زما نوم خان دی. گل خان.  خو زه نه پوره گل یم او نه پوره خان . وایي چې  دې دنیا  کې څه دپاسه څلویښت میلونه نور هم  زما په شان شته ، خو مشکل دا دی چې هغه چی گل دی هغه خان نه دی او هغه چی خان دی هغه گل نه دی. څوک راته اوغان وایي .څوک مې پټان یادوي او څوک مې په نورو نورو نومونو یادوي  .خو د افغان او  پښتون په نوم چا هم د خلوص سره یاد نه کړم. نور خو لا څه چی  ما نه خو ځان هم هیر دی او جهان هم . تراوسه په دې هم پوه نه شوم چې زما د دولسو میاشتو کال د کومې ورځ نه شورو کیږي.   یوځای کی مې نوی کال د سرو وینو ، تورو جامو او د کربلا د کیسو سره شورو کیږي .  نو بل ځای مې  نوروز ته خلک نوی کال وایي چی هر ځل زه هم غواړم چی د سخی د زیارت جنډې ته ځان ورسووم خو د تورخم د ډنډې نه تیریدی نه شم. بل کال مې د کرسمس د سندرو  او واورو سره تړلی دی چی  نور ېې  په میلو او زه ېې  په سخت ژمي کې  په خیمو  کی پیلووم.

ته په توده بړستن کی پروت ېې

په ما د ژمي پرخې لارې جوړوینه

وایي چی  د نوي کال د راتگ سره خلک د نوي کال دپاره د ځان سره ژمنې کوي،تصمیمونه نیسی او ارادې کوي.خو زه گل خان به څه ژمنه څه اراده او څه تصمیم ولرم. د هغه چا چی تاریخ  په کتابونو کی سوزیدلی او جغرافیه ېې  په سازشونو کی  ویشل شوې وی د هغه جنتري هم په هجري قمري شمسی او میلادي کی ورکه ده. هغه گل خان به  نوی کال ته څه  فکر وکړي. دا چا دوزره دولسم  چی د دیارلسم نه بدتر وي. نو هغه به د څوارلسم دپاره څه کرل ریبل کوي. زه گل خان به څنگه په یو کال باندې د خپل کال دعوا وکړم چې نه  په خپل عبادت خپل اختیار لرم  او نه په محبت . څوک راته واي پېنڅې پورته کړه او بل راته واېي چی سترگې دې ټیټی کړه. څوک راباندې امین په جار وایي او بل راته لاسونه په سینه ږدي.  یو ورور مې اختر کوي بل روژه نیولې  وي . څوک د رحمن مني څوک د منیب الرحمن.  نه د دین شووم نه د سادین . نه مې په دینی ورځو  اعتبار پاتې دی او نه په ملی ورځو اختیار. یو راباندې د اگست په څوارلسمه فارسي ترانه وایي نو بل ورور مې  د جولایی په څلورمه  واشنگټن کی  خپلو بچو ته د ٥٠ ستورو کیسه  په انگلیسي  کوي. د څوارلسم او څلورم په دې حساب کی رانه د اتویشتم  پښتون زمری ورک دی.

 زه گل خان چې خپل تیر کال ته گورم نو ماته خپل نوی کال هم چندانې بدل نه ښکاري. بس د جنتري په تندي به دیارلس په څوارلسو بدل شي. همغه زه به یم او زما بده ورځ. دنیا راته وایي چې ته خو د داسې زمانې پښتون ېې  چې  د سهار تر ماښامه  پورې آزادي لرې. بیا د ماښام نه تر د سهار پورې درسره د آشنا غږ  ملگرې وی.  بیا یی په تیارو کی رڼا دپاره بله ډیوه درکړې او سر  د ماښامه درته د خیبر نه تر شمشاده پورې مشال هم بل وي.  خو زه څه وکړم چی  نه  د لندن د ساعت په کړنگ راویښیږم   او نه د ملا په اذان .زه په پښتون وطن کې ورک هغه مساپر یم چې په سوات کې کابلی مهاجر او کونړ کې سواتی مهاجر یادیږم. هر خوا نه چې وار کیږي. زه پرې لگیږم. اوږه هم زما سینه هم زما. ښکار هم زه ښکاري هم زه. زما وینه زما د لاسه زما په خاوره داسې بهیږي لکه اوبه او اوبه مې نورو وطنو داسې روانې دي  لکه شوده.

دغه دی بیا یو بل کال رابرسیره شو. د واخان نه واخله د انگلستانه پورې دنیا په سپینو واورو پټه ده. دپاسه واورې اوري او لاندې خلک  نڅاگانې کوي خو زما  د زړه خزان په یو ځای کی هم پسرلی نه شو.

دپاسه واورې وریدې غرونو لمبې کولې

ما او جانان چی د یو بل سره وعدې کولې.

خو زما جانان تل ماته دروغ ویلي دي. د پسرلي وعده کوي  خو په خزان می اړوي. نو  ځکه خو په پسرلي که ورته زاړه لوظونه یادومه.

راغلې خو خالي خالي لاسونه دروغجنه

نه دې سپرلي راوړل نه گلونه دروغجنه .

همدغو دروجنو وعدو زه دې حال ته را رسولی یم.  اوس د ملا په اذان او د مجاهد په ایمان مې هم شک پیدا شویدی او ډېرې بی باورۍ نه د نوي کال د  مبارکۍ نه هم ویریږم .ځکه چی هر د کال په سر چی راته  هرچا مبارکي راکړیده هغوی راته بیا ټول کال د غمرازۍ پیغامونه رالیږلي دي .

جنوري نه پس فروری شي  او بیا مارچ، خلک وايي   چی ژمی تیر شو  هوا ښه شوه . ما سره غم شي بیا به راته  لښکرو د ملک نه زیری راشي  چی  لا نور جنگونه غواړم .نور مرگونه غواړم او ای گل خانه ځان تیار کړه چی ستا وینه مې بیا پکار ده او زه د نورو  په زولنو کی تړلی  د جنگ ډگر ته روانیږم . ځان پورې بم تړم ، گل خان الوزوم او د گل خان کور ورانوم. زه څومره بدبخته یم چی قاتل هم  زه یم   او مقتول هم زه.  جنازه هم زما ده او په اوږه  هم زما ده . دلته هم زه مرم .هلته هم زه مرم. د ارگ واکدار هم زه یم او د لاهور چوکیدار هم زه یم. د قندهار ملا هم زه یم د  سوات د ملالې بابا هم زه. د منصورې قاضی هم زه یم او  وزیرستان قاري هم  زه یم. د دولت وزیر هم زه یم او د  پل چرخی اسیر هم زه  .

 هلمند نه واخله د سوات د ایلبند پورې زما د وینو په رود د نوي پسرلي گلونه خړوبیږي. زما د وطن په چمنونو کی د غاټول په اننگو کی زما د وینو رنگ دی. زما چارچاپیره دنیا د مارچ په اخر کې د نوروز هرکلی کوي او اووه  میوې  خوري او زه  کابل د دنگو ودانیو لاندې خیمه کی د قمبر په څلور لارې   رپیږم .ژړیږم. د  نیا خیرات ته ناست یم. د هر کال په شان د دې کال پسرلی به هم تیر شي او زما لیوني کلي ته به  څوک گل په لاس رانشي  او که څوک راځي  هم نو یو په  لاس کې خیرات او بل کې بارود راکوي  او زه د پامیر په سپینو واورو خپل خیرن مخ پاکوم خو د سوات سیلاب مې بیرته په خړو اوبو لاهو کوي.

د غرونو واورې به بیا ویلې شي، نورو ته به  فصلونه  او په ما به سیلابونه راولي. د کابل سیند به بیا  پنجاب خړوب او پښتونخوا ډوبه کړي. مردان به په تیارو کی ډوب وي او ملتان به مزې کوي.  د  سوي په گازو به چودري چرگان پخوي او د چمن  گل خان به په  پیازو  روژه ماتوي. د اباسین چپې به  خوشال خټک  په زمکه ورپورته شي او گل خان به بیا در په در کډه په سر گرځي او لامبوزن جانان  پسې به ډیر  ارمان کوي

پریږده چی خړ سیلاب مې یوسي

په لامبوزن جانان به ډیره نازیدمه

بیا به گرمي شي. لمر به سور اور شي. د اریانه د لوري راپوته شوی  د لمر طلوع به  ټولو سترگې  وبریښوي  او د ډیرو نه به  بیا لاره ورکه کړي . بیابه د جنگ نغارې وغږیږي. جنگیالي به د  خپلو پټو ځایونو نه رامیدان ته شي. یو گل خان به ېې مشر وي او بل گل خان ېې عسکر او امر  به ورته شوی وي  چی لاړ شه چی هر چرته گل خان وینې، کلیمه ېې  ورتازه کوه او  تکبیر وایه په دې سر ېې  ووله او بیا په پریک شوی سر فټ بال کوه.

په نورو وطنو کی چی پشکال شي  نو د غنمو لو کیږی. خلک میوې ټولوي او د نوي فصل د گټی سندرې وايي .خو زه گل خان به بیا ناست یم  د سرونو  فصل به کرم او د اندامونو بازار  به لگوم او د خپل مړ ورور سر ته  به ساندې وایم.

گل کرم ازغي کیږي . حیران یمه حیران . هرڅه په تندي کیږي .حیران یمه حیران

 زما  یو ورور  به  په ځان مرگي کې ځان ورکوي او بل  به رشوت کی خپل ایمان ورکوي. یو به د کوکنارو د  بوټي نه سر وهی او بل به د خپل ورور پښې .  د لور او سټک خاوندان  به  بیا  د گل خان  سر او سټ وهی او  سر کی به ورته  د نوی کال دیارلس  میخونه ټومبي.

بیا به اوړی هم تیر شي . په نورو د وطن خوږې هواگانې  ولگي . خو زه بد نصیبه به د نورو ملکونو مخه کووم. ځکه چی زه د تورې کرښې یو خوا ته بی وسه اقلیت یم او بلې خوا ته بی کسه اکثریت . نه مې هلته برخه معلومه ده نه دلته . نو مجبور شم   نورو ملکونو ته مخه کړم.  بیا د کانټینر په بندو ډبو کی ساه نیولی  کښینم او لندن په ارمان د سیند چوپو ته ورروانیږم .  د یونان په جزیره کې به لاهو شم. په فرانسه کې بندي او لندن کې سودايي.

وه مورې دعا کوه لندن ته ځم. دلته غریبی ده بل وطن ته ځم.

بیا به مې د استریلیا د  کرسمس جزیره  زما انتظار  کوي چې هغه دې گل خان بیا راروان دې او زما د  ونې لاندې به سر لگوي.   دا کال به هم زه د لندن  استریلیا او نورو ملکونو په کمپونو کی د پناه اخیستو دپاره عریضه په لاس ولاړ یم او هغه بل گل خان چې  پناه کی داخل شوېدی هغه به د خپل وطن  په ارمان کی شپې سبا کوي.

دغه دې یو بل کال هم تیر شو. خو زما د زړه موسم بیا هم  بدل نشو.  کال به په کال اوړي خو گل  خان به د گل  نه خان نه شي او خان به د خپلې گل خانې نه سر را بهر نه کړي.

5 thoughts on “د گل خان نوی کال/ مطیع الله عابد”
  1. عابد صاحب ټول حقایق تاسو په ښکلی قلم بیان کړیدی. خدای شته ماته ژړا راغله . کله به زمونږ توبه قبوله شی او کله به له دی حالت نه خلاصون مومو.
    ستاسو دا غمجنه لیکنه چی سل په سلوکی پر واقعیت بنا ده ، ټولو ځوانانو ته توصیه کوم چی یوځل یی ولولی او له دی غمجن حالت نه د وتلو لاری چاری ولټوی.
    زما په نظر باید چی یو د بل په مقابل کی باید له ګذشت نه کار واخلو یو بل نور پدی او هغه متهم نه کړو . یوه عمومی او سرتاسری عفوه ټولو ته اعلان شی. په راتلونکو ټولټاکنو کی له یوه واحد کاندید نه چی تر ټول هوښیار ، جدی ، خدمتګار او هیواد ته صادق وی ، رایه ورکړو او کله چی بریالی شو . ټول یی ملا وتړو او خپل هیواد وساتو او آباد یی کړو. دښمن خو تفرقه اچوی او خپل کار کوی.نو مونږ ولی د هغوی خبر ومنو.

ځواب ورکول abdul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *