تاند – افغان مدني فعالان وایي،‌ چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی صندوق (یونیسېف) له خوا د کندهار ولایت ولسوالیو ته د چینګچي یا زرنج امبولانسونو ورکړه یو ناوړه کار دی.

ویل کیږي چې یونیسېف غواړي ۱۸۹ چینګچي امبولانسونه د کندهار ۱۱ ولسوالیو ته ورکړي چې ابتدایي کار یې پیل شوی او یو شمېر یې توزیع شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان وایي،‌ چې دغه ډول امبولانسونه چې خپله توله نشي ساتلی او په جمپونو کې ستونزې رامنځته کوي، نشي کولی چې یو ناروغ په منظم ډول تر روغتون پورې ورسوي.

یوفعال سمیع الله افغان لیکي، «نن دوهمه ورځ ده چی زرنج امبولانسونه د کندهار ښار ولسوالیو ته ورکړل سوي دی. همدا نن یو زرنج امبولانس د مریض د انتقال پر مهال د څړکه اوښتی دی. د مریض په حال یی خدای خبر دی چی په کوم حال کی به وی.‌ په ۲۱مه پیړی کی د زرنج په امبولانس کی د مریض انتقال، دا به هم تاریخ ولیکي،»

د یونیسېف له تولې وتلی چینګچي یا زرنج امبولانس

پشتون ځیرک هم د ښاغلي افغان په خوله دی او لیکي، «#کندهار. دا مشوره به چا ورکړی وي….

یویشتمه پیړی او د زرنج امبولانس. والله د انسانانو په تاله ډالر راغله او چور سول. زما د وطن پرمختګ    د همدی ځایه در قیاس که. د مریض حالت به تر بد بدتره وی. زرنج خو روغ سړی د سړیتوبه باسی.
خاوری به وطن جوړ سی. که جوړ سو ږیره می را وخریاست»

جواد افغان د یونیسېف له خوا د توزیع شویو او توزیع کېدونکیو امبولانسونو په وړاندې کرکه ښیي او لیکي، «دا څه جهالت ده. زرنج کې روغ سړی مړ کیږی دوی تری امبولانس جوړ کړی.»

ایمل لودي په دې کار ګیله من برېښي او د خپل فیسبوک پر وال یې لیکلي، « په دي ولس به نوري څومره ملنډي و وهئ. زرنج امبولانس کندهار»

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال زاهد ځواک هم لیکي چې په زرنج کې د ناروغ انتقال ناوړه کار دی او په تېره بیا په خامو سرکونو. نوموړی لیکي، « دا دی لا بله!!
په زرنج موټرسایکل کی امبولانس!
په زرنج کی روغ ناروغه کیږي چی ناروغ به پکی څنګه کیږي او بیا چی سرک هم خامه وی!!!
د کندهار د ۱۷ ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د زرنج امبولانسونو د توزیع لړۍ پيل شوه.
ياد زرنج امبولانسونه چي شمېر یي ۱۸۹عرادو ته رسېږي، د يونسیف مرستندویه ادارې لخوا د کندهار د عامي روغتيا رياست سره مرسته شوي دي.
په دی زرنجي امبولانسونو تر شلو موټري او عصری امبولانسونه اخیستل کیدای شول چی د وګړو ټول ضروریات به یی پوره کولای شو.
والی صاحب به چې هم کوم نظر پکی لري او که سم به ورته ښکاری همممم.»

د فیسبوک یو فعال میرولي سرحد چې ځان د لوګر ولایت معرفي کوي د یونیسېف په دغه اقدام ریشخند وهي او لیکي، ‌ «چې زموږ ولایت لوګر تا یې را ونه لیږي ځکه چي زه لوګر ته د کراچیوو یا دلاس ګاډیو امبولانس په نظر کي لرم اقتصادي هم دي او د اکسیجن ضرورت هم نشته»

عادي امبولانس چې په نوره نړۍ کې ترې د ناروغانو د انتقال او چټکې روغتیايي مرستې رسولو لپاره کار اخیستل کیږي

په داسې حال کې چې د لوی کندهار پاڼه یوې بلې مسئلې ته اشاره کوي او یادوي چې دا امبولانسونه اصلا د بل ولایت لپاره په پام کې نیول شوي ول خو چې هغوی قبول نه کړل، بیا یې کندهار ته راوړل.

لوی کندهار پاڼه لیکي، «دا زرنج امبولانسونه يي ولى دې محلى بيده حکومت او بيده ولس ته ور کړل،
اصلى کيسه دلته ده. ‌د بامیانو رکښه امبلانس ولی کندهار ته منjقل شو؟ هره اداره ویده ولس لټوی
دغه امب,لانسونه چي بامیانو ته په نظر کی نیول سوی وه دبامیانو خلکو قبول نه کړل نو کندهار ته یی راوستل چي دکندهار خلک پری تیر باسی تو خدای دغه رکشه کی به ناروغ تر روغتونه روغ ورسیږی ؟؟؟ وا خلکو خپل حق لپاره ږغ وچت کړی د دی پر ځای دی کم شمیر امبلانسونه درکړی خو سم امبلانس دی درکړی چي دغه امبولانس کي ته یو زخمی بارکړه چی هرجمپ کې یې له زخمونو نیم لیتر وینه راوزی که نه راوځي. د مريض به په دې رکشه کى څه حال وى بيا زموږ او ستاسى د ولسواليو خامه سړکونه. يا خداى ته خو دا بيده ملت او اداره راويښه کړې»

8 thoughts on “د یونیسېف له خوا کندهار ته د چینګچي امبولانسونو توزیع یو شرموونکی کار دی”
  1. د بشر دحقوقو دفتر او دسره صلیب دفتر دیی اوس ځواب ورکړی ؟

    خو فکر کووم هر چا چه دا تصمیم نیولی وی شاید همدا اوس تر څارنی لاندی وی

    د کندهار خلکو ته وایم د یونیسېف د غه چینګچي امبولانسونه د ویترنری یا څارویو کلینیکونو ته ورکړی

  2. ددی امبولانسونو نه هدف دادی که چیری کوم روغ سړی د انفجار او انتحار او بمباریو څخه زخمی حالت روغ ووت باید ددی امبولانس یی روح واخلی

  3. ولې ناوړه کار دی؟ د غریبو او بې وسو خلکو لپاره یوه ارزانه ذریعه ده. غټې خبرې هغو خلکو ته پکار دي چې کار کوي، امن لري، له یو بل سره په سوله کې ژوند کولای شي او علم او تخنیک او اقتصاد ته توجه کوي. زرنج شرم نه دی بلکې شرم دا دی چې ولسوالي کې د نجونو یا هلکانو مکتب نه وي. شرم دا دی چې دومره په ټولنه کې دومره وحشي کسان پیدا شي چې په لارو کې ماینونه خښوي او په قتل فخر کوي.

  4. په هر صورت اوس خو کار سوی دی
    زما فکر په دی خراب دی چی چلونکی یی زرنج والا نه وی دمړو به هډوکی ور مات کړی

  5. زه خو بیا هم دا د فساد او مفسدو حکامو د کار زیږنده بولم ځکه چی که سم معیاری امبولانسونه وای نو بیا نړسانو ،ډاکترانو او مفسدو حکامو د ویش په سر یی جنګ کاوه او بیایی کورونو ته بیول لکه نور دولتی ګاډی(رنجر اونور) چی روزانه په سلهاوو هره ورځ په غیر رسمی وخت او کار کی د فامیلونو ،مستخدمینو او تر ټانګ پوری د قهرمانانود چوپانانو په خدمت کی وی .
    دایو حقیقت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دحدیث مبارک مفهوم دی چی فرمایلی که د یو ملت یا امت دوی طبقی خلک ښه وو ټول ملت به ښه کیږی او دا دوی فاسدی وی ټول به فاسدیږی هغه امرا ء او علما دی
    نو ملتونه د هغو په مشرانو پیژندل کیږی او نړی ورته درناوی کوی خو دا مسافر مفسد حکام چی چڼډو سره بیرته دوبۍ ، لندن یا امریکی ته ځی او بیا هلته د خپلو حرامیانو په ودونو کی په لکهاوو ډالر مصرفوی داټول هغه څه دی چی د مفسدو حکامو کرتریا او مشخصات افاده او تعریفوی هلته ارزیابی په نکتایی او آرایش نده بلکی ملی منافع او خدمت معیار دی نو دنیاوال هغه څه کوی چی د مفسدو حکامو سره تناسب ولری او ملت هم په دوی قیاسوی نو د فساد ابعاد او اثرات اوس تر ریکشا یا زرنج رسیدلی خو تر دی هم ډیر عمیق دی .

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *