مولوي عبدالرقیب تخاري داهغه طالب چارواکی و چې په افغانستان کې د اسلامي امارات د واکمنۍ پرمهال د کډوالو چارو وزیر و او تېره ورځ يې په متحده عربي اماراتو (دوبۍ) کې د افغانستان د سولې په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون درلود. نوموړی د اغاجان معتصم په مشرۍ د طالبانو د دوبۍ د بهیر مهم غړی ګڼل کېده، او ویل کېږي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لېوال کس هم یادېده.

   مولوي عبدالرقیب تر دې مخکي هم د اغاجان معتصم په مشرۍ د دوبۍ په ناستو کې ګډون کړی و او څو ځله د سولې د دښمنانو له خوا ورته ګواښونه شوي وو خو نوموړي یاد ګواښونو ته ارزښت نه ورکاوه بالاخره چې د دوبۍ له سفره له راستنېدو څو ورځي یې لا نه وې تېري ، چې د کور مخ ته د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

    نوموړی په داسي مهال کې د وژل کېږي چې تېره ورځ يې د اماراتو په غونډه کې د ګډون پرمهال ویلي وه، چې دی په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی. د ده مرموزه وژنه د سولي خبرو ته لیوالتیاهم یادولي شو، معتصم اغاجان ته یوه نیږدې سرچینه وايي چې دی د طالبانو په منځ کې د خرڅ شوي ملا په نوم یا دېده خو یوه خبره دې پاتې نه وي هر کله چې طالب چارواکو او مشرانو هوډ کړی چې دوی به د سولې په خبرو کې ونډه اخلي نو د ملاعبیدالله، لطیف الله مسعود، ملابرادر، حکیم الله مسید، مفتي رحمت الله دیوبندي، شیخ عبدالسلام، شیخ عبدالله ذاکري، نورالله هوتکي او مولوي عبدالرقیب له برخلیک سره مخ شوي.

د بیلګې په ډول به د یو څو طالب چارواکو وژل چې په پاکستان کې شوي ورته اشاره وکړو: د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزير ملا عيبدالله اخوند په ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ونیول شو او په ٢٠١٠ کال د مارچ په مياشت کې د پاکستان په یوه زندان کې و وژل شو.

 نوموړی پر هغه مهال و وژل شو چې افغان حکومت د سولي په برخه کې د ملابرادر سره د خبرو لپاره لاره هوارول نو په همدې کال (۲۰۱۰) کال د پاکستان په کراچي ښار کې د امریکايي ځانګړوځواکونو او پاکستاني څارګرې ادارې له خوا تر نیول کېدو وروسته زنداني شو، دا و چې د سولې خبرې پاته شوې.

 لطیف الله مسعود په لوګر کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر پر پېنځمه ونیول شو. د نوموړي د نیول کېدو په اړه ویل کېږي، چې له افغان استخباراتو سره د سولې خبرو اترو په موخه ور روان و، خو له رسېدو د مخه امریکايي ځواکونو ونیوه. او همداسي نور يې درواخل

 کله چې موږ له دې ډول پېښو سره مخ کېږو نو د ولسمشر کرزي هغه خبره راته د ایني غوندي روښانه ښکاري، چې وايي د افغانستان د سولي کلي له پاکستان او امریکا سره ده، کله چې موږ د جګړې اوږدوالي ته وګورو، نو په دې به هم پوه شو چې افغانستان کې روانه جګړه یوه استخباراتي جګړه ده او دا جګړه د یو لوی استخباراتي مرکز ملاتړ له ځانه سره لري.

  ځکه دا جګړه دومره اوږده شوه چې اوس ددې فکر هم نه کېږي چې ایا دا به پای ته ورسېږي که نه؟ افغان حکومت ته اوس په کار ده چې له نړیوالي ټولنې نه مرسته و غواړي او هغوی ته ووایي که په رښتیا تاسي افغانستان ته د سولي د راوستلو په موخه راغلي یاست نو له هغو کسانو دې دا پوښتنه وکړي چې ولئ افغان سوله په وار وار له کواښ سره مخ کېږي.

  د مولوي عبدالرقیب تخاري جنازه د افغانستان د دولت په دوو هیلي کوپترو کې له پېښوره خپل پلرني ټاتوبي تخار ته یووړل شوه.د تخار د والي ویندوی وویل چې د مولوي عبدالرقیب له جنازې سره یو شمېر دولتي چارواکي او د نوموړي د کورنۍ غړي هم تخار ته رسېدلي دي.ویل شوي چې د عبدالرقیب د جنازې د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر  نیول شوي دي.

  په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی د پیښور په ښارکې د طالبانو د اسلامي تحریک د غړي الحاج مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه غندي او هغه د افغانستان د سولې په لاره کې یوه  ښکاره قرباني بولي.

   حامد کرزی په داسې حال کې چې د نوموړي وژنه په کلکه غندي د طالبانو د اسلامي تحریک په ټولوغړو یو وار بیا د ورورولۍ غږ کوي چې خپل هیواد ته راشي او په هېواد کې دننه د امن په فضا کې د افغانستان د سولې له عالی شورا سره مذاکرات ترسره کړي ځکه په بهر کې هیڅ افغان رښتینی امنیت نه لري، خصوصا هغه وطندوست افغانان چې په  خپل هېواد کې سوله او امن غواړي او دې هدف ته کار کوي.

  د هېواد ولسمشر دغه راز د ملا آغاجان معتصم په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحریک له هغو هڅو څخه چې په دې وروستیو کې یې د سولې او تفاهم په لاره کې پیل کړي هرکلی کوي او دغه هڅې د افغانستان د خلکو لپاره چې له جګړو او ناخوالو ستومانه او هیواد یې د نویو سیاسي پړاوونو د پیل په درشل کې دی، یو ښه زیری بولي.

One thought on “د یوه بل سوله غوښتونکي طالب وژنه/ حکمت الله نورزی”
  1. حکمت اللہ نورزی صیب:
    ډیری شه خبری دی کړی، او حقیقت دی ویلی دی۔
    خو لکه سرڅرنګه چی تاسو سرګنده کړل چی ولسمشر حامد کرزی وای چی
    “د افغانستان د سولی کلی د پاکستان او امریکہ په لاس کی دی”
    سل په سل ییی دا خبرہ حقیقت دہ۔
    او سومرہ چی زہ فکر کوم پاکستان پہ دی کی تر امریکہ ډیر لاس لری، او امریکہ خو ووس په خپله د سولی چیغی وھی، ۔
    خو حکمت اللہ صیب حقیقت دا دی چی زمونږ طالبان ووس پہ خپله د ای ایس ای پہ لاس کی داسی راغلی ، کہ ھغہ ووس سه غواڑی ھم نہ شی کولای.
    د ټول تدابیر د ای ایس ای دی او عمل دا زمونږ نا پوه ډله باندی کوی.

ځواب ورکول امین اللہ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *