تاند- د یونان صدراعظم نن /شنبه/ هغه افغان ماشوم خپل دفتر ته وروباله چې څو ورځې وړاندې توکمپالو په اتن کې د هغه د کور شیشې په تیږو ماتې کړې.
یوولس کلن امیر او مور یې په داسې حال کې، چې د یونان د مهاجرت وزیر (Yiannis Mouzalas) بدرګه کاوه، له صدراعظم الیکسیس څیپراس (Alexis Tsipras) سره ولیدل.
صدراعظم افغان ماشوم امیر ته د یونان یو بیرغ د سوغات په توګه ورکړ.
د امیر پر کور توکمپالو د جمعې په ورځ وروسته له دې د ډبرو وارونه وکړل چې ده د یونان په ملي پرېډ کې د دغه هیواد بیرغ په لاس کې واخیست او یو شمېر توکمپالو اعتراض وکړ چې ولې یو بهرنی په پرېډ کې د یونان بیرغ په لاس کې وړي.
امیر ته د بیرغ تېرولو ویاړ په پچه (قرعه کشي) کې ورسېد خو د ښوونځي له لوري نوموړي ته اجازه ورنه کړل شوه چې د یونان بیرغ په پرېډ کې تېر کړي. د دې پر ځای امیر ته د ښوونځي نښان ورکړل شو چې په پرېډ کې یې په لاس کې ونیسي.
دې مسلې په یونان کې پراخ بحثونه وپارول، حکومت او سیاسي ګوندونو د امیر ملاتړ وکړ او توکمپال یې وغندل.
په یونان کې هر کال د دوهمې نړیوالې جګړې په خاطر دا مراسم د اکتوبر په ۲۸ مه جوړېږي.
د یونان د دولتي خبري اژانس (اې این اې) د راپور له مخې، صدراعظم امیر ته وویل«د دې لپاره چې دوی تا ته د یونان بیرغ درنه کړ، زه به یو بیرغ د سوغات په توکه درکړم.»
صدراعظم دغه راز په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي «ځینو کسانو امیر پرې نښود چې د بیرغ تېرولو ویاړ ولري. نن زه ده ته بیرغ ورکوم چې زموږ اصلي ارزښتونه او اصول یې په یاد پاتې شي.»
د امیر کورنۍ له ۱۸ میاشتو راهیسې د یونان په پلازمېنه اتن کې په یوه اپارتمان کې، چې لګښت یې ملګري ملتونه ورکوي، اوسي.
د یونان د نیونازي (طلايي سباوون) ګوند په شمول سختدریځي توکمپال ګوندونه په خپل هیواد کې د بهرنیانو سخت مخالف دي.
دا څه بې عقل خلک دي.د دوی بیرغ یې چې پورته کړی دوی باید ورته خوشحال شي.