د هېواد ملي شورا هم عجيبو او غريبو څېرو ته دمصونيت تاجونه ور په سر کړل، ډېر داسې کسان به وګورې ، چې تر پرونه يې په خپلو ولايتونو کې څه چې په ټول هېواد کې يوه نا روا لوبه هم نه وه ترې پاتې او دخلکو په مالونو او سرونو يې سوداګري کوله ، نن دهمغه خلکو استازي دي او تر ټولو وړاندې دبشري حقونو ، ملي حاکميت، دخلکو په غوښتنو او چوپړ بحثونه کوي ، دهېواد په کورني او بهرني سياست نيوکې کوي او دهرڅه له پاره يې خپلې نظريې او طرحې جوړې کړې دي .
په دې کې شک نه شته ، چې هم په ولسي جرګه او ملي شورا کې دخلکو ريښتي او داسې استازي شته ، چې دخلکو په ريښتيو رايو ، اعتماد او باور سره دې وکالت دغه سترې څوکۍ ته، چې اوس يې امتيازات دافغان حکومت دکابيني وزير هومره دي ، راغلي ، خو ددواړو شوراګانو عملي کړنو او فعاليتونو ته په پام سره ، ويلاى شو ، چې ګڼ داسې وکيلان شته ، چې دخپل ولايت دخلکو خو پرېږده ، چې دخپلې کورنۍ استازولي به هم ونه شي کړاى او له هرې خوا نه به مردود شوي وي .
ډېرى وکيلان ، چې دولسي جرګې په ١٥ او اوسنۍ دوره ياني ١٦ دوره کې غړيتوب لري ، دخلک دچوپړ له پاره نه ، بلکې دشخصي ګټو او قانوني او قضايي مصوونيت له پاره دغه پست ته دسل چلونو، معاملو او پيسو پر مټ راغلي، تر څو له يوې خوا يې په حکومتي چارواکو دوکالت له اړخه زور بر وي ، غوښتې پرې ومني او له بلې خوا ترې څوک دخپلو پخوانيو کرلو ګلونو پوښتنه وکړي او ټولې کړنې يې دوکالت تر چتر لاندې پټې پاتې شي .
هسې خو دملي شورا څوکۍ او مايکونه اوس دخلکو د استازو له پاره دويندويۍ زده کولو او په تلويزيون کې دخپلو څېرو دښوولو په ښه ستيجونو بدل دى، ډېرى دغه ښاغلي او اغلې ، ظاهرا په هره موضوع نظر ورکوي، خو ډېر وړاندې يې خپل موکلين په نظر کې وي، څو ورته وښايي، چې ګني ستاسې وکيل ډېر پوه با تدبيره او په مسايلو پوه دى .
په داسې موضوعاتو او يا قوانينو کې نظر څرګندول ، ددوى حق دى او دبيان ازادۍ ته په پام سره يې هم ويلى شي، خو ډېر ځله پرې دملي مسايلو پر وړاندې مورچل نيول کېږي او ډېرى ښاغلي خپلې ذهني او فکري ناولتياوې هم دهمدې مهم او ملي ستيج له لارې وړاندې کوي او په خورا سپين سترګۍ سره زهر پاشي .
په داسې وختونو کې ، چې ډېر ځله دهېواد په قوانينو او ملي مسايلو بحث کېږي ، ډېرې کمې داسې خبرې او پرېکړې به واورې ، چې په مغز او تفکر او منطق دې ولاړې وي، له بده مرغه ، چې ډېرې په کې دګېډې او خېټالوژۍ دتحليل پر بنسټ وي .
که هم ددغه ناوړه بهير بېلګې په پخوا کې ډېرې دي ، خو څو وروستيو ته به يې راشو ، چې لومړۍ هغه يې د فارياب ولايت دخلکو داستازي او ترکمن توکمه ښاغلي انورسادات دى، دى ، چې په ورځ کې لس ځله خپله څېره او قيافه بدلوي ، ديوه وکيل کرکټر څه چې د يوه لوستي کرکټر هم نه لري، په سپين سترګۍ سره وايي، چې پښتانه ترهګر، وينې تويوونکي او دهېواد د بدبختۍ لاملين دي ، په دې خو يو ماشوم هم پوهېږي، چې په دې خبرو کې دمغز صفر اشاريه صفر اندازه هم نه شته او خپلې ګېډې احمقانه بابولاله ده ، خو پر وړاندې يې د مېرمن ارين يون او کمال اصولي غبرګون دستاينې وړ او يو فکري جرئت دى .
دغه مسلې وروسته بيا ډېر غبرګونونه را وپارول، خو غبرګونونه هم تر ډېره په احساساتو ولاړ وو ، دبنسټيز بدلون او سمون له پاره هېچا هم ونه ژړل ، هېچا ددغه خېټالوژۍ پر وړاندې دفکر او مغز يوه اوږد مهاله درېڅه خلاصه نه کړه ، منطقي لار داده ، چې دګېډې خبرې بايد په ګېډه نه ، بلکې په فکر او مغزو حل شي .
تر دې وړاندې بيا په ولسي جرګه کې دننګرهار استازى او دولسي جرګې لومړي مستيال ميرويس ياسني دفکر او مغز برېښنا تللې وه او دګېډې نه په راوتې احساساتي لهجه يې دهېواد ملي دود او نښان ياني لويه جرګه يوه مردوده ياني رټل شوې پروسه وبلله .
ښاغلي ياسني به ښايي وېره لرله ، چې که ولسشمر کرزى لويه جرګه را وغواړي، نو بيا به ياسيني او ولسي جرګه په راتلونکې جوړښت هېڅ رول ونه لري او حتى بې ارزښته به وي، دڅوکۍ ځواک او قدر به يې کمېده ، نو ځکه خو يې دګېډه په سر ولاړ دغه تڼاکه وچووله .
همداسې چې له ملي ترمينالوژۍ ، په ځانګړي ډول پوهنتون او دانشګاه سره کومې ماشومانه ، خو پلان شوې لوبې روانې دي، نو دفکري او مغزي پرېکړو ارزښت په کې کم شوى او دګېډې د پرېکړو کلتور په کې پالل کېږي .
له بده مرغه چې دا بحثونه يوازې ترملي شورا نه دي پاتې، ګڼ تلويزيونه هم په دې اړه له زهرو او شيطانت ډکې خپرونې وړاندې کوي، له ګيدړانو کاغذي زمريان جوړوي او ريښتني ژورنالېزم او بيان ازادۍ په تندي تور داغونه ږدي .پخوا که دغه ډلپانې، سمت پالنې او پرېکړې، د تنظيمونو له لارې کېدې، خو نن بيا دغه جګړه تلويزيوني چينلونه مخکې وکړي او حتى دسياسي خپرونو چلوونکو له ځانونو ديوه اړخ مدافع وکيلان جوړ کړي وي او څه يې چې په ګېډه راځي هغه بې له وېرې وايي او زړه يې دتبعيض په مورچل کې په ناست لالا ډاډه وي .
پښتنو ته په کار دي، چې دنورو دګېډو دپرېکړو پرمهال دګېډې متقاقبلې پرېکړې ونه کړي ، د دا ډول پرېکړو پرمهال بايد يوازې او يوازې دمغرو له پرېکړو کار واخلي ، په فکري لحاظ يې دفع کړي او ډېر څه ورنه زده کړي .
پښتون قوم ، قوم دى ، پخوا يې هم سرلوړى ژوند کړى او انشاءالله بيا به يې هم کوي، پښتانه به دنورو دمصلحتونو او يا هم دخپل هېواد دژغورنې په لار کې په داسې فعاليتونو کې را ښکېل شوي وي ، وينې به تويې شوې وي ، مخامخ به يې خپلو کې سره وژلي وي ، خو له نيکه مرغه ، چې پر درې کلن هلک او څلور کلنه نجلۍ دجنسي تېريو، تښتونو ، دنامسونو او عصمتونو په لوټلو کې هم بېلګې او تاريخ نه لري .
د يو چا وژل دهغه دعصمت ، ابرو عزت او شخصيت له لوټلو نه اوچت جرم نه دى، دغه فجايع ، چې څوک هېواد کې رواجوي، دبې ګناه ملګي وګړو ښځې او پېغلې تښتوي، تېرى پرې کړي او بيايې وژني ، په ځلونو له هغه تاوتريخوالي، جګړې او چاودنې بدتر دي ، چې په پښتنون قوم باندې ور تپل کېږي .
09/01/13
سلام
لطفا زما بريښنا ليک له هر ې تبصري ليرې کړي او بايد نور خپور نه شي.
مننه