د رسنیو له لاری مې واوریدل چې د جان کیری او افغان ولسمشر ترمنځ د امنتي تړون په هکله اوږدی او ستونځمنی خبرې وسوې د شخړې منځنی ټکی د یرغل تعریف ؤ. دا خبره کرۍ ورځ زما په ذهن کې کښته او پورته کېده ، کله به می له ځانه سره وخندل چې د یرغل تعریف څه ستونځه لری خو چې د پردی هیواد پوځونه و بل هیواد ته د هغه هیواد د حکومت د غوښتنی پرته ننوتل څه هوایی څه ځمکنی هغه یرغل دۍ. بیا به می فکر وکړ چې اوسنۍ نړۍ خو پر تعریفاتو ډیر وخت ضایع کوی دا ځکه چې سیاست او دیپلوماسۍ پراختیا موندلی ده. په داغه فکر ورځ تیره سوه شپه راورسیده د خوب وخت سو بیا هم د یرغل تعریف زما ماغزه خوړل په همدی فکر ویده سوم خوب می لیدۍ.

دښتی ته وتلۍ وم ترڅو یوازی سم او ډیر فکر وکړم چې د یرغل تعریف څه دۍ دوه خلګ  په مخه راغلل یوه سپینی ملی جامی اغوستی وی پګړۍ یې په سر وه یو کتاب یې پر سینه نیولۍ ؤ او بل پاکه ښکلی دریشی په تن یو لاسی بکس یې هم په لاس کې وه سلام نه وروسته دوی وویل چې موږ پوهیږو تاته د یرغل تعریف ګران ښکاری ما ویل هو هغوی ویل اوس دا تعریف موږ درته وایو . ما ورته وویل زه له دی کبله صحرا ته راوتلۍ وم چې یوازی دا تعریف پیدا کړم اوس چې موږ دری نفره سو نه چې دا تعریف نور هم ستونځمن سی.

یوه راته وویل ډیر اسان به درته ووایم یرغل هغه دی چې د یوه هیواد پوځونه ناببره په بل هیواد برید وکړی هغه ته یرغل وایې.

 ما ورته وویل چې په دی خو زه هم پوهیږم خو کله چې وینم چې روسانو او امریکایانو دواړو ناببره د حکومت د غوښتنی پرته برید کړیدۍ نو زه پکښی ورک سم ځکه د روسانو راتګ خو یرغل ؤ خو د امریکایانو راتګ ته بیا څنګه وکړم څه ووایم.

دوهم سړی ستونۍ صاف کړ ویې ویل امریکایانو خو بیا تر برید وروسته چې هیواد یې تر ولکې لاندی راوستي د ملل متحد هوکړه ترلاسه کړه او یرغل یوازی پوځی یرغل مه بوله د هغه ترڅنګ ځانمرګی چې د یوه هیواده بل هیواد ته لیږل کېږی دیته هم یرغل ویل کېږی.

 لومړنی سړی په ډیر ادب او وقار وویل هو د یوه هیواد د حکومت پرخلاف که د بل هیواد څخه سټینګر توغندۍ ولیږل سی او که ځانمرګی ولیږل سی دواړه یرغل یا تجاوز بلل کېږی

دوهم د اعترض په ډول وویل کوم وخت چې سټینګر رالیړل کېدل هغه د جهاد موسم ؤ خو اوس چې ارامه ارامی ده بیاهم ځانمرګی رالیږی دا په کلکه یرغل دۍ.

لومړنی وخندل او ویل یې پاکستانی جنرالان او کرنیلان د هغه هیواد د جوړښت څخه بیا تر اوسه زموږ دښمنان دی په هره جامه او هر وخت کې چې وی زموږ دښمنان دی.

 دوهم په بیړه مداخله وکړه او ویې ویل پخوا مو جنرال حمیدګل د آی ایس آی مشر او ضاالحق دوستان ځکه وه چې روسان راغلی وه او جهاد ؤ اما اوس دښمنان دی ځکه ځانمرګی رالیږی طبعی خبره ده چې زموږ د ولس د وژلو او هیواد د ورانولو په موخه دی.

 ما ورته وویل د خدای دپاره زه خو مو نور هم د یرغل په تعریف کې ورک کړم ایا د روسانو او یا امریکایانو او یا نورو پوځی راتګ څه فرق لری که څنګه؟

لومړنی وویل روسان انترناسیونالست دوستان وه مرستی ته راغلی وه بنیادی کارونه یې کړیدی خو امریکایان سرسری کارونه کوی روسانو د سالنګ تونل ، د نغلو د بریښنا بند ، د سیلو کارخانه د مزار د بریښنا او سری کارخانه دپولیتخنیک پوهنتون او ترټولو مهمه بی شماره وړیا مکروریانونه او نور جوړ کړیدی چې راتلونکو نسلونو لپاره څه کار کوی. خو امریکایانو هیڅ بنیادی کار ندۍ کړۍ روسانو د ټول افغانستان مامورینو ته په کوپون شپږ قلمه لومړنی مواد مفت ورکول ایا امریکایانو یو غریب مامور موړ کړیدۍ؟

دوهم وویل هو روسان کمونستان وه کافران وه او د خلګو برابری یې موخه وه نو ځکه یې افغانی ملګری ملحدان وه او د ټانکونو او الوتکوسره راغلی وه خو امریکایان که کافران هم دی اما کتاب لری او زموږ دوستان دی پیسی ډیری لری مرستی هم راسره کوی امریکایان هرڅه چې وی کمونستان خو ندی خیر که یې بنیادی کار نه وی کړۍ زموږ مشران خو یې شتمن کړه. روسانو خو زموږ ښځی ، ماشومان او سپین ږیروی وژل.

لومړنی په خندا وویل امریکایانو هم ستاسو ماشومان ،ښځی او زاړه ندی نازولی په کونړ کې ناټو نهه تنه ماشومان بمبارد کړه ،په لغمان کې یې اته تنی ښځی بمبارد کړی، د کندهار په زنګ اباد کې یې عامه وژنه وکړه د شپی د چاپو پرمهال په سپیو ښځی داړلی دی د مسلمانانو پرجسدونو بولی کوی ، قران شریف سوځی او نور نور.

دوهم په غُصه سو په لوړ اواز یې وویل ته دومره هم نه پوهیږی که امریکایان او مرستی یې نه وای افغانانو به په ډوبی کې بنګلی له کومه کولی دا د کابل ښار ښارګوټی او بلډینګونه به له کومه کېدل .

لومړنی وویل ښارګوټی او د ډوبی بنګلی خو شخصی دی امریکایانو خو ولس ته ندی جوړی کړی اما مکروریانونه خو روسانو د ولس لپاره جوړ کړه .

دوهم نور زغم دلاسه ورکړ په لوړ اواز یې وویل ته په هیڅ نه پوهیږی علت هم دادۍ چې ته دینی اصولو ته پام نکوی ،جهاد دی ندی کړۍ پدی هم نه پوهیږی چې امریکایان زموږ د جهاد دوخته دوستان دی یوازی پاکستان مو پخوا دوست او اوس دښمن دۍ .

ما ولید چې د دوی دواړو تضاد نور هم ډیریږی ناری می کړی چې یا خدایه ما هیڅکله د یرغل په تعریف مه پوهوه پری می ږدۍ چې یوازی اوسم ښه دی چې دانګلیس د یرغل ملاتړۍ نسته که نه خو زه به پاک لیونۍ سوی وای. په خپلو چېغو د خوبه راپورته سوم ژر می رادیو سویچ کړه خبر یې ووایه چې ولسمشر او جان کېری د امنیتی تړون په هکله موافقی ته ورسیدل یوازی لویه جرګه به د امریکایانو د مصونیت په هکله پریکړه کوی . ډیر خوشاله سوم رشتیا هم د چاچې د ورځی په څه کې ډیر فکر بند وی نو حتما هغه په خوب وینی نور می د یرغل تعریف د فکره وایستۍ ما دی خدای هیڅکله پدی ستونځمن تعریف نه پوهوی او په دی هکله ناپوهی مهمه هم نده ځکه زما په یاد دی د نړۍ ستر دیپلوماتان په ملګروملتو کې را غونډ سوه چې تروریزم تعریف کړی په ساعتونو لګیا وه خو په پایله کې یې بشر د دی تعریف په وړاندی ناتوانه وښود او بې له نتیجی غونډه پای ته ورسیده ستر ستر هیوادونه په تعریفاتو کې پاتی راغلی دی نو زما لپاره کوم شرم دۍ چې د یرغل په تعریف نه پوهیږم.

8 thoughts on “د یرغل تعریف د شخړی منځنی ټکۍ/ عبدالباری عارض”
  1. عبدالباری عارض صیب الله دي آجر درکړی ښه لیکنه موکړیده.
    ديرغل اوتروریست تعریف نن سبا کمزوری خلک نشی کولای، څه چه زورورو خلکو وویل بس هماغه یی تعریف دی.

    والسلام

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي عارض صيب هڅه کړې د خپل خوب تعبير ته يو واقعي انځور په سرو خيالونو کې ورکړي او د روسانو ځينې پروژې يې د روسانو له يرغل سره داسې نغښتي دي، چې ګواکې هر څه ښه ول او هره نيکمرغي وروسته له سرې غميزې او يا وروسته د ۱۳۵۸ کال د جديې له شپږمې تر سره شوي يرغل پايله ده! خو له بده مرغه د افغانستان تاريخ ليا هم خپلې پاڼې له ځينو سترګو پټې ساتلې دي، چې هم يې د روس يرغل محکوم کړی او هم يي د امريکا يرغل يو تېری نومولی دی.
    وروسته له دويمې نړيوالې جګړې ټوله نړۍ دوه قطبه شوه، چې افغانستان د برتانوي هند له ټوټې کېدلو وروسته د پاکستان او د شوروي اتحاد د منخنۍ اسيا د ملکونو تر منځ يو سيمه ييز جيوپوليتيک بوفر ونومول شو! نو طبيعي خبره ده، چې په افغانستان کې د امريکا او روس سيالي او د دوی له پلوه په افغانستان کې ځينې له مقصده ډکې پروژې پلې شوې دي، چې ليکوال يې ځينو ته نغوته هم کړې ده!
    د امريکايانو لخوا دروسي پولتخنيک تر څنګ امريکايي کابل پوهنتون او د سيمې جلال آباد پوهنتون بنسټ کېښودلو، د حبيبيې ليسې تعمير يې جوړ کړ، چې د افغانستان ډېر نامتو خلک ترې فارغ شوي دي. په هلمند کې يې د کجکي بند جوړ کړ، چې هغه سيمه په «امريکايي کوچک» مشهوره وه، په زراعت کې يې ډېر اصلاحات راوړل، د کندهار هوايي ميدان يې جوړ او فعال کړ، د آريانا شرکت يې پرانيستلو، د وردګو د چک ولسوالي بند او برېښنايي سيستم يې جوړ کړ، د کابل هرات لويه لاره، چې د ۸۰۰ کيلومترو شاوخوا ده، کېدلی شي د کابل مزار له لارې سره چې ۴۰۰ کيلومتره ده، مقايسه شي، چې لومړۍ لاره امريکايانو او د کابل مزار بيا روسانو پخه کړې ده، خو توپير يې دا دی، چې د کابل هرات سړک ليآ اوس هم نسبتآ ښه ساتل شوي دی، خو د کابل مزار په لاره کې ليآ د سالنګ په تونلونو کې ډندونه او خنډقونه جوړشوي دي او داسې په لسهاو نورې عامالمنفعه پروې شته چې امريکايي ونومول شي!
    په دې کې شک نه شته، چې روسانو هم پوليتخنيک ليا په ۱۹۶۴ کال کې جوړ کړی، د خانه سازي فابريکه يې د اعليحضرت ظاهر شاه په موده کې جوړه کړې، چې ميکروريانونه هم په زړو، نيمه نويو او نويو ميکروريانونو وېشل شوي دي، چې لومړۍ دوې برخې يې ليآ د ظاهر بابا او سردار محمد داود په صدارت او جمهوريت کې جوړ شوي ول، چې وروسته له يو سلو پنځوسم تعمير بيا تريو څو لسو نورو تعميرونه يې له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۹۲ پورې جوړ شوي دي، چې له زړو ميکروريانونو سره د مقايسې وړ نه دي! خو بيا هم کوم غريب شخص او يا بې پرې ولسي ته ته په ميکروريان کې چا کور نه دی ورکړی، ځکه هلته هم لوړپوړي دولتي چارواکي او يا هم د ګوند غړو او د هغه مهال د دولت ډګروالانو، پيلوټانو اوجنرالانو ته کورونه ورکول کېدل، خو يو چا به په واسطه او قصت هم کوم کور اخيستی وي! خو يو شمېر سایقه حزبيان خپل د ميکروريان کورونه اوسمهال خرڅوي او په دوبی او يآ هم لوېديزه نړۍ کې کورونه پرې اخلي! نو د پروني چور له ننني چور سره توپير صرف د سياسي قمار د پوړني د پيسو او يا هم شيانو اندازه ده!
    روسانو د افغانستان د لس کلنې جګړې پور، چې د ولاديمير پوتين د دولت لخوا ليا څو کاله مخکې (وبښل) شو، نو هغه پور «لس ميليارده ډالره» ياد شوی دی، مګر امريکايانو د افغانستان په جګړه کې تر نننه «۱،۶» ترېليونه ډالره مصرف کړي دي، يعنې ۱۶۰۰ ميليارده ډالره، نو د روسيې د لګښت پيسې او د امريکا د لګښت د مقدار توپير هم ډېر دی، ځکه هغه مهال يواځې ميکروريانونه دولتي چارواکو ته جوړېدل، نو نن په دغو پيسو لوړ پوړي چارواکي ځانونو ته شهرکونه جوړوي! خو ملامت او در په در په دواړو کې ملت دی!
    د روسانو خيانت له افغانستان سره نه يوازې چې په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان برنډ يرغل وو، مګر د دې ترڅنګ يوه څرګنده نامردي وه، ځکه افغانستان ورته د غرب په مقابل کې سپهر وو، د منګجېک، قرقين او جرقودوق طبيعي ګاز ليا د ظاهر بابا په موده کې په نشت بيه ورلېږل کېدلو او دوی روسانو به ليآ غلا کول هم او د روسيې له يرغله وروسته د کمونيستانو د واکمني په موده کې مفت وړل کېدل او کنټرول هم نه و پرې، چې د نظاريانو په موده کې هم د افغانستان طبيعي ګاز په پرېمانه پيمانه غلا کېدل او نن هم له کنټروله وتلې خبره ده، ځکه نو موږ د روسانو د هېڅ خدمت احسانمند نه يو، مګر که سمه افغاني اداره رامنځ ته شي، نو بايد له روسانو او امريکايانو او د هغوی له حاميانو د افغانستان د تباهي پوښتنه وشي او له بادارانو يې غرامت تر لاسه شي، مګر که په افغانستان کې په امريکا پلورل شوي او په روس خرڅ شوي ذهنيتونه وي، نو ټولنه به يو شمېر پر امريکا سودا کوي او بل شمېر به يې په سرو روسانو پلوري! موږ بايد په افغانستان کې د وروستيو څو لسيزو د جګړې د نقص او اقتصادي بربادي عاملين روسان وګڼو او هغه نه جبرانېدونکي انساني غميزه ياده کړو، چې عاملين يې همدغه روسان او د هغوی لاسپوڅي ول او دي، چې له امريکايانو سره يې هم لاسونه يو کړي او د خپل ملت په وينو، عزت او خپلواکي لوبوي کوي! نو دا بيا خوب نه دی، مګر زموږ افغانانو د ژوند تريخ تاريخ دی، بس همدغه د افغاني روڼاندو فکر او د فکر محصول يې دی!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  3. دتاند دتبصرو ښه لیکوونکی اوښه څیړونکی ښاغلی ملا میوند آخونده ډیره مننه، همیشه ډیره ښه پر ځای تبصره او تحلیل کوی.
    والسلام

  4. ملا اخونده، روسان او امریکایان خودې غندلې، خو پنجابیانو څخه په مهارت سره په څنګ تېر شوی يي، ایا ستا په نظر پنجابیان د افغانانو لومړی درجه دوښمنان نه دی، د پنجاب پخواني او اوسنی تجاوز او یرغل ، تجاوز او یرغل نه دی؟
    هیله ده په دې اړه هم څه ولیکه ؟

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د رسول اکرم محمد (ص) د کورنۍ د سلسلې يو غړي ښاغلي پاچا صيب ته ځانکړی احترام! پاچا صيب تاسو ته يعنې د رسول اکرم د نسب پر بنسټ د نړۍ ټول مسلمانان او په تېره بيا د افغان ولس يو خاص درنښت کوي، چې ي،وه دېر لوی ټولنيز پېټی مو پر اوږو دی، چې بايد هم په خپلو ويناوو، کړو وړو او څرګندونو کې د رسول اکرم روی ته وګوری او نا مطلوبه څه و نه ليکی، چې خپل ټولنيز موقف ته زيان و نه رسوی!
    ستاسو تبصره مې ولوستله، خو بايد ياده شي، چې د افغانستان په معضله کې په لومړي ګام کې خپله افغانان مقصر دي او بيا ګاونډيان او ځبرځواکونه، چې هر يو يې تر خپله بريده د افغان ولس له بې تفاوتي، بې اتفاقي او سياسي خامتوبه ګټه پورته کړې ده. په پاکستان کې پنجاب راته نېغ نېغ کوي او په افغانستان کې بيا دغه مغول خېل او نظار خېل راته نېغ نېغ کوي، مګر هغه څه چې خلقيانو، پرچميانو، مجاهدينو، طالبانو او نننيو تيکنوکراتانو او پرونيو نظاريانو تر سره کړل، نو لويه پرده پرې اچوو، په پاړسي کې وايي: مالت را هوش کن و همسايه را دزد نګير!
    د پاکستان تاريخ د شپېتو کلونو په شاوخوا کې دی، مګر د افغانستان تاريخي سلسله موږ تر ۵۰۰۰ کلونو اوږدوو، نو پوښتنه دا ده، چې پاکستان څنګه په دغه لنډه موده کې داسې وکړل، چې د ۵۰۰۰ کلونو بوخ ملت يې داسې سپک کړ، چې نن ټولې دنيا ته په سوال ناست دی! آيا حميد ګل بنجابی دی! آیا دباچا خان کورنۍ بنجابيان دي ايا د اڅکزيو خېلو خټک پنجابيان دي او آيا عمران خان نيازی پښتون نه دی! نو دوی ټول د پاکستان په سياست کې ورګډ نه دي! چې تاسو تور لينګي پنجابي ته بنده کړې ده او لکه د قمار د لوبې پره يې ميدان راغورځوی!
    بايد ياده شي، چې د مغولو او پنجابيانو لپاره د يوسفزيو يو «موږک» هم بس دی، مګر ستونزه په سيمه کې د پښتنو بې اتفاقي، منتوب، او بې تفاوتي ده، چې هم يې خپل کور په لمبو کړی او هم يې سيمه پر سر اخيستې ده! نو که يوه ګوته نورو ته نيسو دا څلور نور موږ ته لکې دي!
    تر ټولو مهمه دا ده، چې ښاغلي عارض صيب صرف د روسانو د ښېګڼو او د امريکايانو د تيري خوب ليدلی وو، نو زما تبصره هم په لومړي ګام کې د عارض صيب د خوب تعبير تفسير کړی وو، خو ځیني لکه چې د ليکنې سر ولولي او په پای کې يې ذهنيت له فکري انارشي سره په ټکر کې شي او اصلي موخه ورنه هېره شي!
    په دې هيله، چې افغان ولس او افغاني روڼاندي د نوښت او ابتکار جوګه شي، چې د افغان ولس لپاره يوه سمه، معقوله لاره ومومي، چې هم ځان آرامه کړي او سيمه ترې په کرار شي!
    معه سلاموکم الاهلول مباحثين و الاهلولحبالوطن
    ملا ميوند آخوند

  6. دوستانودیرغل په تعریف افغانان دهرچا شه پوهیژی هغه داچی افغانانو ولیدل چی انگر یزروسی اوامریکائ یرغلگرافغانستان ته راغلل خو دغمیزی اصلی مسوؤلین هغه بی حیا بی شرم غلا م خلقیان او پرچمیان دی چی دبد بختیو تهداب ئ په افغانستان کی کیشود اوپه روسی تانگونو کی سپاره راغلل دامریکایانو په یرغل کی هم دوی ترهر چا په مخ کی وو اوچکچک ئ کاوو اواوس هم دجاسوسی اوغلامی توله پروسه همدوی په مخ بیائ چی دسی آ ئ ای غلامان هم ورسره یو دی چی داصیل افغان ته په مورچه کی ناست دی او پاچاصاحب آئ ایس آئ به هم همدا خلک وهی چه دیرغلگرو په مقابل کی ولار دی پاچاصاحب دوطن اوناموس دفاع کلکه اراده او فولا دی عزم غواری که ئ نه منی او ژوندئ وی نو تاریخ به ئ درته وشئ

  7. دتاندڅخه نن بیخی زیات مننه پدی کوو چی داسی بیان یی هم خپورکی بهرحال دعارض صاحب بیان خو ډیرخوندوردی ورسره دملامیوند تبصروته که ښه ځیرسو اوپه حقیقت ورته وګوروداهم ډیری ښائسته تبصری دی خوداپه هغه صورت کی چی تعصب به پریږدو

  8. Salam Brothers & Sisters,
    Typing in Pashto is so deficult; however, I will try my best to comment in Pashto…
    الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام علی سيّد البشر محمدً و علی آله و اصحابه اجمعين!

    فامابعـــــد !

    ښاغلي عارض صيب هم په سرو او شنو خوبونو کې لاهو شوی دی، نو خدای دې ورته پرده کوي، خو زموږ ملايانو ورته سپارښت دا دی، چې ډېر خوبونه نه دې نه وي او داسې مو آورېدلي دي، چې نن سبا يې هسې هم خو تښی دی!

    وايي، چې يو ځلې يو لوی پاچا هم خوب ليدلی وو، نو د تعبير او تفسير لپاره يې ستر مفکرين راغوښتي ول، چې د مفکرينو لومړی او دريم ورک ول، خو دويم حکيم العلوم يې پاچا ته کېنولو، چې د سرو او شنو باغونو خوب ورته تعبير کړي، خو په تفسير کې به يې ټول ونښتل او ژبې به يې ګونګۍ شوې! نو پاچا ته به يې خپل عذر وړاندې کړ، چې موږ مفکرين خو ستاسو خوب نه شو تفسيرولی! نو پاچا به ورته په غضب شو او بنيخانو ته به يې واچول!

    دا مهال يوبل سيدنا پاچا صاحب ورته راغی، چې يو حکيم العلوم مفکر زموږ په زندان کې دی او په پالبيني او کوډو موډو کې ډېر ماهر دی او د خوبونو تعبيرونه هم سم کوي، نو کېدی شي چې د جلالتمعاب سره او شنه خوبونه هم تعبير او تفسير کړي! نو هغه به راولو، نو پاچا هم له خپل بستره خپل خوبلن سر راپورته کړ، چې هله ژر کوی او هغه مفکر عالم راولی!

    د دنيا دويم متفکر، د اسلامي نړۍ لومړی دانا او د شرق زمين درييم حکيم يې د پاچا صيب حضور ته راحاضر کړ! نو پاچا هم له خپل بستره په زګېرويو د خپل وحشتناک خوب دهشتونه ورته ړبيان کړل! پاچا ويل، چې د دېوانو د قبيلې يو بدماش پسې واخيستم، نو په تېښتو شوم، چې يو لوی غویی مې مخې ته راغی، نو ښکر يې راته بند کړل او بس په غره کې يې په ښکرو په سر کړم او له وېرې مې سترګې خلاصې کړې، چې ګورم په خپل شاهانه بستر کې پروت يم!

    کله چې د نړې ستر متفکر او د سيمې ستر حکيم ورغبرګه کړه، چې د داسې خوب ليدل خو ډېر سخت دي او ما ته يې نه تعبير معلوم دی او نه هم تفسير! نو پاچا له ډېرې غوسې پرې غور وهل، چې که تا دغه خوب ليدلی وی، نو څه به دې کړی وی! حکيم صيب ورته ووېل، چې غ… به مې تللی وی! پاچا هم ورته په ژړا شو، چې پر ما هم همدا کانه شوې ده، ځکه د دربار له کټه له وېرې نه شم پاڅېدلی، نو ته دې انعام واخله او خلک هم پوه کړه، چې نور نو خطرناکه سره او شنه خوبونه و نه وين!

    والسلام اليکم و رحمت الله وبرکاته

    ملا حبيب الله

    په افغاني مينه

ځواب ورکول Mullah Habibullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *