تحصیلي بورسونه، زما تجربه او د سترګو لېدلۍ حال! افغانستان هغه هېواد ده چې د نړۍ ګڼ هېوادونه سره له نورو مرستو د وړیا زدکړو چانس ورکوي، دا چې دغه چانس د افغانستان دولت په څه ډول کاروي دلته پرې غږېږم او خپله تجربه له دغو بورسونو منحیث د یو تازه فارغ شوي ځوان بیانوم. هند هېواد سره له نورو مرستو ډېر شمېر زدکړیز بورسونه افغانستان ته اعطاء کوي چې شمېر یې ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ ته رسیږي خو لکه څرنګه چې زه خپله په دغو بورسونو کې په خپله وړتیا او لیاقت تللۍ وم او ځېنې ترخې خاطرې مې راوړې هغه دا چې د لوړو زدکړو وزارت دغه بورسونه پر ځاۍ د دې چې پکې وړ وګړو ته چانس ورکړي برخلاف هغه کسان چې کانکور کې یې لوړې نمرې اخیستې وي حال داچې دغه زدکړیالانو به دوه یا درې سمستره درس هم خپل پوهنځي کې لوستۍ وي لیږي او دا نه ګوري چې آیا دوۍ پر انګلیسي ژبه پوره بلدیت لري او کنه؟ هسې پر نوم یوه ازموینه ترې اخلي بیایې رالیږي او هلته هم دوۍ ته د ژبې زدکولو آسانتیاوې او کورسونه نه برابروي، حالانکې داسې تکړه پر انګلیسي ژبې مسلط کسان شته چې حکومت یې نه د هېواد دننه پوهنتونونو کې نیسي او نه د بورسونو چانس ورکوي کاش چې د انګلیسي ازموینه ترې واخلي زه ډاډه یم چې دوئ به بریالي شي، هم به دوۍ چې له زدکړو محروم دي د زدکړو خاوندان شي هم به یو بورس عبث نشي هم به حق حقدار ته ورسي چون د کانکور والا به خپلې زدکړې د خپلې خوښې پوهنتون کې چې د کانکور له طریقه ورته بریالي شوي پرمخ بیایي. زه داسې ډېر کسان هند کې پېژنم چې له خپل ولایته یې جیږې نمرې اخیستې وې او طب ته بریالي ول او حتا یو کال یې لوستئ هم وو بیا هم دولت دغه بورسونو کې راولېږل، خو چون انګلیسي کې یې خورا ستونزه وه او کالجونو کې یې نه لوست زده کېده نه د سمستر ازموینو کې کامیابېدل او پښېمانه وه چون هم یې طب، اقتصاد او انجینري وطن کې له لاسه ولاړ او هم هند کې ستونزو سره لاس ګرېوان دي. له حکومته هیله من یم چې یوه پر ځاۍ پالیسي و کاوروي نه یوازې د لوړو زدکړو په برخه کې بلکې هر ارګان کې چون عدلیې وزارت ته یې ډاکتر وزیر ګمارلۍ مخابراتو ته روانشناس کورنیو چارو ته یو بې تخصصه او داسې نور

ابوبکر ځلاند

 

3 thoughts on “د یوه تازه فارغ شوي افغان ګیله”
  1. شکر وباسه اشنا چې دومره چانس خو دې درلود که نه ستا خو په لیک کې نه جمله معلومه ده نه پاراګراف ټول دې سره نښلولي دي. 🙂 دا لیکل څوک داسې کوي؟

  2. بورسونو کې شته ستونزه او فساد پر ځای، د پوهنځي له ټولګي په بورس لیږل هم پر ځای نیوکه، مګر انګلیسي دومره ستونزه نه ده ځکه که لږ هم ورسره بلد وي او هلته ورسره همهاله خپله ژبه د کورسونو له لارې پياوړې کړي هیڅ ستونزه نه پيښېږي، دا خبره ځکه کوم چې د اطرافو فارغین له انګلیسي سره دومره بلد نه دي، نو که انګلیسي ډېره جدي ونیلو شي ګواکې د لیرې پرتو او جنګ خپلو سیمو فارغو تکړه ځوانانو ته د سکالرشېپ چانس په لاس نه ورځي.

  3. زه بلکل د ورور لہ فکر سرہ موافقہ یم زہ خپلہ پہ پاکستان کی د فارمیسی دی سلورم کال محاصل یم زہ دلتہ ڈیر داسی افغانان پیژنم چی پہ بورسونو راغلی خو د انگلیسی ژبی مشکل لری او طیب کی اکثرہ د معلم پہ درس نہ پوہیزی ۔زما لہ حکومتہ دا غوشتنہ دہ سی وڑ کسانو تہ دی بورسونہ ورکوی او تر ہر سہ نہ مخکی دی دی ژبہ مسلہ باندی کار وکڑی زما پہ انند دا ہغہ وخت ممکنہ دا چی پہ وطنی نصاب کی دا سائنسی مضامین پہ انگلیسی ژبہ تدریس شی۔
    مننہ

ځواب ورکول عزت اللہ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *