لیکنه: زاهد میر
د شیخ زاید پوهنتون استاد
شیخ زاید پوهنتون، په لویه پکتیا کې لومړنی پوهنتون ؤ چې په دې منطقه کې یې د ځوان نسل د روزنې لپاره دروازې خلاصې شوې او د دې پوهنتون په تأسیس سره د سیمې په ولسونو کې له زده کړې، پرمختګ، سولې او د جنګ څخه د نفرت تخمونه وکرل شول، د کالونو په تیریدو پوهنتون ته، چې نیږدې لس زره محصلان او دوولس پوهنځي لري، د ولس د امید غوټۍ وغوړېدې.
خو متاسفانه چې په دې وروستیو کې دا غوټۍ مړاوې شوې دي. زیاته موده کیږي چې پوهنتون هغه لاسته راوړنې چې په تیرو شپاړسو کالونو کې یې لرلې، له لاسه ورکوي. پوهنتون د دې پرځای چې د پرمختګ پړاونه ووهي، مخ پر ځوړ روان دی.
د دې علتونه زیات دي لکه د ځینو چارواکو مداخلې، علمي او اداري فساد، د ادارې بي کفایتي، د ادارې لخوا سلیقوي چلندونه. د فساد ځینې بیلګې د محترمو هیوادوالو په تیره بیا د خوست له شریف ولس او وکیلانو سره د لیکنو د لړۍ په شکل شریکوو تر څو خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړي او دا پوهنتون وژغوري:
علمي برخه – علمي ترفیعات
دا چې پوهنتون یوازې د تدریس ځای نه دی بلکې په پوهتنون کې علمي څیړنې هم باید ترسره شي تر څو د دې څیړنو په پایله کې د ټولنې ستونزو ته د حل لارې ولټول شي. د علمي څیړنو، لیکنو او عملاً په تدریس کې د بالفعل حضور وروسته استادان د قانون او لوایحو په نظر کې نیولو سره علمي ترفیع کوي. یوه علمي ترفیع هم د یوې تحصیلي درجې له اخیستلو څخه کمه نده. د دې علمي ترفیعاتو په پایله کې علمي کادرونه د علمي پوخوالي لوړو پوړیو ته رسیږي. د دې لپاره چې علمي ترفیع په سمه توګه اجرأ شوې وي، د لوړو زده کړو قانون او لوایحو ورته مختلف مراحل وضع کړی دي چې دا مراحل چې له ديپارتمنټ څخه پیل او د وزیر لخوا تر منظورۍ پورې شپږ پړاونه په بر کې نیسي. که چیرې د پوهنتون کوم استاد په بله اداره کې د علمي کادر په ساتنې سره ګمارل کیږي ، د لوړو زده کړو د قانون د درې څلویښتمې مادې لومړي بندله مخې باید په اونۍ کې څلور ساعته درس ورکړي او د دیپارتمنټ په غونډو کې برخه واخلي .خو په شیخ زاید پوهنتون کې پورتني مراحل او قانون په نظر کې نه نیول کیږي . تقریباً درې کاله د مخه پوهنمل مجیب الرحمن کریمي چې د شیخ زاید پوهنتون د علمي کادر غړی ؤ، د کلیو دبیارغاونې او پراختیا د وزیر په توګه وټاکل شو. د ده تر ټاکل کیدو وروسته یوازې یوه ورځ چې خوست ته په رسمي سفر راغلی ؤ، پوهنتون ته راغی او په یوه ورځ یې دوه کنفرانسونه ورکړل، نور یې نه درس ورکړی او نه یې د ديپارتمنټ په غونډو کې ګډون کړی دی او ممکنه هم نه ده چې په اوسنیو شرایطو کې له کابله دې، خوست ته د درس لپاره، یو وزیر په اونۍ کې اقلاً یو ځل راشي. دا دی اوس یې په لاندې سند کې وینو چې نوموړي وزیر صیب ته د ټولو قونینو او لایحو برخلاف ترفیع اجرأ شوې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې د علمي ترفیع په شپږو پړاونو کې چې مخکې یاد شول، دومره څوک نشته چې د دې په خلاف رایه ورکړي. لومړی په دیپاتمنټ کې څنګه او ولې تیره شوه؟ د پوهنځي په علمي شورا کې چا ونه ویل چې دا خو د قانون خلاف ده؟ د پوهنتون په علمي شورا کې چې د پوهنتون لوړرتبه استادان پکې راټول دي، څوک پیدا نشو چې ددې په ضد غږ پورته کړي؟ د لوړو زده کړو په وزارت کې د اکاډمیکو چارو د انسجام کمیټه چې یوه باصلاحیته کمیته ده، ولې د دې کار مخه ونه نیوله؟ د لوړو زده کړو وزیر یې ممکن ملګری وي، له هغې له ګیله نګوو، ځکه یې ورته علمي رتبه منظوره کړې ده. که له دې هر څه تیر شو، ایا مجیب الرحمن کریمي به د کوم قانون له مخې ځان ته اجازه ورکوي چې له خپل نوم سره پوهندوی ولیکي.
تاند د استاد زاهد میر ادعا نه تاییدوي او نه ردوي. که د شیخ زاید پوهنتون مسوولان په دې اړه ځواب لري، تاند یې په ورین تندي خپروي.
محترم وزیرصیب مجیب الرحمن کریمي Mujeeb Rahman مخکې لدې چې دوزیر په صفت دنده اجرا کړي د پوهنمل په علمي رتبه کې یې درې کاله په شیخ زاید پوهنتون کې خدمت ترسره کړی وو صرف علمي اثار یې تکمیل نه وو او هغې ته منتظر وو، کله یې چې علمي اثار تکمیل کړل محترم وزیر صیب د پوهندوی علمي رتبې مستحق وګڼل شو او ترفیع یې اجرا شوه.
موږ ورته مبارکي وایو
څوک یې چې نشي زغملی هغوی ته د زړه صبر غواړو
محترما زه د کرنې پوهنځی استاد یم کریمي صیب درې کاله پخوا وخت پوره وو، نړیوالې مقالې یې پاتې وي کله چې هغه بشپړ شوې نو دوسیه یې ورته جریان کې کړه، هیڅ نوعه ستونزه نلرې چاچې لیکنه کړي عقدوې چلند یې کړئ.
تاند ته! تاسو څنګه ثابته کړه چې زاهد مير مير شيخ زايد کې استاد دی؟ ايا په دې نوم پوهنتون کې استاد شته؟