أصيل افغانانو ته اخطار وركوي فرق نه كوي ددي اخطار مزه به هم. . وكوري.
    وكورو جه خه عمل كوي اوخه جواب ويني

  2. څوک چه څان او مال په خطر کی وینی نولیوانی شی هغه دغه وای دوی خو ډیر څه توهین امیز شکل باندی ولکل او وویل او موږ ولیدل او واوریدل تر اوسه مو کوم عکس العمل باندی لاس ندی پوری کړی خوکه پښتون یوه چیغه ور باندی وکړه نو بیا وکوری چه پړتګونه ییچیری غیرت او همتیی چیری هرڅه به تری پاتی وی ورته ویل غاړم ارام ژوند مو مه خرابوی قرار کښینی دیوه بی صلاحیته وګړی ژوند غوره کړی شخصی کاروبار شروع کړی دولت کی مو وظایف درکول خوسړی نشوی اوس وظایف هم نه در کول کیږی .

ځواب ورکول لاروی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *